څانګو پناه كــــــــــــــــــړيدى ګلــــونو پنـــــاه كړيـــــدى
ګل رانه په خــــــــــــــداى ګو ديوالونوپناه كـــــړيدى
خلكو راته شيــــــــــخ وايې چې مه ورځه ګنــــــاه لري
دلته كې جانان خو كــــــــــــــــــتابونو پنــــاه كــــــړيدى
خداى به يې د سولې امنيت په شپو كـــــــې راولــي
اوس مې كه ملګرى هــــــــــــجرتونو پنــاه كـــــــړيدى
چپ شه بس اغياره داسې مــــــه وايــــــــه خفه به شي
رابه شي په خپله كه وخـــــــــــــــتونو پنـــــاه كـــــړيدى
ورك دغه غرونه شي چې سمي شي او دښتې شــــي
خوست رانه د جګو جګــــــــــو غرونو پنـــــــاه كړيدى
دلته يې مه ګورى چرته پروت به په كوم غره كې وي
آه!كمال سادات خو پيغــــــــــــــــورونو پنـــــاه كړيدى