له ګمانه تر يقينه پورې لاره
له دعا نه تر آمينه پورې لاره
د دوه ستورو فاصله وه په اسمان كې
له دوزخه تر جنته پورې لاره
خو ما دالارې كړې لنډې
كله تلمه په سينه كله په منډې
ستا تر كلي ، ستا كوڅې ته ستا تر كوره پورې راغلم
زه اوته اوس يو قدم يوسره لرې
خو پوهېږې چې دا يو ګام لاره څومره فاصله ده ؟
لا هم دومره لاره پاتې
چې دوزخ او جنت ډېر سره نږدې دي
د اسمان ستوري د يوه كلي كورونه راته ښكاري
له ګمانه تريقينه
له دعانه ترآمينه
بس له خولې نه تر زړه لار ده ښكليه ياره
خو لا زه او ته ډېر لرې يو جانانه
منځ كې يو ګام فاصله شته
هسې ګام چې
اخيستو ته يې زمونږ عمرونه لنډ دي