کرزي صيب کله چې د تلويزيون په سکرين ستا غمجنه څيره و ګورم ريښتيا چې ډير مې زړه درته بدشي آخر تاخو له ولس سره ژمنه کړې وه چې له افغانستان نه به دژوند کولو ځاى جوړوې خوته و نه توانيدې نوځکه اوس خواشينۍ يې چې خپله ژمنه مې پوره نکړه ، ماچې آن له لومړۍ ورځې ستا مرستيالانو ته کتل له ځان سره مې وويل چې والله که يې پرې شل کړې خوڅه وو ايم داټول ستا له خپله لاسه !
زه چې تا ګورم هره ورځ د ملي يووالي نارې سورې و هي خو دوهم مرستيال دې ستا احسان او نيکۍ ته ونه کتل د ميدان وردګو په بهسودوکې د وژل شويو هزاره ګانو په عکسونويې د دشت برچي ټولې کوڅې و لړلې او د فاتحې په نوم يې خپل قوم ته وويل چې و ګورئ کوچيانو داسې ظلم راخيستى ويښ شئ که نه نو ډيرژربه د پنځه انچه او شيږانچه ميخونو انتقام در څخه واخلي همدې ته وايي ملي يو والى او همدې ته وايي ستا د مرستيال وفاداري چې ستاله پلانونو او هيلو سره يې کوي .
هغه خولاڅه کوې دابل مرستيال ته دې ګوره چې ستا په غياب کې يې خبر يالانوته د مخدره موادو دقاچاقبرانو دلست کنج ورښکاره کړ خوتاچې د وزيرانو په شوراکې غوږوهنه ورته و کړه اود ده له لاسه دې نورو وزيرانوته هم تندى تريوکړ هغه نورې هم دوه پښې په يوه پايڅه کې ننويستې او داځل يې ددفتر کارونه پريښودل  برزو يې ځان ته کړ او فوټبال ته يې پيل و کړ .
دطلوع تلويزيون هم ستارازونه نه ساتي د روژې په ۲۳ يې ټولو ته وښودله چې که د ولس مشر لومړي مرستيال ته د قاچاقبرانولست معلوم دى نو فوټبال يې هم خوښيږي .
کرزي صيب تردې ځايه مې په ټوکو درسره خبرې کولې له دې وروسته زماداڅو خبرې واوره ترڅو پورې چې داسې مرستيالان ستا په څنګ کې وي نه خوبه ملي يووالى ووينې او نه به دې  شته ستونزو مخه ونيسې نو که غواړې چې په اداره کې دې بدلون راشي او ولس درنه خوښ شي نولږ له زړورتوب نه کارواخله په لومړي قدم کې دې د مرستيالانو غمه و خوره هغه د پښتنو متل دې چې وايي ( هر شي له خپلې لمنې او ر اخلي ) تا هم که رښتيا راباندې وايې له خپلې لمنې دې او ر اخستي مشاور دې په کرکټ پسې ورک وي يو مرستيال دې ايله فاتحې واخلي او دا بل مرستيال دې هغه دى فوټبال ته شروع و کړه نوته خپله فکرو کړه دا کارونه به څوک ورکړي او دا حکومت به څوک پر مخ بوزي؟
که زما منې تردې مخکې چې دغه اورستا  ستوني ته دررسيږي اداره دې له فوټبالرانو او بلډنګ سالارانو څخه پاکه کړه که نه نوستا واکمني او حاکميت به هم لکه د پخوانيو حکومتونو په شان يوازې د قير سړک په سروي او بس ، او که دې داسې ونکړل نو زه وعده در کوم چې د راتلونکي نسل د تاريخ د ښوونکو به لومړۍ پوښتنه په هره آزموينه کې همداوي چې د کرزي د واکمنۍ نيمګړ تياوې او بد بختۍ په مفصل ډول تشريح کړئ؟ او او سنى انا رشيزم به دمونوګراف او ماستړۍ د تيزسونو لپاره ښه موضوع هم وي لکه اوس چې ټولې خپرونې ترې ډ کې دي . په پاى کې دايوه خبره بله هم واوره زماانديښنه هغه ورځ زياته وي چې ته بهرته ځې او همدا فوټبالران ستا په ځاى سرپرستان وي !