سرې سکروټې شي لمبې شي اشنا سترګې
چې د تا په لور کږې شي زما سترګې

مېنتوب کې دا عجيب غريب عادت دى
هېڅوک نه ګوري ړندې شي بينا سترګې

د هغه هېرول ګران دي په ژوندون کې
چرته يو ځل چې خوږې شي په چا سترګې

په زړګي دې هېڅ اثر نه کا دلبره
که هرڅو له ژړا سرې شي زما سترګې

داسې زر، زر آينې ته مه ودرېږه
هسې نه چې در پسې شي د چا سترګې
 *واړى= واړوي
١٣٨٢/٤/٢٦ – کابل خيرخانه

 

 

ساعت ، ساعت شېبه شېبه پښتانه
کوي يو بل سره جګړه پښتانه

د خير ته نه دي خو دشرکارو ته
تيار له څېر مې دي همه پښتانه

دنيا يې سيل کوي له ورايه ګوري
په اورکې وسول ، شول لمبه پښتانه

دې جنګ جګړو دې پردېسۍ خاونده
بدرنګ ، بدرنګ کړل ښايسته پښتانه

بس ديو څو روپو لپاره مدام
سره يو بل وژني ساده پښتانه

١٣٨٢/٦/٣٠

 

 


د تا د تا سترګې باڼه دلبره
ويشتل ، ويشتل کوي په زړه دلبره

دا خو زما د وس خبره نه ده
تا ته نظر تا ته کاته دلبره
پام تر هغې دې سترګې ټيټې نه کړې
څو درته ګورمه چې زه دلبره
څنګه زړګى به زما صبر شي چې
ته راته ګورې داسې مړه دلبره
ټوله دنيا په ما تياره ، تياره شي
چې کړې زلفان پرمخ خواره دلبره
عقل شعور له مانه کډه وکړي
چې مخامخ شو زه او ته دلبره

 

 

 

له ما دې ژوند له مادې شور وړى دى
تا چې زموږ له کلي کور وړى دى

شي به لمبې له شنه ګودره پورته
جنۍ له ځانه سره اور وړى دى
تا دې د مړو سترګو په مړاوي نظر
ياره زما د زړګې زور  وړى دى
تا پسې ډېرو ژړا ګانو ياره
زما د دواړو سترګو تور وړى دى
له ما ارام له ما نه خوب جانانه
د تا د شنو بنګړيو شور وړى دى
لكه چې وژني يې په دار يې زړى*
سردار يې ستا د عشق په تور وړى دى

* زړى:زړوي ( په دارول)

 

 

 

پروا مې نشته د انجام جانانه
مينه کې چا کړى دى پام جانانه

ستا په ليدلو نه ليدلو څه شي
په مادې پورې دى الزام جانانه
ته مې هم نه شولې شريک د ژوندون
هم دې له مايوړو ارام جانانه
په مخ دې تورې زلفې مه خوروه
خوري مې سکڼى، سکڼى ماښام جانانه
بغير له تانه يې که زه لرمه
شېبه ارام دې شي حرام جانانه
د تا د مينې په تور پرې ده چې شم
زه لېونى سردار اعدام جانانه

 

 

 


خوشالي واړه دې پرتا راشي
برخه د تا غم دې په ما راشي

کله چې سترګې ياره پټې کړمه
تصوير دې سترګو ته زما راشي

ته چې د بل شولې زما نه شولې
وايه نو څنګه به خندا راشي

څومره خندا لره چې خوله جوړوم
هومره مې سترګو ته ژړا راشي

لکه بې روحه تن ته ساه سرداره
کله چې خواله مې اشنا راشي

 

 

 


هم دې سپوږمۍ نه هم له لمر جانانه
ښايست کې وړى دى لمبر جانانه

پرېده ښه ډېر چې درته وګورمه
مه بندوه دکاله ورجانانه

څه درنه کم شول چې غوسه شوې دومره
وايه زما په تش نظر جانانه

په ځان دې ډېرې ګوتې څله وهې
هسې نه چرته شې نظر جانانه

 

 

 

 

 

ترڅو زړګى دې چې بې لار نه شي
زما زړګى به هم په لار نه شي

تانه بغير يوه شېبه جانانه
د لېوني زړه مې قرار نه شي
پټه ترڅو به مينه زړه کې ساتم
مانه خو نور جانانه وار نه شي
ورشه د زړه حال ورله خپله وايه
په خطو نه شي په ريبار نه شي
همېش دې خوله باندې انکار وي ياره
هېڅ دې په خوله باندې اقرار نه شي
پرې دنيا وال مو شي خبر له مينې
په يره نه كېږي، په ډار نه شي