پښتانه واړه سره یو دي
ورک دې اغیار شي چې به دوی جداکوینه
شعراو شاعر : شعر یوازې د ادب یوه برخه نده بلکه د پخوانیو پيښو او مالوماتو د لاس ته راوستلو یوه مهمه وسیله هم ده ځکه چې زیاتره هغه لرغوني اثار چې زمونږ تاریخ پيژندونکي پرې استناد کوي د شعربڼه لري. ددې خبرې ښه شاهدان د «اویستا» او «ریګویدا» لرغوني کتابونه دي. د غه کتابونه بل شی ندي، بلکه د هغه وخت د خلکو یانې د لرغونو اریایانو مذهبي سرودونه دي (مذهبی سرودونه د حمد او نعت په رنګه د شعر یوه خاصه څهره ده). همدغسې د پښتو ژبې پخوانی اثر چې مونږ ته راپاتې دی د امیرکروړ شعر دی چې لدې کبله شعر د خپل ادبي ارزښت په خوا کې پوهنیز(علمي ) ارزښت هم لري .
د شعر تعریف : ځنیې لیکوال شعر هغه کلام ته وائي چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولري . ځنې نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه ګني او د شعر تعریف داسیې کوي چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسې ادبي رنګ کې وکړي چې د اور یدونکي یا لوستونکي احساسات هم په هغه شان راوپاروي لکه څنګه چې د شاعر را لړزیدلی وي. که داسې کلام د بحر،وزن،ردیف او قافې د قید دننه وي هم شعر دی او که ددې څخه ازاد وي هم شعر دی .
که سړی دې تعریف ته انتقادي نظر واچوي نو وبه ویني چې مونږ ددې لپاره کوم میچ یا معیار نلرو چې د هغه پواسطه ثابت کړای شو چې د اوریدونکو یا لوستونکو احساسات په هغه شان راپاریدلي دي لکه څنګه چې د شاعر و، نولدې کبله ویلی شو چې د غه تعریف تیوریتیکي طبیعت لري او د عملي استفادې وړ ندی .
ددې لپاره چې د داسې یو تعریف لټه وکړو د کوم پواسطه چې مونږ په اسانئ سره وکولای شو چې شعر د نور و کلامونو څخه توپیر کړو نود هغه کلامونو څیړنه او تحلیل ضروري دی چې د پښتو په ادب کې په عمومي ډول د شعر په حیث منل شوی وي . خو په هر صورت سره، مونږ د شعر د تعریف لپاره هغه نښې نښانې او خصوصیات پوره ګڼو چې عام خلک د هغو پواسطه شعر د نورو کلامونو څخه د خپل لومړني ادراک په وخت کې په شعوري یا غیر شعوري توګه سره بیلوي یعنی کله چې یو سړی د لومړي ځل لپاره یو کلام واوري یائې ولولي نو سمدستي پوهیږي چې دغه کلام شعر دی او که نه .
ددې واقیعت له مخې ویلی شو چې په شعرکې باید هرومرو داسې څه پراته وي چې هغه په نورو کلامونوکې نه وي خو که چیرته سړی د نظم او ناظم اصطلاح ګانې د خپل تحلیل اساس وګرزوي نو دې نتیجې ته به ورسیږي چې په شعرکې د یوې یا ډیرونښانو او شیانو په اساس توري تنظیم او قانون بندي شوي وي . ددې نښو او شیانو د مالومولو لپاره یوې امپیری څیړنې ته اړتیا ده په کومه کې چې باید شعرونه او غیري شعرونه خلکو ته وړاندې شي او د هغوی څخه ددې پوښتنه وشي چې ولې دا شعر دی او دا شعر ندی .
دلته باید دا خبره هیره نه شي چې ځنې خلک شعرونه په نوو او زړو شعرونو ویشي خو که څوک دغسې نويو شعرونو ته سترګې وا چوي نو وبه ویني چې د غه د نارو (شعارو) څخه هیڅ توپیر نلري او یا د یوې بلې ژبې د شعر ژباړه ده چې د شعر خصوصیات ئې په ژباړه کې د لاسه ورکړي وي .
دغه ډول شعرونه د امیا نه شعرونو څخه هم توپیر لري امیانه شعرونو هغه شعرونه دي چې په ویلوکې د نورو شعرونو څخه هیڅ توپیر نلري خو د لیک دود پکې مراعات شوی نه وي ( (لکه دډبۍ په مشاعره کې دننګیالي شعرونه« پښتونخوا : د مضامينو او شعرونو ټولګه؛ ۵۸ مخ »)) او هغه شاعران ئې جوړوي چې د لیک او لوست څخه بی برخې پاتې شوي .
شاعر : ځیږموند فراید د شاعر د شاعرۍ لومړني پلونه په ماشومتوب کې ویني او لیکي چې« دماشوم په زړه پورې او ژور بوختوالي لوبې دي.»
ښائي چې مونږ د دې خبرې د کولو اجازه ولرو چې هر یو لوبې کونکی ماشوم د شاعر په شان سلوک کوي . دی په خپلولوبوکې ځانته یوه خاصه نړۍ جوړوي او که سمه افاده وکړو نو دی د خپلی نړئ شیان په یوه نوي او داسی نظم کې راولي چې دده خوښيږي . دا به نا حقه وي که فکر وکړو چې دغه ماشوم خپله دغه نړۍ جدي نه نیسي برخلاف دې خپله لوبه ډیره جدي نیسي اوپه زیاته اندازه احساسات په کې په کار اچوي. د لوبې ضد جدیت ندی بلکه حقیقت دی. سره ددې چې ماشوم د خپلې لوبې په نړۍ کې ډیر احساسات په کار اچوي خو د حقیقت نه ئې توپیر هم کولی شي او غواړي چي خپل غیرې حقیقي شیان او مناسبات په ښکاره او شته شیانو د حقیقي نړۍ پورې وتړي.
کله چې د غه ماشوم لوی شي نوبیا مجبور دي چې لوبې پریږدي اوهغه دندې (وظیفې) چې چم ګاونډ او چاپيریال ئې دده څخه انتظارلري سر ته ور سوي. خو کله چې سړی د یو شي سره عادت شوی وي٬ نو بیا ډیره سخته ده چې دغه عادت د لاسه ورکړي ولې چې هیڅ شی چې سړی ورسره عادت شوی وي د منځه نه ځي خو ځای ئې په ظاهري توګه یوبل شی نیولی شي .
څه وخت چې دغه ماشوم د لویانو پاوړی ته ورسیږی نو بیا د لوبو په ځای چرت وهي ځکه چې که دی اوس هم خپل د کوچنیوالي عادت پرې نږدي او لوبې کوي نو د ټولنی له خوا غندل کیږی .
دا باید هم وویل شي چې د چرت وهلو تولید کوم ثابت اونه بدلیدونکی شی ندی، بلکه دانسان د ژوند د هر حالت سره سم تغیر خوري . فکر او چرت (Phantasie)دواړه د معنوي تولید وسائل دي خو توپیر ئې یو د بل سره دادی چې فکر په حقیقي نړۍ او چرت په غیرې حقیقي او خیالي نړۍ کې د تولید باعث ګرځي . فکر د چرت مخالف قطب دی .
کله چې د انسان احساسات د دننيو یا بهرنيو علتونو له امله را وپاریږی او د فکر یا چرت سره یو ځای شي او هغه په کار وا چوي نو معنوي تولید یوه برخه ګڼلی شي یعنې هر معنوي تولید شعر ندی خوهر شعر معنوي تولید دی .
د شعر د جوړو لو په وخت کې باید د شاعر احساسات په دومره اندازه سره را پار یدلي وي چې وکولای شي چې فکر یا چرت په حرکت را ولي او په کار پیل وکړي . هر څو مره زیات چې احساسات فکر د شاعر په فعالیت راولي هغومره ئې شعر د حقیقي نړۍ پورې په مستقیمه توګه تړلی وي دا ددې مانا لري چې شاعر خپل شعر په رواجي او عادي ژبه جوړوي .
بر خلاف هر څومره چې احساسات چرت د شعر د جوړولو لپاره په فعالیت راولي هغومره شاعر په حقیقي نړۍ پورې لږ تړلی یا په بل عبارت سره په غیرې مستقیمه توګه تړلی دی او خپل شعر په نااشنا او غیرې رواجي ژبه جوړوي ځکه چې دی دلته په ډیره اندازه سره ازادي لري چې پخپل شعرکې داسې کليمې او توري د خپلې خوښې او راپاریدلو احساساتو سره سم بې لدې څخه چې د حقیقي نړۍ سره د هغوی ارتباط په نظرکې ونیسي استعمال کړي .
د فکر چرت او احساسا تو قدرت اوجریان او د دوی یو خاص تناسب شاعران په ډلو ویشي چې په عمومی ډول سړی درې ډوله شاعران جدا کولی شي چې یوې ډلی ته ئې سړی احساساتي اوفکري - بلې ډلې ته ئې احساساتي او چرتي او دریمی ډلې ته ئې احساساتي فکري او چرتي شاعران ویلی شي..
دلته دا سوال راپیدا کیږي چې ځنې خلک کولی شي چې صرف د فکر په زور سره شعر جوړ کړي او لدې کبله ضروري نده چې د شعر جوړولو په وخت کې د شاعر د فکر او یا چرت د احساساتوله خوا بدرګه شي . ددې سوال په جواب کې د سید رسول رسا سره یو ځای ویلی شو چې دا به یوازې د ور او غر د قافی برابر ول وي او هغه خوند او مزه به پکې نه وي کومه چې په شعرکې پرته وي او د شعر خاصیت جوړوي .
د شاعرانو دغه درې ډلې بیا په نورو وړو ډلو ویشل کیدلی شي چې مونږ دلته د مجلسي شاعرانو په مثال سره دا خبره جوتوو .
مجلسي شاعران مونږ هغه شاعرانو ته وا یو چې هم شاعر وي او هم خپله سندرې وائي لکه رحیم غمزده، حضرت باز، نواب او داسی نور...
په پخوانیو وختونوکې چې راډیوګانې کمې وې نو میلې او مجلسونه زیات و . کله کله به په دغه مجلسونو او میلوکې مجلسي شاعران یو د بل سره په سندروکې نښتل٬ چې کله به دغه نښتو په شپو شپو دوام وکړ او لا یو به هم لامت نه و .
عوامو خلکو به دغه شاعرانو ته بادي جوشي یا اتشي شاعران هم ویل . بادي ئې ور ته ځکه ویل چې کله چې به دغه شاعر شعر ووایه نو بیا به ترې هیر و. د شعر څپه به په شاعر باندې د باد په شان راغله او تیره به شوه. جوشي یا اتشي به دغه بل شاعر ته لدې کبله ویل کیده چې هر څومره چې به ده ډیر مجلس وکړ هغومره به تودیده او په جوش کې به راتلو.
کیدای شي چې د عوامو د خولې دغه خبرې د هغه څلورو طبقو سره ارتباط ولري چې د بادي٬ خاکي ابي او اتشي په نامه سره یادیږي.
که پورتنی مثال ته ځیرشو نو دې نتجې ته به ورسیږو چې بادي او جوشي شاعران دواړه احساساتي او فکري شاعران دي خود بادي شاعر توپیر د جوشي شاعر سره دا دی چې د بادي شاعر احساسات راپاریږي اوبیر ته مړه کیږي یعنې عادي بڼه نیسي او دجوشي شاعر احساسات چې راوپاریږي بیا په اسانۍ سره نه سړیږي.
د شعر او شاعر اړیکې : نن ورځ په ګرافولوژۍ کې دا منلې شوې خبره ده چې قلمي لیک د لیکوال د شخصیت سره مستقیم اړیکي لري او لدې کبله سړی کولی شي چې د قلمي نسخو په اساس د دغه نسخو د لیکوال د شخصیت تحلیل وکړي. دا چې په ګرافولوژۍ کې د قلمي لیک د تحلیل لپاره څه اصول شته دي او دا اصول زمونږ د لیک لپاره تر کومې اندازې پورې اعتبار لري یو داسې سوال دی چې زمونږ د بحث موضوع نده ځکه چې زمونږ د بحث موضوع شاعر سره د ده د چاپي شعرونو د روابطو سوال دی خو ددې سوال د روښانولولپاره د ځیږ موند فراید (Freud) او د یونګ (Jung) دغیر شعور اصطلاح ګانو ته لنډ نظر اچول پکار دي.
دفرایډ په عقیده ساوالي (روحي) پیښې یوازې په شعور کې پرتې ندي ځکه چې د شعوري موادو د تشریح لپاره نور مواد پکار دي کوم چې د شعور نه بهروي سربیره پر دې تجزیوي تجربې دا خبره راپه ګوته کوي چې د ساوالو ماهیتونویوه برخه داسې نا مالوم او غیري عقیدوي خصوصیت لري چې د مالومو شعوري پیښو سره په تضاد لکه د ځان پخپله مرګ.
دشعور د لاندې فرایډ یوه تمثیلی اصطلاح یعنې دساوالو پیښو څرنګوالی (کیفیت) پوهیږي . سړی کولی شي چې دا خبره پدې لاندی مثال سره پوره روښانه کړي . که چیرته مونږ یو ساوال عنصر د مثال په توګه خیال په نظر کې ونیسو٬ نو دا خیال د تل لپاره زمونږ په یاد نه شي پاتې کیدی وروسته د یوه څه وخت څخه زمونږ د یاده وځي او کیدای شي چې د ځینو شرائطو د لاندې مو بیرته په یاد شي نو دلته دا سوال راپیدا کیږي چې دا خیال پدې منځ کې چیرته و او څه پرې شوي و . مونږ ددې سوال په جواب کې ویلی شو چې زمونږ د یاده وتلی و یعنی چیرته پټ و٬ او که ښه افا ده وکړای شو نو وبه وایو چې دا خیال پدې وخت کې غیري شعوري و . ددی واقیعت له مخی فرایډ ساوالې پیښی او محتویات په دوه کتارو یعنې شعوري او غیري شعوري وویشل . ټولې ساوالې پیښې او محتویات چې اوس مونږ ته په یاد دي شعوري او کوم چې مونږ ته په یاد ندي غیرې شعوري و بلل .
وروسته له څه مودې فرایډ د خپلو تجربو په ترڅ کې د غیرې شعوري ساوالو پیښو او محتویاتو ساحه لاپسې تجزیه کړه اودوه ډوله فعالې ساوالې پیښې پکې مونده کړې . یو داسې فعالې ساوالې پیښې وې چې بې د کوموستونزو څخه په لږه پاملرنه شعور ته راتلای شوې او بل ډول ئې داسې پټې فعالې ساوالې پیښې وې چې د یوې ژوندۍ قوې پواسطه د شعور نه بندې شوې وې چې یوازې د ټاکلو شرائطو د لاندې په ډیرو ستونځو سره شعور ته راوړل کیدلی شوې.
دغه لــومړنۍ ډله د پټو ساوالو پیښو ئې د شعور تلې (Vorbewußtes) اوپه خپله د غیری شعور (Unbewußtes) کلمه ئې د دوهمی ډلې لپاره وساتله . ددې څیړنې څخه وروسته فرایډ شعوري او د شعور د تلې پیښې او محتویات د یوه خیل او غیري شعوري ئې د بل خیل وګڼل او د اځکه چې د شعور د تل محتویات هر وخت شعوري کیدلای شي کله چې ورته پام وشي اوبر خلاف شعوري محتویات د شعور تلې ته کوزیږی که پام ورته ونه شی .
مګرغیري شعوري محتویات د مثال په توګه یو خیال چې په غیري شعور کې پروت وي راسا شعور ته راتلای نه شي . لومړی باید د شعور د تلې په محتوی یا خیال او بیا په شعوري محتوی بدل شي .
د څې .ګ . یونک په نظر یه ساوالی غیری شعوري پیښې په شخصي غیري شعوري او ډله ایزو غیري شعوري پیښو ویشل کیږي . شخصي غیري شعوري پیښې په پاسنۍ برخه کې پرتې دي چې د ځانګړو محتویاتو خوی لري د ډله ایزو غیري شعوري ساوالو پیښو کړه وړه د ګډو او عمومي مالوماتو پواسطه ټاکل کیږي چې یونګ ورته ارشي تیوپ وائې .د ارشي تیوپ د تشریح لپاره یونګ د ارشي تیوپ نښانو ته چې په کیسو اوافسانو کې راځي لکه بلا، پیریان، شیشکه او داسی نورو ته ګوته نیسي چې د یوه نسل څخه بل نسل ته د ټولنې چم ګاونډ اوچا پیر یال پواسطه نقل کیږي او د سړي د غیري شعور په لاندې برخه کې چې ډله ایز غیري شعور دی میشت او دیره کیږي .
فرایډ او یونګ ساوالې پیښې په ډلو ویشلي دي چې په مختلفو برخو کې ځای لري خو دائې نده څرګنده کړې چې دغه برخې د انسان په کوم ځای کې دي . کیدای شي چې دغه برخې په حافظه کې وي ولې چې حافظه هغه قدرت دی چې پخواني مالومات ساتي او بې د تغیره ئې د ټاکلو شرائطو د لاندې یاد ته راوړي خو په هر صورت د ساوالو پیښو د مرکزیت په باره کې مختلفی نظری شته دی چې د هغوی تشریح مونږ ته دلته ضروری نه ښکاری ځکه چې د فرایډ او یونګ د غیري شعور اصطلاح ګانې ددې لپاره کفایت کوي چې مونږ پرې د شاعر سره د ده د شعراړیکې روښانه کړو.
کله چې یو ماشوم نوې نړۍ ته راشي نو وروسته د یوې یا درې ( (سمدستي نوې ځیږیدلي ماشوم ته تى نه ورکول کیږي بلکه لږ څه وخت وروسته چې ماشوم وچ شي . په هر کلچر کې د تي د وخت په باره کې بیل ډول دود دی)) ورځومو یا داېئ پدی پیل کوي چې د ماشوم دلوږې اړتیا د تي په ورکولو سره پوره کړي چې پدی توګه سره د ماشوم تماس د خپلی کورنۍ سره چې د ټولنیز کیدلو د عملي مبلغه ده پیداکیږي او د همدی ځای څخه دده لپاره د ټولنیز کیدلو عملیه پیل کیږي چې د ژوند تر پایه پوره ئې مخ په وړاندې ځي .
ددې عملیې په ترڅ کې د ژوند په مختلفو پړاونو کې مختلفې اړتیاوې منځ ته راځي. خویوازې هغه اړتیاوې سرته رسیږي چې د ټولنې د دود دستور او قوانینو سره په کومه کې چې سړی ژوند کوي برابروي .هغه اړتیا وې چې د ټولنې د دود دستور او قوانینو(×××) سره سمون نه خوري د ټولنې له خوا غندل کیږي او پوره کیدل ئې منع او په جزا محکوم دي لدې کبله ددغه اړتیاو د پوره کیدلوهیلې په غیري شعور کې ځای نیسي او پټیږي خو دبلې خوا د سرته رسیدلو هڅه د لاسه نه ورکوي او دیوې داسې ساوالې لانجې بڼه نیسي چې د یوې خوا باید حل شي اودبلې خوا ئې حل کیدل منع دي نو په چرت او خیال کې ئې د حل کیدلو هڅه کیږي .
همدا علت دی چې ځیږمونډ فرایډ د اړتیاو(غریزو) د سرته رسیدلوهیلې دچرت محر که قوه ګڼي او لدې کبله هرچرت د یوې هیلې د سرته رسیدلو اویا د یوې لانجې یامسلې د حل٬ چې تاداو ئې په منع شوو هیلو ولاړ وي مانا لري. هر څومره چې سړی زیاتې هیلې او ارمانونه په زړه کې ولري هغومره ډیر چرت وهي . اکثره وخت سړى خپل چرت د نورو خلکو څخه پټوي .
کیدای شي چې سړي ته ځان یوازې ښکاري چې ځانله دي دغسې شیانو کې چرت وهي او یا د دې څخه ډاریږي چې د ټولنې له خوا به په سزا ورسیږي ځکه چې په هر چرت کې د منع شوو او سرته نارسیدلوهیلو د پوره کیدلو اراده پرته ده یا په بل عبارت سره په چرت کې د هغه مسئالو او لانجو د حل نیت پروت دی چې د سرته نارسیدلو او منع شوو هیلو په نتیجه کې پیدا شوی دی .په لنډه توګه سره ویلی شو چې هغه هیلې او ارزو ګانې چې د ټولنې له خوا د تل لپاره منع وي (او هم ددغه هیلو او ارزو ګانو د سرته رسیدلو فکر) غیري شعور ته فرار کیږي٬ خو تل د سرته رسیدلو هڅه کوي چې له دې کبله دغیري شعور څخه د شعور تلې ته راځي او د هغه ځای څخه کله کله کډه کوي او په چرته کې دیره کیږي ځکه چې په حقیقي نړۍ کې ئې څرګندونه په جزا محکومه ده.
دلته باید دا هم یاده شي چې هغه هیلې او مسائل چې د ځینو ټولنیزو شرائطو د لاندې څرګندو نه او حل کیدل ازاد وي او د ځینو ټولنیزو شرائطو د لاندې بیا نه وي نود شعور په تل کې دیره کیږي او د حقیقي نړۍ سره ئې بشپړ اړیکي نه شلیږي خوکه ددغه هیلو او همدغسې ددغه هیلو څخه د پیدا شوو مسائلو لپاره د بندیز ټولنیز شرائط ډیره موده دوام وکړي نوبیا ددې امکان هم شته دی چې دوی د شعور دتل څخه غیري حقیقي نړۍ یعنې چرت ته لاړې شي نولدې کبله چرت د سرته نارسیدلو هیلو او مسئلو کور او ځای دی . خو کله چې د سړي احساسات راوپاریږی نوبیا د جزا څخه دومره نه ډاریږي او جرئت ئې زیاتیږي . ملي شاعر ملنګ جان هم زمویږ د اخبره تائیدوي .
حق به وایم سمدستی که وژل کیږم
جــذبـات د شــاعـرۍ دی نه ویریږم
شاعران همد غه خلک دي چې د خپلو راپاریدلو احساساتو په وخت کې خپلې سرته نارسیدلې او فرار شوې هیلې د شعور د تل او یا د چرت څخه را اخلي او په داسې جامه کې د شعر پواسطه ټولنې (حقیقی نړۍ) ته بیرته وړاندې کوي چې د یوې خوا په سزاونه رسیږي او د بلی خوا ئې هیلې د عمل جامې واغوندي . پدې برخه کې شاعران د مختلفو تخنیکونو او طریقو څخه کار اخلي چې مهم ئې د « نومولو تخنیک» دی . دلته شاعر شیان او مسائل په خپل اصلي نوم سره نه، بلکه په بدل نوم سره په خپل شعر کې مطرح کوي او په دغه بدل نوم د اصلي شیانو او مسائلو تمثیل په غیري مستقیمه توګه کوي٬ چې یو شمیر شاعران پدې برخه کې لکه غني خان او سیلاني افغان د حیواناتو د نومونو څخه کار اخلي او پوره مهارت پکې لري ((د ډبۍ په مشاعره کې د سیلاني افغان د مستو کارۍ شعر ته ددې تخنیک د پوهیدلو او زیاتو معلوماتو د لاس ته را وستلو لپاره پام کولی شي «پښتونخوا : د مضامينو او شعرونو ټولګه؛ ۵۸ مخ»)).
په لنډه توګه سره ویلی شو چې ساوالې پیښې اومسائل په درې برخو ویشل کیدلی شي چې شعوري، د شعور تلې او غیري شعوري دي . غیري شعوري بیا په ځانګړو او ډله ایزو غیري شعوري ویشل کیږی .
شاعران خپلی غیري شعوري هیلې او مسائل چې د شعور تلې ته راغلي وي او یا د شعور د تلې څخه چرت ته تللې وي په داسې حال کې چې احساسات ئې را پاریدلي وي را اخلي او په خپلو شعرونو کې مطرح کوي . لکه څنګه چې غیري شعوري پیښې او مسائل په ځانګړو او ډله ایزو ویشل کیږي همدغسې شاعران هم سړی د دوی د هیلو په اساس په ځانګړو(فردی) او ډله ایزو شاعرانو ویشلی شي . دلته باید د شاعر دشعر محتویات وکتل شي چې ډله ایز مسائل په کې پراته دي او که ځانګړي . که څه هم د ډله ایزو او ځانګړو مسائلو توپیر ډیر سخت دی خو په عمومي ډول سړی ویلی شي چې ډله ایز هغه مسائل دي چې د یوې ډلې یا کوم ملک او یاد کومې ایډولوژۍ نمایندګي وکړای شي . پدې توګه سره ملي شاعر دی چې د ده د شعر محتویات د یوه قام (ملت) ګډې ارزو ګانې او مسائل وي .
همدغسې انقلابي شاعر هغه شاعر دی چې د ده په شعر کې د کارګرو او دهقانانو د طبقې هیلې او مسائل پراته وي .
پدی اساس شاعران سړی په مختلفو ډلو او ګروپونو ویشلی شي . دا باید هم یاده شي چې ځنې داسې شاعران هم شته دي چې د شعر محتویات ئې د مختلفو ډلو د مسائلو او علائقو نمایندګي کوي . پدی حالت کې باید هرې ډلې ته منسوب شعرونه د کمیت له لحاظه درجه بندي شي . د درجه بندۍ لپاره سړی یوبیت یا یوه مصرع د واحد په حیث استعمالولی شي .
د کومی ډلی شعرونه چې ترټولو زیات وي همدغې ډلې ته سړی دغه شاعر منسوبولی شي . دا چې په کومه اندازه دغه شاعر د دغې ډلې سره ورته والی لري او ددغه ډلې په هدفونو او مسائلو په حل کې برخه اخلي د شاعر د رول د تحلیل پواسطه چې په شعر کې پروت دی اټکل کیدلای شي ځکه چې هر شاعر کې د یو چا٬ یا څه شي سره ځان مشابه او ورته کوي او یو رول لوبوي د مثال په توګه د ګل، بلبل، تندر٬ ناصح٬ کتونکي ٬ تماشاکونکي د یوې ډلې دغړي یاد کومې ایډ ولوژۍ د نماینده د یوې ډلې د مشر یا مبلغ او داسې نور رولو نه لوبوي .
دلته باید وکتل شي چې شاعر د دغې ډلې په هدفونو مسائلو کې څه رول لوبول غواړي یوازې د ډلې د هدفونو او مسائلو تمثیل د یوه کتونکي په حیث کوي اوکه ددغه ډلې د مسائلو او هدفونو په حل کې ددغې ډلې د غړي یا مشر یا کوم بل څه په حیث فعاله برخه اخلي او د مسائلو د حل لپاره نظري٬ پیشنهادونه٬ ابتکارونه وړاندې کوي اوکه نه !
دبورژوازۍ په ایډولوژۍ ملبس شاعران یوازې د د طبقاتي ټولنې د تضادونو تمثیل کوي او ددغه تضادونو دحل او منځه وړو لپاره کومه نظریه نه وړاندې کوي او د بدلون اراده نلري . دلته باید دا خبره هیره نه شی چې د شاعر د یوه یا یوڅو شعرونو په اساس چې د کومی ډلې پورې اړه لري باید قضاوت ونه شي بلکه د ده د ټولو یا اکثره شعرونو په اساس چې ددغې ډلې پورې اړه لري ځکه چې یو شاعر پخپلو مختلفو شعرونو کې مختلف رول لوبولی شي حتی په یوه شعر کې هم ممکنه ده چې شاعر ډیر رولونه ولوبوي .
---------------------------
(×××)قانونونه زمونږ په عقیده په دوه ډوله دی مصنوعی قانونونه او طبعی قانونونه :
مصنوعي قانونونه هغه قانونونه دي چې د خلکو له خوا جوړیږی( لکه حقوقی قانونونه ) او اکثره وخت د هغه خلکو له خوا منځ ته راځي چې قدرت ئې په لاس کې وي له همدې کبله ددغه خلکو د ګټو د ساتلو په خدمت کې دي.
طبيعي قانونونه هغه قانونونه دي چې د خلکو له خوا په ارادي توګه نه جوریږي بلکه د خلکوله خوا درک اوموندل کیږي .
اخستونځی :
1
سیدرسول رسا:ادبي تنقید« یونیور ستي بک ایجنسي خیبر بازار پیښور
2
S.Freud: \\\\\\\\\\\\\\\"Das Unheimliche; Aufsätze zur Literatur\\\\\\\\\\\\\\\", Vlg.Fischer 1963
3
S.Freud: \\\\\\\\\\\\\\\"Gesamelte Werke\\\\\\\\\\\\\\\"; Bd 13, Vlg.Fischer 1968
4
C.G. Jung: \\\\\\\\\\\\\\\"Bewusstes und Unbewußtes\\\\\\\\\\\\\\\", Fischer Bucherei, 1957
5
د ملنګ جان :« خوږې نغمې» پښتو ټولنه
ډاکتر کبیر ستوری
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
راليږونکی : ايمل
د راليږونکي پته :stori@kabirstori.com
نيټه : 22-08-2008