د خټو وران کلی

عبدالحفيظ مليار - ويانا

د اروپا ښکلو ښــــارو کښــــې ګــــرځــم
د خټو وران کلــــے مــــی نـــــه هيريــــــږی
ما چی خاپوړې پکښی کـــــړې خلـکــــو
هغه جانــان کلـــی مـــــی نـــــه هيريــــږی
هغه ښا يسته د ماشومتوب وختــــونـه
هغه ښا يستـــه د لېونتـــــوب وختـونــه
ليندۍ پنډوس او خوسۍ لوبی به وی
لکـــه مجنـــــون د مئينتــوب وختـــــونه
نجونې ګودر تــــه تلـــی روانی بـــــه وی
پـــــه شـــــان دزکې خرامـــانــې بــــــه وی
پـــه دې لاسو بـه يـــي منګــــی ډکــــــول
څــــومــــره باننګــــه قـــــدردانې بــه وې
اوس مې آ شاړ شانتې ګـودر ياديــږی
آ هــــر پښتون راتـــه دلبـــر يـــــاديـــــږی
په محبت چی به مو غيږ کښی نيــــول
هغــه ميلــــې مـــــو د اختر يــــاديــــــږی
حفيظ مليــــار يمـــــه هجـــران ځپلــــــے
خمـــــارو سترګو د جـــــانـــان ځپلــــــــے
زړګے مې دلته پټ ګوګل کښې ژاړی
زۀ يمـــــه درد افغـــــــانستان ځپلـــــــــے