څه عجيبه غونده کې غله ناست دي
څه له رنګ تور دي او څه سره ناست دي

په حقيقت کې واک له بل سره دى
زموږ مشران تش په نامه ناست دي

يو وخت به راشي چې حساب به کېږي
خيردى که اوس داسې کاږه ناست دي

لکه له پلاره ورته پاتې چې وي
د وخت واکمن داسې پاخه ناست دي

 

                      

هر څه تالا، هرڅه ترغۍ مو کړه د څنګ ګاونډي
خدايه اخته موکړه پخپلو کې په جنګ ګاونډي

دا چې په موږ پورې خندا کوي ملنډې وهي
دا هم کړه وړ د خندا، دا هم ملنګ ګاونډي

موږ يې بې کوره کړو بې اوره در په در خاونده
اوس مو هم نه پرېږدي ارام ته دا بدرنګ ګاونډي

کله طالب، کله ملا، کله امي رالېږي
تربيه کوي راله ورانکاري رنګ په رنګ ګاونډي
*: وا که وري = که يې واوري
    ١٣٨١/٢/٥

 

ديو شعر نه په الهام  

له نعمتونو نه د خداى دى کنه
دا پسرلى خو پسرلى دى کنه

له ښايستونو دنيا ډکه ډکه
خوشال ، خوشال هر يو سړى دى کنه
ماته ګران دي ماته يو دي واړه
دا پېښورى که کابلى دى کنه
ماوې که ورېځو کې سپوږمۍ پټه ده
دا خو دې خور په مخ پېکى دى کنه
د تا د مړو سترګوکاته جانانه
ماته هم ژوند دى هم مرګى دى کنه
له ده نه پام چرته خفه چې نه شې
سردار خو ياره لېونى دى کنه

١٣٨١ غويى ٢

 


زړګى مې ګير د يار په سترګو کې دى
زما تقدير د يار په سترګو کې دى

خوله مې شي ګونګه سترګې رډې پاتې
بلا تاثير د يار په سترګو کې دى

زه يې چې بند په بند تړلى يم پرې
هغه ځنځير د يار په سترګو کې دى

کړم يې خبر له خپل انجامه ځنې
د ژوند تفسير د يار په سترګو کې دى

اوس يې خلاصون ترېنه سرداره نشته
زړه مې اسير د يار په سترګو کې دى
                                                                      ١٣٨٢ ورى ١٦

 

 

اسانه زندګي شوله څه ګرانه زندګي
تېرېږي نه اشنا بغير له تانه زندګي

دې چم کې مينه کفر ده مين په کې کافر
نو، څنګ به زه او ته وکړو جانانه زندګي!

توره، ټوپک پرېږده، کړه قلم کاغذ راپورته
شروع په نوم د مينې کړه، افغانه زندګي

ته د يتيم دکونډو رنډو په حال څه خبر يې
تېرېږي په خوښيو په تا خانه زندګي

١٣٨٢ /١ /٦

 

د زرکو اوازونه ، د تنزرو اوازونه
هېڅ نه راځي حجرو نه د سندرو اوازونه

دا ډېره موده کېږي چې مو نه دي اورېدلي
ګودر نه د بنګړيو د خبرو اوازونه

تا ته هرڅه رسي مشره ته هرڅه کوى شې
ته اوس کله اورې د سوالګرو اوازونه

څنګه به راشي غږ يې ټپ کړ د با رتو لوګو
له ړنګو منارو نه دکوترو اوازونه

١٣٨٢ /٢/١٦

 

 

 

 

ته چې بنګړو ته ورکړې شړنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره

دا خو اثر ستا د کتو دى ګنې
ما نه شراب څښلي، نه بنګ دلبره
د ښار دښکلو خوى دې واخستلو
لکه موسم بدلوې رنګ دلبره
د دې دنيا دا واړه ښکلي، ښکلي
چرته کېدى شي ستا په رنګ دلبره
ستا له ښايست ستا له ښکلاعاجز دي
دا واړه ښکلي غنمرنګ دلبره
فقير ملنګ دې لېوني سردار ته
ورکړه د سرو شونډو قلنګ دلبره

١٣٨٣/٢/٢٢

 

 

لکه توتي مينا خبرې کوي
داسې زما اشنا خبرې کوي

دا يوعادت زموږ ملګرو کې دى
چې ترې جدا شې بيا خبرې کوي

ښه پرې پوهېږو چې هيڅ هم نه کوي
تش په نامه پاچا خبرې کوي

عمل يې ګوره دې ته مه ورګوره
چې په ممبر ملا خبرې کوي

څرک ته به څنګ خلک ياغي نه وايي
چې د ښايست ښکلا خبرې کوي
                                              ١٣٨٢ /٢/٥