د دونــیــا د نــعـمـتــونــــو خــــوږ نـعــمــت دی
هـر قــدم لانـدې د مــور پـروت هـم جـنــت دی
حــســن ، مــیــــنــه ، عــقــل واړه مــکــمــل شــي
په رښتـیـا د مــور دوعـا کـې پـروت حکمت دی
د مـــور مـیـنـه پـلـــوشــــې د ژونـــد خـــورې کــړي
پـــلــوشـــــې د مــــور د مــیــنـې لــــوی دولـــت دی
کــه د مــور خــــدمـــت تــــه مـــلا وي چــــا تـــړلـــې
پـــه ژونــــدیـــنــې جــــنـــتـي د دی قــســـمـــت دی
مــور سـره مـیــنـه مـکــمـل د زړه تــصـــویــــر کــړي
بــــغــــاوت د مــــــور د مـــیـــــنـــی هـمــاقــــت دی
پــاکــی میـــنــې پـښتـنــې مـــور غــیـږ تـه راشـه
پښــتــنې مــــور پــه جــولــۍ کــې تــل راحــت دی
پـــه خـــــوږه جـــرګـــه د مــــور مــــړېـــــدل نـــشـتـه
پروت د مــور مـیـنه کـې هـر یــو لـوی صـفـت دی
ســتـرګــې پــټـــې پــه بـــڼـــو زړه خــو دمــه شــي
د مــور خــولـې نــه ، پــه لــولــو کــې کــرامــت دی
دا بـیـداره ځــوی تــــه نـــاســتـه تــر ســـحـــره
شـپـه شــوګـــیـر د مـــور د مـیـــنــې مـحـبـت دی
پـــت ژونــدون او د بـــچـــي ســر لـــوړېــــدل دي
مـور د خــولــې نــه پــه دوعـا کې لـوی عـزت دی
د مــور مــیــنـه خــوشــحــالـتــیـا زړګـــي تــه راوړي
زړه دمـــــه د مــــور د غـــیــږ ې دا بـــــرکــــت دی
ســتـرګـــې مـــه خـــو پـــټـــوۍ د قـــلـم اوښـکــو
د نسیـم ســتـوري ویـــــنــا کـــــې صـــداقـــــت دی
راليږونکی :نسیم ستوری
د راليږونکي پته :pakhtyan_stori@hotmail.com
نيټه : 10-08-2008
يادونه : دريځ علمي اوكلتوري ټولنه له ګران اوقدرمن ورور ښاغلي نسيم ستوري څخه يوه نړۍ مننه كوي چې دريځ ګوري اودريځ لولي اودريځ يې پخپل يوه پاڼه شعرباندې ونازاوه . ګرانه دوسته : دريځ ستادريځ ، ستادقوم دريځ اوستادملي اواسلامي ګټودساتلودريځ هيله ده پخپله قلمي همكارۍ موتل يادكړې .
په تل پاتې كليواله پښتني مينه
ددريځوالوپه استازيتوب فضل الرحمن عمرخيل