په كابل او پېښور وينه تويېږي
پښتونخوا كې سراسر وينه تويېږي

څه قصور دى، څه ګناه د دغه خوار ده
د پښتون په څه خبر وينه تويېږي

هيڅ يو ځاى ترې په امان كې پاتې نشو
په اواره او په غر وينه تويېږي

ارامي مو په نصيب نشوه سرداره!
دلته شر دى، هلته شر وينه تويېږي