سردارولي څرک

Profile Photo

راځئ چې سردار وپېژنو!

که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨



غزل ----------- سردارولي څرك

  مينه دې نه سهي، نفرت خو كوهجانانه! دومره شفقت خو كوههر وختې جنګ، له دې نه څه جوړېږي؟يوه نيمه خبر د محبت خو كوههر وخت به څه، زه درنه خوله غواړمهكله ته هم دا شرارت خو كوهپه خوله، ځه هېېڅ مه وايه، نه يې غواړمخو سترګو سترګو كې، لږ ست خو كوه

12.01.2013 سردارولي څرک

غزل ----------- سردارولي څرك

  څنګه چې زه دې كړمه سكور سكروټېتا ته دې خپل حسن شي اور سكروټېيوازې زما زړګى دې وران نه كړلوځانله دې وسوځاوه كور سكروټېپه لار چې ځې نو لوپټه كې ګرځههسې نه اور شي درنه خور سكروټېساړه شول، غېږې له در جوخت كړه سردار!لږه ګرمي وركړه د اور سكروټې

12.01.2013 سردارولي څرک

غزل ----------- سردارولي څرك

  په كابل او پېښور وينه تويېږيپښتونخوا كې سراسر وينه تويېږيڅه قصور دى، څه ګناه د دغه خوار دهد پښتون په څه خبر وينه تويېږيهيڅ يو ځاى ترې په امان كې پاتې نشوپه اواره او په غر وينه تويېږيارامي مو په نصيب نشوه سرداره!دلته شر دى، هلته شر وينه تويېږي

12.01.2013 سردارولي څرک

ټوكې ------ څرك

هلك: ماسره واده كوې؟جنۍ نه!هلك: ولې؟جنۍ: كورنۍ مې نه پرېږديهلك: په كورنۍ كې دې څوك دي؟جنۍ: مېړه او درې ماشومان**************يوه پلار د خپل زوى جيبونه تالاشي كړل، ګوري چې په جېب كې يې، سګرټ، نصوار، چرس او د هندي فلمي ستورو تصويرونه ومندل.پلار خپل زوى ښه وډباوه او ترې يې وپوښتل، چې له كله راهيسې دا كار كوې؟زوى په ژړا وويل پلاره! نن مې په غلطۍ ستا واسكټ اغوستى!!***********يوه تن له بل څخه وپوښتل: محبت كېږي او كه نه بايد وشي؟

16.07.2012 سردارولي څرک

غزل ------------ څرك

  نن يې سرتورې راته وكړلې ښېرې يرېږمهسې نه چرته شي رښتيا هم راپسې يرېږم ته دې د خپل ښايست سپرغۍ لږ په قابو كې ساتهنه، چې اشنا! ورځينې اور واخلم، لمبې يرېږم خاونده بيا مې ښار كې وليدل پرېمانه مړيخاونده! بيا به لكه ووړ ماشوم د شپې يرېږم په دې وطن كې د شېخۍ جامه كې څه ونه شولځكه دې شېخه! له تسبو او له خرقې يرېږم پكې مې هرځلې په كاڼو هركلى شوى دىځكه دې ياره! اوس د كلي له كوڅې يرېږم

08.04.2012 سردارولي څرک

غزل ---- څرك

مه شه لاړ چې مې له ژوند د غم اثر شينه چې ما غوندې بې كوره در په در شيحيا هم راځي په دې هم نه ورګورمنه چې يار مې په خواږه نظر نظر شيپه ځان نه يم خو په دې نه غواړم درشمهسې نه چې درته جوړ جانانه شر شيدا، چې نه وي، ښه تكړه وي، شين زمرى ويپه راتلو سره يې زړه زما اوتر شيدى په تا باندې اباد دى كه ترې لاړېخوار زړګى به مې هم هغه وخت كنډر شيزه مقطع كې ځكه ذكر د نوم نه كړمنه چې يار مې د زړګي له درد خبر شي

20.02.2012 سردارولي څرک

غزل

زړګى مې چوي راشهستا غم مې خوري راشهغمونه يوسه رانهراوړه خوښي راشهده بې له تا مې د زړهخونه خالي راشهكړه په راتلو رقيبانټول لېوني راشهځان سره سم كلي تهراوړه سپرلي راشهد كلي لوى او واړهدې يادوي راشهدغه سردار لېونىدرپسې مري راشه

18.02.2012 سردارولي څرک

ايا رښتيا هم قطر كې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي؟ --- څرك

په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي. د امريکا سفير کميرون منټر دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ايکسپرېس نيوز په نوم له يوه ټلوېزيون سره د مرکې پر مهال کړې دي. منټر زياته کړې، چې که په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانو خبرو اترو په پايله کې کوم برياليتوب مخې ته راغى، نو دا به د افغانستان د حکومت برياليتوب وي.د ده په باور، په قطر کې خبرې اترې د افغانانو ترمنځ روانې دي، که پاکستان غو

18.02.2012 سردارولي څرک

له هغه وډار شه، چې له تا ډارېږي ------- څرك

خلكو له هرمز پاچا څخه وپوښتل: ((تا د خپل پلار په وزيرانو كې څه ګناه ليدلې وه، چې هغوى دې بنديان كړل؟))هرمز ورته وويل:((ما يې ګناه معلومه نشواى كړى، خو ما وليدل، چې د هغوى په زړو كې له ما ډېره زياته وېره وه او زما پر وعدې يې پوره باور نه كاوه... زه هم و وېرېدم، چې د ځان له وېرې ما ته زيان وانړوي... په همدې خاطر مې د پوهانو پر وينا عمل وكړ، چې ويلي يې دي: د كوم انسان اغېزه او دبدبه، چې د خلكو پر زړونو خوره شي، خلك د هغه د له منځه وړلو په لټه كې كېږي.شيخ شعدي رح ځكه له دغو خلكو

13.04.2011 سردارولي څرک

مور -------------- څرك

د ديسمبر په يوه ماسپښين څنګه، چې ښوونځى رخصت شو، په اسمان كې د ورېځو لړۍ خورې شوې، ما فكر وكړ، چې ځه له بارن مخكې مخكې به ځان كور ته ورسوم، نيمايي لاره مې لا نه وه وهلې، چې باران پيل شو او هغه همداسې تېز، چې په يوه شېبه كې يې لوند خيشت كړم، له يخنۍ رپېدم، كله چې كور ته ورسېدم ور مې ټك ټك كړ ورور مې راته دروازه پرانيسته، كله يې، چې زه لوند خيشت وليدم نو راته يې وويل: صيبه! نه پوهېدې، چې باران كېږي، لږ انتظار دې نشو ويستاى؟خور مې را غږ كړ: ((وروره! د باران د ودرېدو لپاره به دې لږ انتظار ك

30.03.2011 سردارولي څرک

خپل ګرېوان -------------- څرك

سمير له خپل كلي څخه ښار ته د زده كړو لپاره راغلى و او د ښار په كالج كې يې پر زده كړو پنځه كاله تېر شول. په دغو پنځو كالو كې دى د خپلې ټولګۍ والې غزالې په مينې هم اخته شو- اوس هغه نه غوښتل، چې شېبه هم له غزالې پرته تېر كړي او د غزالې په زړه كې هم له ده سره مينه پيدا شوې وه.يو ورځ غزالې خپل مور او پلار ته وويل، چې غواړي له سمير سره واده وكړي، خو هغوى يې په دې خبره په قهر شول او د دې كار اجازه يې ورنه كړه.كله چې دې دا خبره له سمير سره شريكه كړه، نو هغه ترې ورسره د تښتېدو غ

30.03.2011 سردارولي څرک

بې عيبه تصوير----------- څرك

هسې خو پاچا انصاف خوښوونكى او د ولس پر غم او درد خبر و، خو مګر له جسماني لحاظه پر يوې پښې ګوډ او پر يوې سترګې ړوند و.يوه ورځ پاچا د خپل هېواد ټول انځورګران راوغوښتل او ورته يې وويل، چې د ده داسې يو انځور وباسي، چې دغه عيبونه په كې ښكاره نشي.ټولو انځورګرانو له دې كاره انكار وكړ او ويل يې، چې څنګه د دوو سترګو لرونكى انځور وكاږو په داسې حال كې چې پاچا يوه سترګه لري او څنګه يې په دوو پښو ودروي، په داسې حال كې چې پاچا په يوه پښه ګوډ دى.په همدې كې يوه انځورګر غږ كړ، چې پاچا صيب زه

20.03.2011 سردارولي څرک

ختیځ او شمال ته ورپېښې امنيتي ننګونې tkg.af

له كليد ګروپ څخه په مننې په داسې حال کې چې افغان او نړیوال ځواکونه په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره په مقابلې بوخت دي او وايي چې په جنوب کې د دولت پر وسله والو مخالفينو يې فشارونو ښه نتيجه ورکړې او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د جنوب په يو بل ناامنه ولايت زابل کې د جګړې درېیمه جبهه پرانيزي، لیدل کېږي چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په ختیځ او شمال کې د وسله والو مخالفينو فعالیتونه زیات شوي او ورځ تر بلې پسې زور اخلي. که څه هم په شمال کې ګډ ځواکونه وايي چې دلته يې هم د مخالفينو پر

20.12.2010 سردارولي څرک

غزل - - - - - محمد ولي حيران كامه وال

دا خو منمه چې ا نسان ښکلی دیچې مې خوښ کړی په ایمان ښکلی دییا به زما په سترګو ښه لګیږيیا خو په ټولو کې جانان ښکلی دیزما د زړه په وچه للمه اشناستا د رڼو اوښکو باران ښکلی دیجانانه! تا سره فیشن خوند کويزما شلیدلی ګریوان ښکلی دیدومره ښایسته زما په سترګو لګیلکه په ستورو چې اسمان ښکلی دیما ایئنه کی ځان ليدلى یاره!داستا نظردی چی (حیران)ښکلی دی

20.12.2010 سردارولي څرک

د واليانو د مقررۍ راز(ځانګړى رپوټ) --- كليد ګروپ

له  tkg.af  څخه په مننې افغان حكومت د واليانو د غوره کولو او له جمهور رئيس سره د هغوى د مستقيم ارتباط  د تامينېدلو په مقصد د1386 كال د وږي په مياشت كې د محلي ارګانونو خپلواك رياست رامنځته كړ او د كورنيو چارو وزارت ټولې ملكي څانګې

08.12.2010 سردارولي څرک

كيا هوا تېرا وعده

12.10.2010 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more