نويو څيړنوبيا په ډاګه کړه چې پښتانه دافغانستان اکثريت اوسيدونکي دي

 د اصولو له مخې خو د افغانستان ټول خلک افغانان دي، او د مساوي  حیثيت او مساوي  حقونو لرونکي دي او بايد هر فرد يي مهم او ارزښتمن وګڼل شي.

د دې لپاره چې  پرمختيايي زيرمې په عادلانه  ډول وويشل شي د وګړو په باب د معلوماتو  موجوديت ډیر مهم دی چې دا څرګنده کړي په کومه سيمه کې څومره خلک اوسيږي.

د دې معلوماتو په برخه کې دوه مسلې حساسې دي: دقوم او ژبې په باب معلومات. اوس په زياترو هيوادونو کې  دقوم په باب  هيڅ معلومات نه راټوليږي، ځکه هيڅ قوم دکومو خاصو حقوقو مستحق نه دی خو دژبې په باب معلومات ځکه مهم دي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړه اودژبو ټولوویونکو ته  په خپله ژبه دمعلوماتو رسول يو بشري حق دی.

په افغانستان کې زیاتره شيان سرچپه دي. بهرني یرغلګر زموږ په مليونونو خلک وژني خو چې ماته وخوري نو بيا يو قوم دبل پرخلاف لمسوي او دا غلطه مسله عنوانوي چې دې قوم دهغه بل قوم حقوق خوړلي دي. دوې دسمو معلوماتو پرځای غلط معلومات خپروي ، خلک راپاروي او حقیقتونه  تحريفوي.

سره له دې چې په تيرو پنځوسو کالونو کې دبيلابيلو 16 علمي ماخذونو دمنځني حد په توګه پښتانه په افغانستان کې داوسيدونکو 61% جوړوي، خو دهيواد او ملت بهرنيو دښمنانو ددې شميرې دکمولو لپاره ډيرې ناروا هڅې وکړې. دوې کله داخبره کوله چې پښتانه په جهاد کې ډير شهيدان شوي نو اوس اکثريت نه دي. ځينو به داخوبونه ليدل چې دوې زياتره مهاجر شوي دي او بيرته به هيواد ته راستانه نشي .

دافغانانو ديووالي دښمنانو وروسته يو ه بله فرضيه راوويسته او هغه داچې  په افغانستان کې قومي اکثریت نشته او ټول قومونه واړه واړه دي، خو ژبنی اکثريت وجود لري او هغه ددري ژبو اکثریت دي.

داخبره  شته چې دير شمير پښتانه هم  دري ژبي شويدي. هزاره، ايماق او ځينې نور قامونه  هم دتاجکو په شان دري وايي خو دوې دغه سروې چيرته وکړه چې دغه دبيلابيلو قامونو دري ژبي دافغانستان اکثريت خلک دي.

يوه بله نااشنا کیسه داده چې دبن دتړون په يوه ضميمه کې هم داليکل شويدي چې دافغانستان په دولت کې به پوستونه دقومي تناسب له مخې ویشل کيږي: 33% پښتنو ته(پښتو ژبو او دري ژبو پښتنو ته) ، 27% تاجکو ته ، 17% هزاره و ته …… چې دادمنځنيو پيړيو ويش يوازې په دې بدمرغه ملت تپل کيږي، که نه وي دولتي او نادولتي پوستونه خو دتحصيل،تجربې او کفايت له مخې ویشل کيږي او په دغسې حالاتو کې قوم او ژبه کوم معيار نشي کيدای. دځنګل ددې ويش سره سره هم په دولتي  ادارو کې دپښتنو سلنه د14 نه تر20  پورې ده او دې 33% ته هم نه ده رسيدلې.

دژبني اکثريت دادعا دثبوت لپاره دمرکزي احصايې ادارې  دملګرو ملتونو دوګړو صندوق ټولې پيسې ولګولې چې خپله دروغجنه دعوه ثبوت کړي ، سره له دې چې دقوم پربنياد ویش تحميل شوی خو د2004 کال دکورونو او خلکو دشمير په سروې کې دقام پوښتنه نه ده شوې او دژبې پوښتنه شوې ده، دپښتنو زياترو سيمو ته هيڅ ټيمونه نه دي ليږل شوي او که ليږل شوي هم دي ، دپښتنو شميره يي ډیړه کمه ليکلې  ده چې په دې باب داولس شکايتونه بيا بيا دهر چا غوږونو ته رسيدلي دي. دهمدغو ناقصو معلوماتو ملي پروفايل بشپړيدل څوموده مخکې دمرکزي احصايې دمشر او دملګرو ملتونو دوګړو صندوق داسيا دبرخې درئيس له خوا مطبوعاتو ته اعلان شو، چې دتوطيه ګرو دټولو هڅو سره سره بيا هم دپښتو ژبې ويونکي دهيواد اکثريت جوړوي. ددغه پروفايل په    29 مخ کې راغلي دي :

سره له دې چې دقوم په باب موږ له خلکو پوښتنې نه دي کړي خو دژبې په باب پوښتنې دامعلومات رابرسيره کوي : .دافغانستان 90% خلک په پښتو يا دري خبرې کوي چې په دې 90% کې 56% په پښتو او 44% په دري خبرې کوي. په پاتې لسو کې يې ترنيمايي زيات په ازبکي او پاتې په نورو وړو ژبو خبرې کوي. 

که پښتو ژبي په 90 کې 56 وي نو په سلو کې 50.4  راځي او دري ژبي په سلو کې 39.6 راځي. خو دلته بله خبره ده، هغه داچې ټولو ته پته ده چې په لکونو پښتانه په هرات،کابل او نورو سيمو کې اوسيږي چې ژبه يي دري شويده که ددوې سلنه ډيره ټيټه هم ونيسواو يواځې 10% يي وګڼو نو پښتانه 60.4% کيږي.  داچې  ټیمونه دپښتنو کليو ته نه دي تللي  او يا يي دپښتنو شميره کمه ښودلې ده نو 10% نور هم زياتيږي ، چې 70%  کيږي. که راغلي مهاجرين ورسره وشميرو فيصدي لاهم زياتيږي، نو اوس بايد دافغانانو دښمنان پوه شي چې پښتانه ددې هيواد اکثريت اوسيدونکي دي، په همدغه پيمانه  يي دهيواد په آزادۍ کې قرباني ورکړې  او په همدغه پيمانه دحقوقو مستحق دي.

موږ د متمدنو انسانانو په توګه په قومي بنياد ويشنه اوس هم نه تائيدوواو سره له دې چې پښتانه د 70% په حدودو کې په دې هيواد کې  موجوددي، غواړو دولتي او نادولتي څوکۍ دپوهې، زده کړې ، تجربې او کفايت له مخې وويشل شي او ټولې پرمختيايي منابع دهيواد په افرادو په مساويانه او عادلانه ډول تقسيم شي او ترټولو اړو ته دې ترټولو لومړی پاملرنه وشي که هغه دهر قوم وي، دهرې ژبې ويونکي وي، او په هره سيمه کې اوسيږي. هرڅوک چې دافغانستان وي، هغه افغانان دي او دهيواد دمساوي حیثیت او حقوقو لرونکي بچيان دي. 

 

له دعوت پښتوويب پاڼې څخه په مننې سره