سريزه:
ستا د اقرار په تمه شپې تېروم
كه يو خياط منفي فكر ولري نو چاته به د يو جوړ جامو زيان ورسوي، خو كه كوم شاعر فكر منفي وي نو هغه ټول ولس بې لارې كولاى شي او هم دا سبب دى چې شاعري تشه د هغو په برخه ده چې په سينه كې يې يو سپېڅلى زړه لري او د شاعر د قد او قامت رواني پيمانه همدغه سپېڅلتيا ده.
څرك صاحب سره زما ليدل نه دي شوي، د انټرنټ په لاره يې ماته شعرونه را استولي، ما يې تش د شعر ټكي لوستلي او په شعر كې مې يې د راتلونكو شېبو د امكان هغه سپرغۍ ليدلي چې سرچينه يې سپوږمۍ او ارمان يې سهار دى. د څرك صاحب د شعر داخلي مركز جانان دى او د خارج په هنداره كې يې ځاى په ځاى د وران وطن انځورونه دي. د مينې خواږه يې د چاپېرچل د ترخو په پوستكي كې رانغاړلي دي او چې دې عمل سره يې شعر كې كوم خوند را پيدا كړى دى، همدغه خوند ته زه د څرك صاحب ځانګړتيا او نوښت وايم.
د تا د مړو سترګو كاته جانانه
ماته هم ژوند دى هم مرګى دى كنه
له ده نه پام چرته خفه چې نه شې
سردار خو ياره لېونى دى كنه
.............................
توره، ټوپك پرېږده، كړه قلم كاغذ راپورته
شروع په نوم د مينې كړه افغانه! زندګي
.......................
بس د يو څو روپو لپاره مدام
سر يو بل وژني ساده پښتانه
......................................
زه خو يې فرق هډو كولى نه شم
خلك د لر او هم د بر خواږه دي
....................................
په ما څه داسې لېونتوب راشي
چې غېږ دې وګورمه خوب راشي
لكه هوسۍ په لار ټوپونه وهي
چې جينكۍ په پېغلتوب راشي
................................
ياد
ته منم خبر به نه يې
خو تصوير نه دې پوښتى شې
ستوري هم په دې شاهد دي
سپوږمۍ هم په دې شاهده
چې مې ستا په ياد كې ګرانې!
څومره شپې دي رڼې كړي
....................................
د هر شاعر په زړه كې مينه د هغه د شعر معراج ګرځي او نفرت يې شعر ته تاوان رسوي، كه دا خبره د تنقيد يوه پيمانه وګڼو او په دې تله د خپلو شعرونو ناپ او تول وكړو نو باور لرم چې په نړيوال ادب به زموږ ژپه لكه د رڼا خوره شي. زما په نظر زموږ د دې دور دا ټول ظلم او جبر د مينې د نيشتوالي له كبله دى. انسان له انسانه ډېر لرې شوى دى، ماده پرستۍ هر سړى ړوند كړى دى او د (روسو) دا خبره ريښتيا شوې ده چې لس لېوان سره شريك ژوند كولاى شي مګر لس انسانان سره شريك نشي اوسېدلاى. اوس نو په داسې حال كې تش يو شاعر كولاى شي چې د مينې په مړ وجود كې سا واچوي او انسان، انسان ته رانيږدې كړي. په مينه كې خپله هم ډېر زور دى او چې بيا د شعر زور هم ورسره شي نو نېغه د لوستونكي زړه ته وركوزه شي او چې شاعر هم ښه شاعر وي نو بيا هم دغه د مينې يو ټكى انقلاب راولي.
په اخر كې دعا كوم چې خداى دې د څرك صاحب قلم د مينې استازى كړي او د شعر ښاپېرۍ دې ورته هغه څه ډالۍ كړي چې د څرك صاحب نامه تر قيامته ژوندۍ وساتي. آمين
د حمزه په پل مې پل ايښى روان يم
كه هرڅو مې قدمونه لا واړه دي
..............................
سيد شاه سعود
1385زمرى 26