ای ښـکلـیـه ستـا د حـسن پـلــوشــې بــه مسکیدې
ستا سـترګــو پــښــتـنـو کـې بــه د ورایـه ځـلـیـدې

یو ټـال دې پـکــې جوړ کړو ښه د میـنـې مـزیـدار
د مـیـنـې پـه ټـالـۍ پــه زنـګــیـدو بــه خــوریــدې

سـجــده د عـبـادت وه تــا د میــنـې کــړه یــاري
د مـیــنـې عـبـادت کــې دې سـجـدو تــه ټـیټـیــدې

انـګار د مـحــبــت ؤ سـره لـمــبه شـولـه د میـنـې
د مــیــنـې سـره لــمــبـه وه پــه لـمـبــو بــه ســـوزیـــدې

بــنــډار د عــاشـــقـۍ ؤ د میــنــې پـه انــګـړ کـې
د مـیـنـې دې انــګــړ تــه پــه راتــلــو نــه مــړیــدې

د مـیــنـې پـــیـمـانــه وه د نسـیم سـتـوري په لاس
پـه تـول د مـیـنـې تــول ؤ پـه تــولــو بــه زیـاتـیـدې

 

راليږونکی :نسیم ستوری
د راليږونکي پته :
pakhtyan_stori@hotmail.com
نيټه : 09-09-2008

دلته ئې په غږ کې واورۍ
http://de.youtube.com/watch?v=MzZ4aLd5q4E&feature=related

 

يادونه : دريځ علمي اوكلتوري ټولنه له ګران اوقدرمن ورور ښاغلي نسيم ستوري څخه يوه نړۍ مننه كوي چې دريځ ګوري اودريځ لولي اودريځ يې پخپل يوه پاڼه شعرباندې ونازاوه . ګرانه دوسته : دريځ ستادريځ ، ستادقوم دريځ اوستادملي اواسلامي ګټودساتلودريځ هيله ده پخپله قلمي همكارۍ موتل يادكړې .

په تل پاتې كليواله پښتني مينه

ددريځوالوپه استازيتوب  فضل الرحمن عمرخيل