زه يم پيدا په جنګ دمينې کيسي نه لولمه
نه مينيږم مينه زړه ته کم زورتيا راولي
زه پښتنه يمه احساس ته مې ګناه راولي
يمه با تور داسې سر شاره پښتنو کې ګرځم
د نارينتوب او دميړاني تاريخو کې ګرځم
زه په بار بار درته اقرار په حقيقت کومه
مين به نشمه د مينې نه نفرت کومه
مينه سر زورده خپه زړوته خندا نه ورکوي
عشق مې وطن دې دغه شپو ته بلازړه ورکوي
دغه کمزوری ټکی ځان په شان رسوا ته وايه
هغه چې تا په شان رسوا وي هغه چاته وايه
زما د زړه په کتابتون کې افسانی ښخی دي
زما د خوار اولس دمينې زمانې ښخي دي
زما د زړه په هيڅ خانه کې مينه نشته چاته
زړګۍ دی مه زوروه ګرانه سپينه وايم تاته
عالمه راشئ ليونی سر په سودا وګورئ
مجنون د ميني ز ولنو کې دا رسوا وګورئ
نه يي غيرت نه يي همت ديوپښتون يي را زده
داسې بی ننګه ليونی عشق د يو چا وګورئ
پښتون دی نه بولم هوس کې دی بيمار ګرځه
وطن نه لری د اولس غم نه کنارګرځه
زما په غوږ کې زولنې د مينې مه شرنګوه
ليوی ته يي ماته مينه دومره ما يادوه
نه دی ژړاه نه دی فرياد نه دی ګيلي اورمه
نه يم مينه نه د عشق خواږه کيسی اورمه
يو څه مې خوښ ده زه يي مينه اودونيا بولمه
زه د تن روح د زړه کعبه مروه صفا بولمه
هغه کعبه هغه مې خوښ هغه جانان دی زما
هغه اولس هغه وطن او ټول افغان دی زما