د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر، ليکوال او مبارز اجمل خټک له نړۍ سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
اجمل خټک په معاصر پښتو ادب کې يوه مخکښه څېره وه او د دې په څنګ کې چې په خپل وخت کې د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال و ، د خپل دوران يو نه هېرېدونکی مبارز او سياستوال هم و . د همدغو ملي مبارزو په لړ کې يې د ژوند ډېر کلونه د پاکستان په زندانونو او له خپل کلي کور څخه لېرې په تبعيد کې تېر کړي دي .
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، د اجمل خټک مړينه نه يوازې د پښتو ادب لويې کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي ، د حق ، عدالت ،خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د پښتنو د لوی کور د اوږدو مبارزو د تاريخ د يو لوی باب د يوې مهمې پاڼې درژېدو په توګه يې ګڼي .
موږ داسې ګڼو چې د ارواښاد اجمل خټک شعرونه د خپل وخت د ملي ـــ پښتني شاعرۍ نه هېرېدونکی څپرکی دی او د هغه ژوند او مبارزه هم د پښتنو د اوسني تاريخ يو داسې فصل دی چې د تاريخ په پاڼو او زموږ د راتلونکو نسلونو په تاريخي حافظه کې به له درنښت سره يو ځای ساتل کېږي او زده کړه به ترې کېږي .
موږ ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه
د 2010 د فبرورۍ اوومه ، د 1388 دسلواغې 18
جرمني ، د کولن ښار