پروت به ورته لار کې دپراډ پړى وي
چا چې زړه وهر چا ته ورکړى وي
هر کار ده اسانه خو لومړى به دې
پیټى دزحمت پر اوږو وړى وي
خدا یه زموږ دژوند په سلسله کې خو
مړى وي بیا مړى او بیا مړى وي
ډیر چې یې دولت وي سره او سپین لري
هغه وبد بخت قام ته پیاوړى وي
درومه دوحدت پر لار رسیږي به
هر څومره که دغه مزل ستړى وي
نور پر دې دنیا عمري څه غواړي
یار که درته ست دشونډو کړى وي
په پښتنه مینه
محمدعلي عمري
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.omure@gmail.com

نيټه : 04-08-2008

يادونه : دريځ علمي اوكلتوري ټولنه له ګران اوقدرمن ورور ښاغلي محمدعلي عمري څخه يوه نړۍ مننه كوي چې دريځ ګوري اودريځ لولي اودريځ يې پخپل يوه پاڼه شعرباندې ونازاوه . ګرانه دوسته : دريځ ستادريځ ، ستادقوم دريځ اوستادملي اواسلامي ګټودساتلودريځ هيله ده پخپله قلمي همكارۍ موتل يادكړې .

په تل پاتې كليواله پښتني مينه

ددريځوالوپه استازيتوب  فضل الرحمن عمرخيل