يوه اوښکه مي را توې شوه پکښې ډېر وو ارمانونه
نۀ  پوهېږم څنګه يې ځای کړل؟ د د نيا دنيا غمونه
ټول غمونه په کښي ځای شول دا را ولـــــويده له سترګو
بې اختياره رانه ولاړه چې پکښې مې وو رازونه
دغه اوښکې مرغلرې له ليمو څخـــــه مــي تللې
ارمانونه په کښي نغښتي په ارمان راتوئېدلې
دا سمبول ؤ د غـمـونو، د غـمونو اود رد ونـــــو
په اختيار نه وې توئی شوي دغه ښکلي مرغلرې
په ارزښت او په قيمت کښي لوړه اوښکه
ولې مفته را نه ولاړه دغه اوښکه
د ارزښت او دقيمت بهايې نشته
بې قيمته بې بها ده سپينه اوښکه
چېري ، چېري پيداکــيــږي مرغــلـــري
په هرځای کښي چې احساس وي راتوئيږي
په هرچا کښي چـــې اد را ک وي پېداکيږي
د هرچا چي وي غـمونه يادردونه توليديږي
زما څوځله ليمو ته اوښکي راغلې
مرغلرې مې ضائعې کړلې له سترګو
زما څوځله با ڼۀ په اوښکو لوند شول
ما ته اوښکي پربا ڼواوسترګوراغــلې
ما د اوښکې په قيمت هېواد خپل ترک کړ
ما هيواد ته خپله اوښکـــه وراهـــدا کړه
بيامې اوښکې شوې راتوې چي مسافرشوم
زۀ د اوښکوپه لوئيدوسره ظهيرشوم
هره اوښکه مرغلره ده انسان ته
مرغـلـره معـتبره ده جــهـا ن ته
د ننګيال بڅرکي اوښکې نن سوغات شوې
بې اخــتــيــاره چې وتــلــي د هــيــواد شوې