ميدان وردګ ولايت د افغانستان له اوسنيو ۳۴ ولايتونو څخه د مركزي افغانستان يو ولايت دى ، چى پلازمېنې( کابل) سره لويديځه پوله لري.ختيځ لوري ته په كابل او پروان او له جنوب ختيځ اړخه په لوګر او له لويدځې خوا نه په باميانو او غزني پورې نښتى دى. دغه ولايت دمحمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوره كې په1343 هجري لمريز كال رامنځته شو. په پيل كې يې مركز كوټ عشرو وو. وروسته د سردارمحمد داوود خان د جمهوريت په دوره كې يې مركز له كوټ عشرو نه ميدان ښار ته ولېږدول شو، چې لا تر اوسه همدلته دى.په اول کې ددې ولايت نوم يواځې ((وردگ)) وو. تراوسه يې په ځينو ادارو كې نوم ((وردگ)) دى خو د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته يې نوم دځائي وګړيو لخوا په ((ميدان وردگ)) اړول شوى دى . ((وردگ)) په اصل كې د كر لاڼيو((کرړې)) پښتنو يو لوى ټبر دى.خو ځينې وردګ ځانونه سيدان بولي،
چې يوه ناسمه ادعا ده. په خورشيد جهان كې دوى دسيداحمد گيسو د راز اولاده ښودل شوې،چې همدغه روايت خداى بخښلي ظفر كاكا خېل په خپل كتاب ((پښتانه د تاريخ په رڼا كې )) هم د خورشيد جهان په حواله را اخستى دى... دځينو حوالو پر استناد ((وردګ)) کلمې يادونه د هندي آريايانو په مقدسو کتابونو((ويدونو)) او د زردشتيانو په مقدس کتاب((اوېستا)) کې هم شوېده، چې له دې سر ددغه ټبر لرغونتيا تر 1800مخزيږدي کلونو پور رسيږي. وردګ له اصله سيدان نه دي خو د عر بانو او اسلام د سپيځلي دين له راتګ څخه وروسته به لږ ډېر سيدان يا عر بان ورګډ شوي وي اوله همدې وجې ځينې ځانونه سېدان بولي.البته يوه خبره د يادونې وړه ده، چې وردګ په پخوانيو آرئيائي اثاروکې هم ديندار خلک ښودل شويدي. دفولکلوري روايتونو له مخې منګل او ځدراڼ د وردګو وروڼه دي چې د كورنۍ شخړې په سبب سره بيل شوي دي. ددې روايت پخلى ددوى د ګړدودونو له پرتليزې مطالعې نه هم کيږي. دميدان وردګو ولايت مساحت د ۱۳۶۴ كال د مركزي شمېرنې د اسنادو پربنسټ (۹۰۲۳ ) كيلو مټره مربع دى، چې په دې حساب په لويوالي كې له ((لوګزهامبورګ)) نه درې ځله، له(( بحرين)) نه ديارلس نيم ځله، له((ډومنيكا)) نه ۱۲ ځله او له ((سنګاپور)) نه ديارلس ځله لوى دى.(؟) په كوچنيوالي كې د البانيې درې عشاريه يو ويشتمه،د بلجيم درې عشاريه يوڅلوېښتمه، د ډنمارك څلور عشاريه اووه ويشتمه او دعربي متحدو اماراتو نهه عشاريه اووه ويشتمه برخه دى.(؟) د نفوس له دركه د نړۍ تر څو هېوادونو زيات نفوس لري. ډېر وګړي يې په كرنه او مالدارۍ بوخت دي. سوداګري هم پكې دود ده.كرنيز پيداوار يې مڼې، توت ،ګيلاس، خورماڼۍ(زردالو)، شفتالو، كچالو ، غنم، وربشې، جواروريجې،نورې
غلې، دانې او سابه دي. دا ولايت د هېواد د څومهمو ولايتونو په لار كې پروت دى او دکابل غربي دروازه ده. له همدې کبله ځانګړى جيوپولټکي ارزښت لري. دلته د مېړنيو او تورزنو پښتنو شتون روسان له ډېرو كړاوونو او غلچكيو بريدونو سره مخامخ كړي ول او همداشان د انګرېزانو- پښتنو جنګونو پرمهال يې انګرېزان هم له له زياتو لالهندويو سره دوچار کړي ول. ولسوالۍ او اداري تشكيلات يې:
ميدان وردګ له مركز پرته اته ولسوالۍ لري،چې نرخ،سيدآباد ،چك،لومړى بهسود،دوهم بهسود، جلګه(دايميرداد) ، جغتو اوجلرېز نوميږي..
مشهور زيارتونه يې:
دافغانستان او ځينونورو اسلامي هېوادونو د وګړيو په څېر د ميدان وردګو خلك هم زيارتونوته ښه درناوى لري او د همدې درناوي له کبله ډېر زيارتونه پكې شته، چې يو شمېر مشهوريې دادي:
شاه قلندر بابا (کاکا خېل،چك)،اخوند بابا (سپين ښاره، چك)،خواجه محيات بابا (نېک پايقول دره، چك)،خواجه غربان با با (خليلي، چك)،صوفي بابا (سيبكه، چك)، ملابنارس په ملا كا كا شهرت لري (چاركه، مركز)، بوم (نرخ ولسوالۍ)،خرقه شريفه (كوټۀ عشرو، مركز )، شهيدانو زيارت (كوټه عشرو، مركز )،شاه قباد ولي (سنزى، نرخ )،خواجه صاحب (زايولات، جلرېز)،لوى ملا صاحب (شهاب الدين دره، نرخ)،سوبۍ (اميرښاره- تنګي دره، سيداباد) او يو شمېر نور زيارتونه يې ښه مشهور دي. تاريخي او مشهور ځايونه يې: دميدان وردګو سيمه د افغانستان له تاريخي سيموڅخه ګڼل كيږي.
دلته ډير داسې ځايونه شته چې كيندنو او څيړنو ته اړتيالري. كه وسپړدل شي دتاريخ ډير تياره ګو ټونه رڼو لاى شي. دا ولايت د تاريخي توکيو له نګاه نه دوهم درجه ولايت ګڼل کيږي. کاني مواد:
دمرمرو،سليټ او اوسپنې ډبرې پکې پيداکيږي. د معدني اوبو لپاره هم ښې زېرمې لري. دې سيمه كې تر اوسه طبيعي زيرمې سوچه پاته دي اوچندان لاس يې نه دى خوړلى. دغلته په راتلونكي كې هم د ښو زېرمو د راوتلو تمه کيږي.
د ميدان وردګو واليان :
هغه كسان چې په دې ولايت كې يې د والي په توګه دنده تر سره كړې، په لاندې ډول دي، لکه څرنګه چې په دې اړه رسمي سندونه راته په لاس ندي راغلي نو ښائي، چې څوک پکې پاته شوى وي او يا هم وړاندې وروسته راغلي وي:
داعليحضرت محمدظاهر شاه په دوره كې:
عبدالباقي يوسفزى ،محمد ابراهيم عباسي ، عبدالمالك ، عبدالصمدبخشي ، نوموړي د اعليحضرت ظاهر شاه له تلو نه يوه اووه نۍ وروسته خپله دنده پرې ايښې ده.
د سردار محمدداود خان په ولسواکۍ کې:
عبدالقادر قاضي ، امير محمد اميري
دنور محمد تره كي او حفيظ الله امين په دوروكې:
غلا م حسن خام (؟) ، عزيزالله وګړى ، محمود غفوري
د ببرك كارمل په دوره كې :
احمد جان رزم او غلام رسول يوسفي ، بسم الله عمر .
د ډاكتر نجيب الله په دوره كې:
محمد شريف نوري ، شېر محمد ولسيار ، حيات الله رازقي ،جنرال محمد ظريف امر خېل ، فضل الدين مهري .
د مجاهدينو اوطالبانو په اسلامي امارت کې:
ډاكټر عزت الله نوري ، ملا عبد الرشيد ، ملا عبد الصمد خنجدي ،ملا شمس الدين .
دلنډ مهالې ادارې له جوړېدو نه تر ننه پورې:
حاجي سيف لله احمد زى د۱۳۸۱ كال د غوائي له پنځمې نه د ۱۳۸۲ كال د زمري تر ۲۳ مې نېټې پورې. الحاج حميد الله توخى د۱۳۸۲ كال د زمري له ۲۳ مې نه د همدغه كال د تلې تر ۲۳ مې پورې. راز محمد دليلي د ۱۳۸۲ كال د تلې له ۲۳ مې نه د ۱۳۸۳ كال د كب تر ۱۳ مې پورې. ، عبدا لجبار نعيمي د ۱۳۸۳ كال د كب له ۱۳ مې نه د 1387 کال د غوائي تر درويشتمې پورې. دۀ دځينو ملحوظاتو پر بنسټ استعفى ورکړه، چې دولايت دو ګړيو لخوا يې داستعفى د نه مظورۍ لپاره لاريونونه هم وشول. دښاغلي نعيمي له استعفى نه وروسته په ميدان وردګ ولايت کې د علي احمد خاشع په نامه يو تن سرپرست والي وټاکل شو، چې تقريبا يوه مياشت پر دنده پاته شو. عبدالحليم فدائي: دى د چنګاښ پر شلمه 1387 ل.ل نېټه د ميدان وردګو ولايت والي ټاکل شوى دى. په ميدان وردګ کې مېشت ټبرونه: دلته په څلورو ولسواليو كې وردګ اوسيږي چې په ولايت كې د نفوس ډيرى برخه تشكيلوي. وردګ په چك، دايميرداد، سيد اباد اوجغتوو لسواليو كې اوسي،چې په درېيو خېلونو: مير خيلو ، مايار او نوري وېشل کيږي. مايار خداى بخښلي ظفرکاکاخېل په خپل کتاب (پښتانه د تاريخ په رڼا كې ) كې مهيار ليكلي چې ښائي د اردو ژبې اغېز وي. همدغسې خداى بخښلي كاكا خېل نوري (نورزي ) ليكلي چې هغه اصلاً د پښتنو قبيلو يوه بله قبيله ده. په نرخ ، مركز(ميدان) او جلريزكې امر خېل لوى ټبر دى چې په غلجه (غلجيو)ورګډيږي. همدغسې په دغو درېيو اداري واحدونو كې نور پښتانه ټبرونه هم استوګن دي، چې له هوتكو، عمرخيلو ، ابراهيم خېلو، حسن زيو ، اندړو ، ستانكزيو، ملاخېلو ، خروټو او نورو څخه عبارت دي. په لومړيو بهسودو او دوهمو بهسودو کې کابو ټول او په دايميردادو كې يوه وړه برخه هزاره ګان اوسي. په جلرېز او مركز(ميدان) كې يوه برخه پارسي ژبي هم مېشت دي. يادونه: دا ليکنه په لومړي ځل په 1385 ل کال د ميدان وردګ ولايت په يوې مهالنۍ مجله (ملي هدف) کې خپره شوې،چې اوس څه سموونې او حذفونې پکښې وشوې.
وروستۍ سمونې: 21-5-1387
يادونه : ددغې ليكنې ځينې انځورونه له لرواوبرپښتوويب پاڼې څخه اخيستل شوي ، دريځ ورڅخه مننه كوي .