ورور دې شهيد کړ موردې بوره کړله
مشره! له تانه کوم وبال پاتې شو

ښه مو کتل چې غليم کورته راغى
لاس کې مو هسې توره ډال پاتې شو

نورو فضا، مريخ ، سپوږمۍ ونيوه
خو خوار افغان په کې کنګال پاتې شو

لاړو بدرنګ د زمانې شولو موږ
نه مو جلال نه مو جمال پاتې شو

١٦/١/١٣٨٤

 

 

 

ماته چې خواږه ګورې
کار به راله وګورې

ولې مې خون اخلې ته
ولې راته مړه ګورې

يوځاى يې روغ نشته دى
کوم ځاى مې دزړه ګورې

لږ خوسر راوباسه
څو به ته له وره ګورې

سترګې خو دې شته کنه
حال دسردار نه ګورې

 

 

 

ته راته انکار کوه
زه درته اقرار کوم

څو مې زور په زړه کې وي
هومره درته وار کوم

مينـــــــــــــــــــه کـــــــــــوم تاسره
 تاته دا اظهار کوم

څه وخت به راځې اشنا
څو به انتظار کوم

 ١٣٨٤/٢/٢٠

 

 

 

 

 

ته مې يار شه ما دې يار کړه
ليونو کې مې دې شمار کړه

ته مې نه شوې خو ماهسې
زندګي له تانه زار کړه

همېشه دې په خوله دا وي
همېشه وايې چې وار کړه

ته را نغلې خو ماستړې
ستا د کلي کوڅې لار کړه

چې له حاله مې خبر شې
خداى دې ماغوندې بېمار کړه

 

 

 

يا به مېن وي يابه وي لېونى
دا چې او کاږي  اسويلي لېونى

چې يې ونه تړې په زلفو د يار
والله که روغ شي په مياعلي* لېونى

هر خوا يې ولي ماشومان دکلي
په کوم طرف باندې ځي ليوني

يو ورځ به  واورې ستا له غمه ځنې
چې شو اشنا سردار ولي لېونى

 


*مياعلي= د مياعلي صيب زيارت

 

 

خوښه د زړه وه اشنا پته نه وه
چا له مې ورکړلو دا پته نه وه

قسم دى سم لکه د اور سېزل کړي
ما له خو ستا د ادا پته نه وه

قاصده! دروغ دې وې ګودر کې به  وي
هلته خو هېڅ د ليلا پته نه وه

د محبت نه وړاندې روغ ومه زه
د لېونتوب د بلا پته نه وه

 

 

 

 


کاشکې ډولۍ نه دې ړومبى مې جنازه پورته شي
خير که په کلي کې بيا دغه اوازه پورته شي

د بېلتانه له ډېره درد له ډېره سوخته ياره!
لکه تنور له سوي زړه نه مې لمبه پورته شي

دا خوشالي مه بوله اوج مې دغمونو بوله
چې کله کله مې له خولې ځنې ټپه پورته شي

دا جدايي به مې اخر درځنې مړ کړي ياره
خولې نه يو ورځ به مې د وينو فواره پورته شي

١٣٨٤ دلوى اختر دريمه شپه
 
         

خداى ته زما دغه دعا ده ياره
حسن دې ګل شه خو ته ګل چې نه شې

د چا دغيرو خبر ونه منې
دومره ساده دومره پاګل چې نه شې

ياره! د ښار د خلكو رنګ وا نخلې
لكه موسم بدل، بدل چې نه شې

په ما كې تاب هسې هم پاتې نه دى
سترګې دې واړوه قاتل چې نه شې

دغه ښېرا به درته كوم سرداره!
چې زما نه شولې د بل چې نه شې

1384/12/27

 

ما باندې څه داسې اثر شوى دى
سترګو نه مې خوب مرور شوى دى

بيا يې څه اورېدي چې مخ اړوي

 

بيا خدايګو د چا په خبر شوى دى
دا چې مې اوس خواله ښكلي نه راځي
ما باندې ضرور څه منتر شوى دى
دا خو د جانان له مخ رڼا خېژي
ما ويل ګنې لمر دى سحر شوى دى
نن به درنه خوله اخلم يوازې يې
نن راته دا وخت ميسر شوى دى
ستا دغم له لاسه ګرانه ياره څرك
دښتو او رغو باندې سر شوى دى

1384/12/62