وګړي يا نفوس د دولت يوعمده اومهمه برخه جوړوي . دمعينو وګړيو له شتون پرته دولت رامنځته كيدل ناشوني دي . نو د يو دولت د شتون په وخت كې د تابعيت خبره رامنځته كيږ ي . تابعيت د يو كس هويت ثابتوي اودهغه په بنسټ كه په داخل د هيواد كې وي اوياكه له هيواده بهر وي ، له امتيازاتو نه برخمن كيږي . دتابعيت مسله د يو هيواد دملي قانون له لاري حل اوفصل كيږي . خولكه څرنګه چې په نړۍ كې د ګڼو هيوادونو قوانين يوله بله سره توپير لري ، نوپه نړيواله كچه ځينې ستونزې لكه بې تابعيتي ، دوه ګونى تابعيت اونورديته ورته ستونزې رامنځته كيدې چې د نړيوالو حقوقوله نظره دهغه ستونزو له منځه وړل اړين د ي. نوځكه د۱۹۳۰ كال دلاهه په كنفرانس كې هڅه وشوه تر څو دمختلفو هيوادونو دقوانينو نه راولاړې ستونزې په ځانګړې توګه د تابعيت په اړه پاى ومومي . د كنفرانس په پاى كې د تابعيت د قانون د شخړو په اړه يوه ژمنه لاسليك اوتصويب شوه . (دتابعيت هغه رابطه ده چې لدې لارې يووګړى دنړيوالو حقوقو له مزاياوونه ګټه اخستئ شي                                               
د تابعيت دتعريف په اړه د نړيوالو حقوقو ټول ليكوالان سره ورته نظر لري، چې د يو فرد له يو هيواد سره دايمي اوحقوقي رابطه تابعيت ګڼل كيږي .
لكه وړاندې موچې ياده كړه د دواړو هيوادونو ملي قانون د تابعيت په اړه بحث كوي اود هغه شرايط درج كوي . په ځانګړي توګه په نړيوالو حقوقو كې د تابعيت د مسلې د اهميت لپاره دستارك لاندنى استدلال بسنه كوي چې وايي :
۱-د ديپلوماټيكو استازيو دحقوقو دحمايت اوملاتړ د تابعيت نتيجه اوپايله ده .
كله چې يوهيواد دخپلو وګړيو دمجرمانه كړنو دارتكاب مخنيوى ونكړي اوددې اجازه وركړي چې همدغه شانته كړنې نورې هم تر سره كړي اويانورو هيوادونو ته ضرر ورسوي ، نو نوموړى هيواد دد ې كس دداډول كړنو مسوليت په غاړه لري .
په معمولي توګه هيوادونه د كسانو د تابعيت منل نه ردوي . له تابعيت نه زموږ موخه د يوهيواد سره دوفادارۍ په ماناده . له تابعيت نه كولاى شو دارنګه مانا هم واخلو چې ديوهيواد وګړي نوموړي هيواد ته په نظامي خدمت مكلف دي .
د تابعيت بل اغيز داهم ده چې هيواد دخپلو وګړيو تسليمول نشي رد كولاى .
د تجربې په بنسټ يوشمير لوى هيوادونه دجګړې په مهال ددښمن ځانګړنه اوخصوصيت د تابعيت په بنسټ ټاكي .
هيوادونه ډيرى وخت په جنايي اومدني پيښوكې په تابعيت لرونكو اشخاصو باندې خپل صلاحيت پلى كوي په يولړ پيښوكې دعدالت نړيوالې دايمي محكمې داپريكړه كړيده چې د دولت دموافقت پاڼې په بنسټ كولاى شي داسې، موضوعات لكه تابعيت، له خپل داخلي صلاحيت نه بهر احراز كړي اوپه نړيوالو موضوعاتو كې يې وردننه اوتابع كړي . دتابعيت په اړه دپورتنيو مجموعي لنډو مطالبو په ذكر كولو سره اوس دد ې څپركي په مندرجه نور مسايلو خبرې كوو :
لومړى – وګړي (اتباع) :
ديوهيواد ټول وګړي چې د هغه هيواد په نفوس كې شمول ولري ،د نوموړي هيواد وګړي بلل كيږي. په بل عبارت ديودولت وګړي د هغه هيواد نفوس تشكيلوي . ديوهيواد وګړي كه هر ځاى ژوندكوي د خپل متبوع هيواد تر صلاحيت اوتفوق لاندې دي . د بيلګې په توګه ډيپلوماټان اوپه بهركې قونسلګريو غړي ، اوهغه كسان چې له هيواده بهر په مسافرۍ كې عمر تيروي ، هغه سوداګر چې د تجارت په تكل بهرنيو هيوادونو ته ځي اوديته ورته نورې بيلګې . بهرني وګړي چې په هيواد كې ژوند كوي،  كه په هر موقف اودريځ كې وي خوچې دهغه هيواد تابعيت ونلري د هغه هيواد وګړي نه بلل كيږي . نود يوهيواد اتباع هغه كسان دي چې په هغوى د تابعيت تعريف سل په سله پلى كيږي. په ټوليزه توګه ديودولت وګړي كولاى شي چې له مختلفو لارو د هغه هيواد تابعيت لاسته راوړي. دتابعيت دلاسته راوړلو طريقې لاندې ذكركيږي :
۱- زيږون : لدې لارې دوه اصول پلي كيږي :
۱- دتابعيت لاسته راوړل دوينې دحقوقو په اساس ، چې داد هيواد د اتباعو تر مور اوپلار پورې اړونده وي . يانې ماشوم چې په هر ځاى كې نړۍ ته سترګې وغړولې دهمغه هيواد تابعيت لاسته راوړي، چې مور اوپلار يې دده د زيږون په وخت كې لر ي .
۲- دخاورې د حقوقو په اساس :
پدې وخت كې ماشوم چې د هر هيواد د خاورې په قلمرو كې نړۍ ته راغى، نو دمور اوپلار د تابعيت په نظر كې نيولو پرته ، دهمغه هيواد چې پكې مقيم ده ، تابعيت لاسته راوړلى شي .
لكه څرنګه چې وليدل شول په دواړو پورتنيو ذكر شويو صورتونو كې د تابعيت لاسته راوړل ديوهيواد تر معينو ملي حقوقو پورې اړه لري . په ټوليزه توګه د نړې د مختلفو هيوادونو په ملي قوانينو كې يو دپورتينو د تابعيت داصولو نه چې مخكې ذكر شول، منل كيږي .
- له تولد نه وروسته (يانې كله چې ديوهيواد كوم وګړي د بلوغ عمر ته ورسيږ ي نود تابعيت دمنلو له لارې تابعيت اخلي .
- پدې وخت كې په لاندنيو حلاتوكې تابعيت لاسته  راوړلاى شي :
۱- دواده له لارې : چې د هيواد په معينو ملي حقوقو كې درج اوثبت كيږي .
دځينو هيوادونو دملي قوانينو سره سم ، كومه ښځه چې د كوم بهرني نر سره واده كوي ، د خپل هيواد تابعيت له لاسه وركوي. خو د ځينو هيوادونو د قوانينو په بنسټ، نوموړې ښځه كولاى شي چې دخپل ميړه د هيواد په تابعيت سربيره دخپل اصلي هيواد تابعيت هم ولري.
۲- تبني (زوى نيونه ) : پدې وخت كې كله چې يوماشوم په زوى نيونه ومنل شو د همغه هيواد تابعيت لاسته راوړي، چې دى يې په زوى توب نيولى اومنلى دي . خوكله چې د بلوغ مرحلې ته ورسيد كولاى شي خپل تابعيت د ځان لپاره وټاكي .
۳- د غوښتنې له لارې : لدې لارې د تابعيت لاسته راوړل د هغه كس تر غوښتنې پورې اړه لري چې غواړي د كوم هيواد تابعيت په نظر كې لري،لاسته راوړي ،  اود نوموړى دولت خپل د ملي قانون مندرج اصول په نوموړي كس پلي كوي .
يانې دخپل تابعيت د وركړې او رد بشپړ صلاحيت لري .
۴- دانتخاب حق : يانې  يوله دوو تابعيتونونه  اختياروي دا هغه وخت شونې ده چې د دولتي ارګان د پريكړې په بنسټ نه،  بلكې شخصې د خپلې ازادې ارادې په څرګندولو سره  تر سره كيداى شي . په مدني حقوقو كې انتخاب په يوه محدوده نيټه كې شونى دى، مګر په نړيوالو حقوقو كې د تابعيت انتخاب چې كله ديوې معينې برخې خاورې د هيواد نه جلاوي ، دنړيوالو تړونونو په بنسټ تنظيميږي .
د تابعيت له لاسه وركول هم په پورتنيو ذكر شويو لارو سره شونى دي،  يوځاى استثنا شتون لري، هغه وخت چې كله يوكس له تابعيت نه محروم ياسلب كړى شي ، داهغه وخت چې نوموړى جزايي بڼه ولري اوديو قضايي ارګان له لارې يې جزايي پيښه اعلام كړل شي .
تابعيت نه لرونكي كسان هغه څوك دي چې نړۍ د مختلفو هيوادونو دملي قوانينو په بنسټ ديوه دولت يا هيواد تابعيت هم ونلري . د بيلګې په توګه يوكس دخپل هيواد تابعيت پريښود يايې له لاسه وركړ ، خولاتراوسه يې د بل كوم نوي هيواد تابعيت ندى تر لاسه كړي ، همدارنګه يوماشوم د زيږيدنې په مهال ،  ترڅويې چې تابعيت نوي اخيستى، بې تابعيته بلل كيږي. نوپدې اساس كله چې له  يوداسې مور اوپلار نه چې په هغه هيواد كې د خاورې حقوق پلي كيږي اوپه يوهيواد كې چې هغه دوينې دحقوقو پيرو اوملاتړ وي، يوماشوم نړۍ ته سترګې وغړوي، نوموړي ماشوم بې تابعيته ګڼل كيږي ځكه لومړنۍ هيواد ماشوم ته هغه وخت تابعيت وركوي چې د هغه هيواد په خاوره كې زيږيدلى وي او دوهم هيواد نوموړي ماشوم هغه وخت خپله تبعه بولي چې دده مور اوپلا رهم د همدې هيواد تابعيت ولري .
كله چې يوكس سلب تابعيت اوياترك تابعيت وي نو تر څو يې چې نوى تانوى تابعيت لاسته كړي، بې تابعيته نومول كيږي . همدارنګه كه يوه پيغله د يو بهرني سره واده وكړي، پورتنى حكم پرې پلى كيږي. كه د هغه متبوع هيواد د قانون په بنسټ له دارنګه پيغلو نه تابعيت واخلي نوموړي پيغلې تر هغه يې چې دخپل ميړه د دولت تابعيت يي نوي اخيستى ، بې تابعيته بلل كيږي .
كډوال يامهاجرين هم بې تابعيته ګڼل كيږي ځكه دوى هغه كسان دي چې په استثنايي حالاتوكې لكه د جګړې، مل پاڅون، اودارنګه نورو حالاتوكې يې خپل هيواد پريښى اوبل هيواد ته يې پناه وړيده اوپه همغه هيواد كې هستوګنه غوره كړيده نو تر څويې چې د خپل هيواد وضع ارامه شوې نده اوبيړنى حالات پاى ته ندي رسيدلي ، نوموړي كډوال بې تابعيته بلل كيږي اود نړيوالو پرنسيبونوترحمايې لاندې په ځانګړي توګه خپل ژوند كوي.
يوكس كولاى شي چې په لاندني حالاتوكې دوه ګوني تابعيتونه ولري :
د ازدواج له امله، داهغه وخت چې كه يوه پيغله وكولاى شي د خپل متبوع هيواد د قانون په بنسټ د خپل هيواد تابعيت هم وساتي اود خپل ميړه دهيواد تابعيت هم تر لاسه كړي .دبېنوا څخه کاپي شوی ده
هغه كس چې لاتر اوسه يې دخپل هيواد تابعيت له لاسه نوي وركړي اود بل نوي هيواد تابعيت يې ترلاسه كړى وي .
هغه ماشوم چې له مور اوپلاره  د تابعيت د داسې هيواد پيرو وي چې هغه هيواد دوينې د حقوقو د تابعيت پيرو وي اودهيواد په خاوره كې چې اصلا د خاورې د حقوقو پيرو ده ، نړۍ ته راغلۍ وي. اود هغه هيواد چې مور اوپلار يې  تابعيت لري، تابعيت هم لاسته راوړي. خود نړيوالو عمومي حقوقو له نظره يوكس يوازې كولاى شي يوتابعيت حمل كړي نو په همدې وخت كې له دوو تابعيتونو نه ګټه نشي اخيستلاى .
دويم – لږه كي (اقليتونه ) :
لږه کي ديوهيواد د نفوس هغه برخه رانغاړي چې دهغه هيواد ډيره کي (اکثريت ) ديو ملت په توګه په بل هيواد کې ژوند غوره کړى وي. يايه يوهيواد کې لږه کي هغه څوک دي چې د هغه هيواد د ډيره کيو سره د نژاد، دين اوژبې له نظره توپير ولري لکه په هنګري هيواد کې د المان لږه کي، د اتازوني په غربي سواحلو کې د روماني ، ايټاليا اوچين لږه کي، ياپه هند کې مسلمان لږه کي اوپه افغانستان کي د هند، چين، اويوګوسلاويا لږه کي، ياپه رومانيه کې د مجاوري ژبې لږه کي اودارنګه نورې ورته بيلګې .
په ځانګړې توګه دلږه کيو د حقوقو د حمايت اوملاتړ په اړه بايد ووايو چې دملګرو ملتونو دسازمان د منشو رترلاسليک کولو پورې تر لږه کيو اړوند موضوعات د همغه هيواد د مربطه صلاحيتونو څخه ګڼل کيدل اود  دوه اړخيزه تړونونو په واسطه به حل اوفصل کيدل خو په استثنا يي خاصو اوځانګړيو نړيوالو پيښو په اړه چې کله به لږه کي ورسره مخ کيدل .
له دوهم نړيوال جنګ نه وروسته دملګرو ملتونوپه سيستم کې  دلږه کيو دملاتړ ستونزه دبشر دحقوقو په نړيوال پراخه حمايه وي مسايلو کې اود نژادي، ژبني، جنسي اومذهبي تبعييض منع والى پکې شامل شول .
دلومړي ځل لپاره په نړيواله کچه دلږه کيو دملاتړ قواعد اواصول په مدني اوسياسي نړيوالو پيمانونو ١٩٦٦ کال کې ځاى ونيو. دهمدې پيمان د اووه ويشتمې ماد ې سر ه سم : په هغه هيوادونو کې چې نژاد ي، ديني، اوياژبني لږه کي شتون ولري، هغه کسان چې تر همد ې لږه کيو پورې اړوند وي، نشي کولاى چې له نورو سره ددوى ديوځاى کيدو ، ددو ى له کلتوراوژپې نه په ګټه اخيستنې سره دمذهبې مراسمو په اداکولو کې لدوى نه داحقوق سلب کړي.
درېيم –بهر نيان :
 بهرنيان يا اجنبيان هغه کسان دي چې د همدغه مقيم هيواد وګړي او اتباع نوي . نوځکه په يوهيواد کې د بهرانيانوشتون موقت وي نه اوږد مهاله .
د اصولو له مخې ټول بهر نيان د پردې تابعيت درلودنکي دي اوياهيڅ تابعيت نلري. دا اوديته ورته نورمسايل د بهرنيانو په اړه لکه يوپرد ى هيواد ته د دوى ور تګ، اوسيدل، حقوقي دريځ اوپه يوهيواد کې د دوى مکلفيتونه اوامتيازات د نړيوالو عمومي حقوقوله نظره د هغه قواعدو اونورمونو په واسطه تنظيميږي چې دهغه ټولو مجموعه د بهرنيانو د حقوقو دمجموعې په نوم سره ياديږي.اصلا دا د دولتونو ملي حقوق دي چې د بهرنيانو په اړه  د تنظيم قواعد په بر کې نيسي . نړيوال عمومي حقوق لږ تر لږه د بهرنيانو په وړاندې د هيواد ونو رويه اوروش له بشري اړخه احتوا اورانغاړي . هغه بهرنيان چې د خپلو هيوادونو د ديپلوماټيکو استازيو په توګه په نورو هيوادونو کې دخپلو ديپلوماټيکو دندو دمخته وړلو لپاره له هيواده بهر شپي تيروي، دنړيوالو عمومي حقوقو تر پرنسيبونو لاندې چې دويانا په کانسيوانسون کې په قونسليو اوديپلوماټيکو چارو کې در ج اوثبت دي، قرار لري . د دو ى حقوق او امتيازا ت هم د ذکر شوي کنوانسيون په بنسټ سره تنظيم شوي دي. دو ى يوازې د عامه نظم د ساتلو اود هيواد د سياسي سيستم د کوربه  په توګه  مکلف دى . اود هيواد دملي قوانينو په رڼاکې بايد همد ا قوانين په نظر کې ولري اوعملي يې کړي . نور بهرنيان د سياحت اوچکروهلو د حقونو نه په ګټه اخيستنې سر ه د موقت وخت لپاره يو هيواد ته راتللى شي، يا د دواړو هيوادونو ددوه اړخيزو سيمه ييزو اړيکو له امله په سوداګريزه ، کار، اقامت اونورو سيموته راتللى شي. چې دا په نړيوالو حقوقو کې سيمه ييز قراردي اړخ لري .
په ټوليزه توګه، ټول بهرنيان دد ې لپاره چې بايد ملي قوانين، سياسي رژيم، اود هيواد د اوسيدلو عامه نظم وساتي. نور حقوق هم لري، لکه د انسان کرامت ساتل، د هستوګنې ځاى درلودل، دترانزيټ حق، په محکمه کې د دعوى داقامې حق، او خپل د نظر وړ هيواد نه د دفاع حق لري .
تراوسه د دولت په روش کې د بهرنيانو په اړه ډ ول ډول رژيمونه شتون لري چې په درې (٣) ډوله کې يې خلاصه كوو:
١- ځانګړي رژيم ٢- مل رژيم ٣- دښه سلوک رژيم
١ځانګړى رژيم :  هغه رژيم ده چې دولت د اتباعو په اړوند له بهرنيانو سره د متفاوتو قواعدو په بنسټ يوډول رفتار وکړي . ياپه بل عبارت، دولت د بهرنيانو لپاره ځانګړي قواعد وضع کوي چې د عامه اتباعو له قواعدو سره توپير لري. شونې ده چې ځانګړى رژيم د اتباعو په انډول د بهرنيانو په ګټه وي يا نسبت بهرنيانو ته عامه وګړيو ته لږ امتيازات پکې په نظرکې نيول شوي وي .
٢- ملي رژيم : هغه ده چې دولت له بهرنيانو سره عينا هغه روش اورويه غوره کړي، کومه يې چې دخپل هيواد له اتباعو سره اختيار کړيده. يانې دخپلو اتباعو په څير بهرنيانو ته هم د وضع ضمانت وکړي . خودا بايد په ياد ولرو چې په نړۍ کې په هيڅ هيواد کې ملي اومطلق رژيم د بهرنيانو په وړاندې شتون نلري اوکيداى هم نشي چې دا رژيم د ې پلى شي. ځکه په هر هيواد کې بهرنيان په ځانګړيو سيمو (سياسي اونظامي ) کي نشي کولاى اوياداحق نلري چې،  ورشي . د بيلګې په توګه بهرنيان نشي کولاى چې په دولتي حساسو اولوړو پوستونو کې ځاى په ځاى شي، په ټاکنو کې د ګډون حق نلر ي اودعسکري چوپړ جوګه هم نشي کيداى .
شونې ده چې په ځينو ځايونو كې عينا لكه د هغه هيواد دعامه اتباعو په څير پدوى هم ورته يوشان قوانين پلي شي. په استثنايي صورت سره په ځينوهيوادونوكې لكه د منقولو ملكيتونو نيول، د بانكونو تاسيسو ل، د هواپيماوو په شان دارايۍ، بيړۍ، داوسپنې خطوط اونورديته ورته بيلګې د بهرنيانو لپاره شتون ولري، پدې ماناچې بهرنيان نشي كولاى چې دا شيان د دوى په واك كې وي .
۳- دښوسلوكو رژيم :
دبهرنيانو په وړاندې دارژيم پدې ماناده چې د تړون په بنسټ تاسيس اوتثبيتيږي . اود تړون دواړه لوري اړدي چې په ډيره لوړه سويه په كومو حقوقو كې چې يوبل ته پرې قايل دي، د دريم هيواد اتباعوته هم جايز اوروا وبولي .
۴- د بشر حقوق اونړيوال حقوق :
د بشر داساسي حقونو مفهوم د هر انسان د هغه دازادۍ د فهرست په توګه چې د هغه نه بايد هر انسان ګټه واخيستلاى شي، دطبعي حقوقو ددوكتورين په واسطه رامنځته شويده . دارنګه رامنځته شويده چې هر وګړى د يوانسان اويو دطبعي حقوقو لرونكي تبعې په توګه دخپلو ابدي اوهميشني حقونو لرونكى دى. خوپه عملي ډګر كې دولت د حاكميت له حق نه د استفادې په اساس يوازې تر دومره بريده د خپلو اتباعو لپاره له بشري نظره په ازادۍ قايل ده، څومره يې چې لازمه بللې ده. دا امر د دولت په سياسي اوټولنيز خصلت اود پرمختګ په اندازه اوبالاخره داسې سيستم چې وكړي هلته ژوند كوي، تړلى ده .دولتونه د يو ې خپلواكې پدېدې په توګه په پرنسيبونو اواصولو كې دعامه اتباعو سره په رفتاركې ازاد دي. د لومړنۍ نړيوالې جګړې نه وړاندې دا ازادي يوازۍ له دوو لارونه د نړيوالو عمومي حقوقو په نسبت محدوده شويوه  : په ځانګړې توګه بيا بهرنيانو، دسلوك د روحيي معيار حد اقل په تد ريج سره پراختيا وموند ه يعنې ټول هغه حقوق چې دولت بهرنيانو ته د هغه په وركړه مجبور وو، ان تردې چې كه به يې خپلو وګړيو ته هم نه وركول  خو د بهرنيانو لپاره يې له هغه امتيازانو اوحقوقونه انكار نشواى كولاى. دبيلګې په توګه د شخصي ازادۍ ملاتړ، حيات اودارايي، ياحقوقي محاكموته رسيده ګي په ځانګړي توګه د داخلي اتباعو لپاره، ددولت ازادي د(بشريت ) د اصولو په بنسټ چې د هغه محتويات هم واضح اوروښانه نوو ، محدوده كړل شويوه .
له دوهم نړيوال جنګ نه راوروسته چې لومړى ځل وو، بشري نوي اساسي حقوقو د ملګرو ملتونو په منشور كې د نړيوالو عمومي حقوقو لپاره د يوې عمده سرچينې په توګه ديوه عامه طرز په توګه ځاى په ځاى شول . دا څواړخيزه د بشر داساسي حقوقو د رعايت اويوله بله سره د همكاريو اود دوى د راتلونكي د پرمختګ لپاره دملګروملتونو دسازمان په لارښوونه او اصولوسره سم دا وظيفه ور ورسپارل شوه . د۱۹۴۵ كال نه وروسته د ملګروملتونو منشور د بشري پرنسيبونه درج كړل .اوپه ځانګړې توګه د ملګروملتونو په واسطه د دوهمې مادې د اووم پراګراف چې ((دنوروهيوادونو په داخلي چاروكې نه لاسوهنه ))په اړه ده، چې په ټوليزه توګه يې د يومثال په توګه راوړلاى شو .
د بشر د اساسي حقوقو تدوين اونړيوال ملاتړ په دوو سويو سره  رامنځته شويده : له يوه لوري، د بشر د اساسي حقوقو ټوله سلسله سره راټوله شوه (لكه دبشر د حقوقو نړيواله اعلاميه، اودبشردحقوقو نړيوال پيمانونه ))اوله بله پلوه يوشمير ځانګړي نړيوال پيمانونه د بشر د حقوقو لپاره وقف شول (لكه دټولنيزو تاميناتو اوكار حقوق، دښځو سياسي حقوق، دغلامۍ له منځه وړل، نژادي تبعيض له منځه وړل اونور (( اود ملګرو ملتونو د سازمان تر څنګ د اختصاصي نړيوالو نماينده ګيو (استازځايونه ) موضوع په ځانګړې توګه د كار نړيوال سازمان، يونسكو اودبشردحقوقو نړيواله كميټې هم فعاليت درلود، اوپدې اړه يې تر اوسه فعال رول لوبولى دى .دبشر دحقوقو نړيواله اعلاميه اونړيوال پيمانونه چې له نړيوالې اعلاميې سره مربوط دي، دلومړي ځل لپاره ديومعين فهرست په توګه دبشر حقوق اوازادۍ د۳۰ مادو په ترڅ كې چې عمدتا دبشر اساسي حقوق اوازادي په سياسي اومدني ساحوكې رانغاړي، دملګرو ملتونو د عمومي مجمع له لوري تصويب، وروسته د دسامبر په لسمه نيټه په ۱۹۴۸كال په نړيواله كچه اعلام شول . ددې اعلامې په سريزه كې داسې راغلي دي : ((دټولو خلكو، دټولو مليتونو د هيلو د ګډ معيار په توګه دټولنې د هر فرد او ارګان په خاطر ددې اعلامې د دوامداره ساتلوپه نظركې نيولوسره بايد د تدريس اوزده كړو له لارې ددې حقوقو او ازادۍ دتشويق اواحترام په خاطر په پرمخ تلليو ملي اونړيوالو معيارونو سره دهغوى  د نړيوال اغيز ،پيژندلو اوملاتړ په خاطر بايد غړيو هيوادونو د خلكو اوددوى تر كنټرول لاندې سيمو باندې بايد هڅه اوكوښښ وكړو .))
د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه سره لدې چې د ځانګړيو ارزښتونو لرونكې ده خوسمه بشپړه لانوه اويوازې يوه برخه سياسي ازادي اود بشر حقوق پكې رانغښتي وو. نوځكه د پرلپسې كالونو په ترڅ كې د ژورو مطالعاتو نه وروسته د ملګروملتونو په ارګانونو كې د هغه مربوطه بشپړو پيمانونو دلاسليكولو لاره هواره شوه .
لكه څرنګه چې عمومي غونډې (مجمع ) په ۱۹۶۶ددسمبر په ۱۶مه دوه نړيوال پيمانونه : چې يود نړيوالو اقتصادي ، ټولنيزو اوكلتوري حقوقو پيمان اوبل د نړيوالو سياسي اومدني حقوقو پيمان اوترهغه اړوند پروتوكلونه دټولو نظرونواو اراوو په اتفاق سره تصويب كړل.
يوازې دپورتينو دوه پيمانونو په لاسليك كولو سره د بشر دحقوقو نړيواله اعلاميه بشپړه شوه اودا  دواړه پيمانونه دخلكو په خپل لاس دسرنوشت دټاكلو لپاره د دوى له لوري په رسميت وپيژندل شول اودبشر دحقوقو په وړاندې يې هر ډول تبعيض منع كړلو.
والسلام
ژباړن : امان الله ايمان  
له بينوا پښتو ويب پاڼې څخه په مننې سره