دسولې سندره
زرلښت حفيظ
ای د وطن پيغلوغبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې تـــــه جنډۍ تړئ نذرونه په زيارت کيږدئ
***
جوړ کړئ قطـــارونه په هوا کې د سپين غر پـــه لور
پـــــاس پـــه اسمانو کې ځي لړۍ لړۍ تورغر په لور
والــــوزئ شاهين شــــئ قطارونه د خيبر په لــــــــور
بيا د سولـــې غږ شئ د پښتون د لوې ټبر پـــــه لور
***
زرکې په شان لاړې  ارمانونــــــه د غيرت کيږدئ
سولـــــې ته جنډۍ تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ
***
بيا چې بورې نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې نه شي دوطن دا ګلالۍ ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانه ورم د تنکـــــي بچي
بيا بدله نه شي په ويرونو دازمونږ ښـــــادي
***
جوړتری بيرغـــونه سرۀ شالونه په زيارت کـــيږدئ
سولـــې ته جنــــډۍ تړئ لاسونه په زيارت کـــــيږدئ
***
خدای خو لوې بادشاه دی که قبول مودا سوالونه شي
ختم شــــي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيــــــا (حفيظ) شي ښاده د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر خــــــوا ته مستي وي د ډولــــــونو اوازونه شي
***
خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولــــــې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ