غزل
علم ګل سحر
نظر مې شي ستومانه ، بېرته ستا رخسارته راشي
بې كوره مسافر دى ، نا اشنا ديار ته راشي
په سترګو كې ځاى نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي
يو ستړى كليوال ، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته ، مرغۍ بيرته مارته راشي
يتيم چې په ژړا شي ، ميره بيا څپېړه وركړي
ماشوم كه څوك خپه كړي ، په ژړا به پلارته راشي
هندارې ټولې ماتې كړي ، څوكاڼې دلته پريږدي
يو څو لېونيان ووځي ، يو څو بېرته ښارته راشي
په كور كې څراغ نه لري ، چې كښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي ، سحر ځكه يار ته راشي
دروېش دورانى
توره د بل ده مګر آس وماته ستا ښكارېږي
په دغه قتل كې هم لاس وماته ستا ښكارېږي
زما په اوښكو دي پايښت دى د جانان غروره
پاس پر اوبو باندې اساس وماته ستا ښكارېږي
هغه تور رنګ ، هغسې ستوري دي پراته ورباندې
د شپې په غاړه دا لباس وماته ستا ښكارېږي
ته چې ما وژنې خو نو زه به له غمونو خلاص شم
په دغه كار كې هم اخلاص وماته ستا ښكارېږي
چې زموږ ښار هم دى ولاړ دى پر ككريو باندې
دروېش دا هسې وسواس وماته ستا ښكارېږي
ځانه!
خوشال خليل
چې ددنيا داټول غمونه مې قلم ته راوړم
او بياكاغذ ته ځير شم
دا اوتې بوتې پكې ډيرې وينم
هسې يوه نيمه خبره پكې
هغه چې سوچ غواړي لږ فكر غواړي
نورې كينې وې پكې ، نورې عقدې وي پكې
ماته چې ځان لاسم سړى ښكاريږي
پوه شم چې زه څومره له كركې ډك يم
نو اخري حكم په ځان صادر كړم
چې ملامت يې ملامت يې ځانه