څنګه چې زه دې كړمه سكور سكروټې
تا ته دې خپل حسن شي اور سكروټې
يوازې زما زړګى دې وران نه كړلو
ځانله دې وسوځاوه كور سكروټې
په لار چې ځې نو لوپټه كې ګرځه
هسې نه اور شي درنه خور سكروټې
ساړه شول، غېږې له در جوخت كړه سردار!
لږه ګرمي وركړه د اور سكروټې
څنګه چې زه دې كړمه سكور سكروټې
تا ته دې خپل حسن شي اور سكروټې
يوازې زما زړګى دې وران نه كړلو
ځانله دې وسوځاوه كور سكروټې
په لار چې ځې نو لوپټه كې ګرځه
هسې نه اور شي درنه خور سكروټې
ساړه شول، غېږې له در جوخت كړه سردار!
لږه ګرمي وركړه د اور سكروټې