غزل

عـادل اڅکزی/چمن سهېلي پښتونخوا


 

 

 

ستا په ديدار ستړی دماغ هــوسايي مــــومي
لکه د ورځي چـــي څــراغ هــــوسايـــي مـــــومي
د ناز کتل يې اندېښنـــــې پـــــه راحت مينځـــي
شبګير وجود مي په فراغ هــــوسايــــي مــومي
هجــــران ځپلی چـــي په وصل کـــي لاهــــو شي
بيا يې د خوار زړګي هر داغ هوسايي مـــومي
که د يؤ موټي په څېر نن پښتون خپل ځــان کړ
په خپلواکي بې * محکوم باغ هوسايي مومي
پخپل ديار کي چي اخته څوک په روزګار شي
که څـــه ډنګر وي،که څه چاغ هوسايي مومي