نظر مې شي ستومانه ، بيرته ستا رخسارته راشي
بې كوره مسافره دى ، نااشنا ديار ته راشي
په سترګو كې ځان نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي
يو ستړى كليوال ، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګډاځي دمرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته ، مرغۍ بيرته مارته راشي
يتيم چې په ژړا شي ، ميره بيا څپيړه وركړي
ماشوم كه څوك خپه كړي ، په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې كړي ، څو كاڼې دلته پريږدي
يو څو ليونيان ووځي ، يو څو بيرته ښار ته راشي
په كور كې څراغ نه لري ، چې كښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي ، سحر ځكه يار ته راش