شعرونه
غزل
چې يې ميندلي دي په كاڼو يې ويشتلي خلك
دړندو ښار دى له ډيوې سره خپلوي نه لري
دسترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلـــك
د هر وګړي په څيره كې بلا ګانې ويني
دلته هيندارو ته لانه دي درېدلي خلك
نه يې دزخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب
پرون له ساندو سره ووتل راغلي خلك
چې افسانې يې دپيړۍ پر لېمه شپې زنګوي
دسنګسارونو تر ميدانه ځي ښاغلي خلك
تر شنه آسمانه ګيله منې چيغې مه استوه
داسي يې ډير د بل په تور دلته وژلي خلك
دلته چې راغلې نو درحم تمه مه ترې كوه
ددې قصاب تيغونو وينې ژړولي خلك
جهاني تمه دمردۍ دلېونتوب كيسه ده
په هر ولات كې چې ښاغلي وي ناولي خلك