داسې چې تا پسې درزېږي زړګى
جوړې زما لېونى كېږي زړګى
لكه ماشوم د مور دپيو پسې
داسې مې تا پسې ځورېږي زړګى
ستا محبت كې شمعه رويه زما
په اور لمبه شولو سوزېږي زړګى
لكه د كاڼي جانان كلك دى هسې
هېڅ يې په چا هم نه خوږېږي زړګى
1385/1/31
خدايګو كه څوك راباندې اوښكې توى كړي
زه د بې كسه سړي مړى يمه
رانه جلال او جمال دواړه لاړل
زه د افغان د كاله غړى يمه
ته مې تكميل يې خواله راشه زما
بغير له تا ياره نيمګړى يمه
چې دې نړۍ كې دي تر ټولو روستو
زه د يو داسې چم وګړى يمه
د وخت حالات كه مې لږ پرېږدي ارام
زه راشين كېږمه ، زه زړى يمه
زه مخكې ښكلى وم، بدرنګ خو نه وم
زه په دې رنګ حالاتو كړى يمه
خاونده! ته مې مدد ګار شې ګنې
لكه خسړى اوبو وړى يمه
1385/غوى/20
کله که هم زه څه خبره کوم
نامه مې ستا د ژبې سر ته راځي
صبر مې خلاص شو ګلې راشه کنه
اوښکې ترڅو به مې ټټر ته راځي
څو انتظار به كوم څو پورې زه
څه وخت به دا لېونۍ ور ته راځي
هرڅه کې وينمه سردار لېونى
هرڅه کې دى زما نظر ته راځي
څه د حمزه څه دخاطر خواږه دي
زما غزل کې د خيبر خواږه دي
زه خو يې فرق هډو کولى نه شم
خلک د لر او هم د بر خواږده دي
هسې پرې ځان خو خلک نه وژني څه
دا ښکلي، ښکلي خو کاپر خواږه دي
زما په خوله كې لا تر اوسه پورې
د تا د سرو شونډو د سر خواږه دي
١٣٨٣/كب/١٩
له يوې هندي سندرې نه په الهام
څومره ښه کار مې وکړ
تاله اظهار مې وکړ
نور مې په وس کې نه دى
ډېر انتظار مې وکړ
سبا راځي به جانان
د ګوتو شمار مې وکړ
ځان له دوكه مې وركړه
په تا اعتبار مې وكړ
خلك به كړي مړه ګوره
ستا مړاوي كاته ګوره
زړه زما بې واره شو
سترګو لاندې مه ګوره
مړه کاته مې نه دي خوښ
نېغ رالـــــــــــــــــــه راوګوره
ظلم كوه خير دى خو
حال ته مې هم ته ګوره
حال مې د زړه څه پوښتې
خپل زړه ته دې وګوره
۱۳۸۴ غوى۲۱
كاشكې مې زړه په چا بايللى نه وى
اوس به زه داسې كړېدلى نه وى
د محبت د مينې زور و كه نه
فرهاد به غر چرې* كيندلى نه وى
يا چې دا ناز، نخرې يې نه كولى
يا چې دا ښكلى دومره ښكلى نه وى
كه مې له پايلې نه خبر واى نو ما
ما به د زړه چرې منلى نه وى
زه لېونى سردار به روغ ګرځېدى
كه مې زړګى په تا درغلى نه وى
۱۳۸۵ ورى ۱۴
* چرې: چېرې
د اباسين يوسفزي په ليكه
په ما څه داسې لېونتوب راشي
چې غېږ دې وګورمه خوب راشي
درپسې ډېرو شوګېرو نه زما
ياره په سترګو کې پړسوب راشي
لكه هوسۍ په لار ټوپونه وهي
چې جنكۍ په پېغلتوب راشي
چې د لويانو جنجالونه ګورم
راله ارمان د ماشومتوب راشي
۱۳۸۴ مرغومى ۲۰
ستا په محبت کې مې
هسې نوم بد نام شولو
ته مې په لاس رانغلې
عمر مې تمام شولو
څيرې ګرېوان ګرځمه
دغه مې انجام شولو
پورې په ما ستا د عشق
تور شولو الزام شولو
عشق كې دې سردار اشنا
لاړلو ناكام شولو
۱۳۸۴ زمرى ۲۶