چې ستا نازونه او ادا وينمه
خپل ورکېده له دې دنيا وينمه

چې ستر ګې پرانيزمه هيڅ نه وينم
چې سترګې پټې کړمه تا وينمه

په محبت باندې مې لا يقين شي
چې درقيب دا ناروا وينمه

زړه به مې څنګه يارانې ته وشي
ياره چې ستا جفا، جفا وينمه

که اتفاق په اتفاق ونه کړي
د پښتنو په کې فنا وينمه

 

 


د چا په نام ساقي
راکړه يو جام ساقي

نشه ، نشه مې کړه
يمه نا ارام ساقي

چې شي غمونه مې
لږ څه ارام ساقي

واړه خمونه کړه
تمام ، تمام ساقي

په لېوني سردار
کوه لږ پام ساقي

 


چې ورته وګورم کچه غوندې شي
چې ورته نه ګورم خفه غوندې شي

زما او ستا دغه خوږه يارانه
خداى خو دې نه کړي چې پيکه غوندې شي
چې سترګو، سترګو کې يو بل ووينو
زه خو لا ښه يم دا خوله غوندې شي
رڼا يې هرخوا ته د مخ خوره شي
چې زلفې لرې کړي ډيوه غوندې شي
چې پابندي په ديدن ولګېږي
مينه نو هغه وخت خوږه غوندې شي
چې دې شېبه سرداره ونه وينم
هغه شېبه په ما لمبه غوندې شي

 


دپرهر صيب په ليکه                              

هيڅ دې ګوزارونه خطا نه لګي
نېغ مې په زړګي باندې باڼه لګي

تاله چې همېش ياره درګورمه
خوښ مې يې  په تا باندې مې زړه لګي

نور راته د ناز ښېراوې مه کوه
هسې نه يو ورځ راباندې ولګي

خير که ته خوږو پرځاى ترخه کوې
ما باندې ترخه دې هم خواږه لګي

اوسي مې جانان په کې سردار اوسي
ځکه ننګرهار راباندې ښه لګي
                                               ١٣٨٣  / ١٢/٢١


 

ستا يادونه تږې زرکې
زما زړه رڼه چينه ده

نيم زړګى مې پسې نشته
لېونۍ رانه خفه ده
شنه لوګي ترې پورته کېږي
زړه زما کړې لمبه ده
رڼه کړې مې ستا ياد کې
ياره ستورو سره شپه ده
دغه څو ټکي چې لولئ
دا زما دژوند کيسه ده
ما سردار ده خپله کړې
لار غزل کې د حمزه ده

١٣٨٣ /١٢/٢١

 

 

که هرڅو دې لکه غشي برند کاته دي
خو بيا هم لکه نبات شکر خواږه دي

چې خفه نه شي ښه ډېر قدر يې وکړه
نن مې زړه! ديار غمونه مېلمانه دي

دا سپوږمۍ ده تورو لړو کې ايساره
که پرمخ دې ياره تور زلفان خواره دي

نورکړي مينه ، محبت کړي يو تربله
دا چې يو بل سره وژني پښتانه دي

د حمزه په پل مې پل ايښى روان يم
که هرڅو مې قدمونه لا واړه دي
                                                              ١٣٨٣/١٢/٣٠

 

زلفې خورې مه پرېږده
تورې تيارې مه پرېږده

راله يې وايه اشنا
زړه کې ګيلې مه پرېږده

نن يې ښې ډېرې وکړه
بيا له بانې مه پرېږده

ترپايه راوړه ساقي
ډکې پيالې مه پرېږده

ديارغمونه مې خوري
ما بې نشې مه پرېږده

١٣٨٣/٨/٢٦

 

 

لکه زرکه ياکوتره
داسې تګ کوې دلبره

خداى خبرکه روغ راوځم
زه د عشق له سمندره

نه پوهېږم څه به کېږي
را له ګوري سترګوره

ستا خفګان مې وس کې نه دى
را پخلا شه مروره