هلك: ماسره واده كوې؟
جنۍ نه!
هلك: ولې؟
جنۍ: كورنۍ مې نه پرېږدي
هلك: په كورنۍ كې دې څوك دي؟
جنۍ: مېړه او درې ماشومان
**************
يوه پلار د خپل زوى جيبونه تالاشي كړل، ګوري چې په جېب كې يې، سګرټ، نصوار، چرس او د هندي فلمي ستورو تصويرونه ومندل.
پلار خپل زوى ښه وډباوه او ترې يې وپوښتل، چې له كله راهيسې دا كار كوې؟
زوى په ژړا وويل پلاره! نن مې په غلطۍ ستا واسكټ اغوستى!!
***********
يوه تن له بل څخه وپوښتل: محبت كېږي او كه نه بايد وشي؟
دويم تن: ډېر اسانه ځواب لري: كه جنۍ ښايسته وي، نو كېږي او كه مالداره وي، نو بايد ورسره وشي.
************
لومړى ملګرى: هلكه پاڅه زلزله ده ټول كور خوري!
دويم ملګرى: څمله مړه، كه كور خوزي او كه ړنګېږي، زما او ستا يې پرې څه، موږ خو كرايه دار يو، څه د كور خاوندان خو نه يو!!!!
*********
ناروغ: ډاكټر صيب د خداى لپاره راسره مرسته وكړه، كله چې خبرې كوم اواز اورم، خو سړى نه ښكاري
ډاكټر: دغه كار كله درسره كېږي؟
ناروغ: كله چې ټليفون كې خبرې كوم!