سردارولي څرک

Profile Photo

راځئ چې سردار وپېژنو!

که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨

ستا پر شونډو موسکا غواړم (ټوكې او طنزونه)


ټوكې ------ څرك

هلك: ماسره واده كوې؟جنۍ نه!هلك: ولې؟جنۍ: كورنۍ مې نه پرېږديهلك: په كورنۍ كې دې څوك دي؟جنۍ: مېړه او درې ماشومان**************يوه پلار د خپل زوى جيبونه تالاشي كړل، ګوري چې په جېب كې يې، سګرټ، نصوار، چرس او د هندي فلمي ستورو تصويرونه ومندل.پلار خپل زوى ښه وډباوه او ترې يې وپوښتل، چې له كله راهيسې دا كار كوې؟زوى په ژړا وويل پلاره! نن مې په غلطۍ ستا واسكټ اغوستى!!***********يوه تن له بل څخه وپوښتل: محبت كېږي او كه نه بايد وشي؟

16.07.2012 سردارولي څرک

ټوکې .................... څرک

شربت: يوه هلک له شربت پلورونکي څخه يو ګيلاس شربت وغوښت، کله يې چې هغه وڅښلو، شربت پلورونکي ته يې وويل: يو بل ګيلاس هم راکړه چې جنګ مې دى، کله يې چې هغه  وڅښلو، نو بيا يې ورته وويل: يو بل ګيلاس هم راکړ ه چې جنګ مې دى، تر دې چې څلورم ګيلاس يې هم وڅښلو، اخر ترې دوګاندار پوښتنه وکړه: دا خو راته ووايه چې له چا سره دې جنګ دى؟ هلک: له تاسره ځکه چې له ما سره د شربت پيسې نشته.   لېونيان: يوه ل

03.05.2010 سردارولي څرک

ټوکې ................................ ژباړن: څرک

بخيل: يوه بخيل وکيل خپل زوى ته وويل: زويه! زما هيله ده چې ته هم وکيل شې. _ ولې؟ _ ځکه چې زما دا توره چپنه دې په درد وخوري.    لټ هلک: پلار خپل لټ زوى ته وويل: زه به تا لپاره داسې يو سيستم برابرکړم چې هرڅه ته وغواړې په يوې تڼۍ کېکاږلو سره به يې تر لاسه کړې، د بېلګې په توګه د تڼۍ په کېکاږلو سره به تاته ډوډۍ راشي، د تڼۍ په کېکاږلو به تاته جامې راشي، د تڼۍ په کېکاږلو

26.04.2010 سردارولي څرک

ټوکې ---------- ژباړن : څرک

حاجي يوه سړي پنځه وخته لمونځ په جمعې سره کاوه، خلک يې له تقوى او پرهېزګارۍ نه اغېزمن شوي و. يوه ورځ يوه سړي بل ته ويل دغه سړى هره ورځ جمع ته راځي او هيڅ لمنځ نه قضا کوي، ډېر متقي او پرهېزګار دى. لمونځ کونکي ژر مخ ور واړوه او ورته يې وويل: ((وروره! حاجي هم يم))   کورنۍ دنده: يوه پلار له خپل زوى څخه وپوښتل چې د شپې څو بجې ويده شوې؟ _ د شپې تر دوه بجو پورې مې کورنۍ دنده تر س

25.04.2010 سردارولي څرک

د ريس صيب موټر............ سپېلنى

  په اوسنيو وختونو كې خو لويو او وړو موټرو خپل ارزښت د ډېر توليد له امله د اسمان له لمنو لاندې ځمكې ته راخطا كړى دى او د موټرو په دې راولېدو كې دلته په افغانستان كې دوو خواوو ښه رول لوبولى، يو په تېرو كلونو كې د كوكنارو پراخه كر او د ترياكو لوړو نرخونو چې له امله يې د غرونو ځينې ژرنده ګړي هم له خرو بې غمه شول او بله خوا يې د نوو بدلونونو سره تړلې ده چې انجوګانو او تش په نامه ټولنو كې دننه خلك له يوې مخې د موټرو لرونكي شول، خو زموږ رئيس صيب ته د موټرو په دا دومره ګڼه ګوڼه كې موټر

04.03.2008 سردارولي څرک

ټوكې ..................... څرك

زده كونكى يو پلار ته د هغه د زوى په هكله د ښوونكي ليك په لاس ورغى، پلار له ډېرې غوصې شونډې چيچلې او په قهرجن غږ يې له زوى و پوښتل چې تاته پته ده چې ستا ښوونكي په دې ليك كې څه ليكلي؟زوى د سر په خوځولو ورته وويل چې نه پلاره!_ ستا ښوونكي ليكلي دي چې هغه به په ژوند كې هم په دې ونه توانېږي چې تاته څه در زده كړيزوى ښه په غرور پلار ته ځواب وركړ چې ما خو مخكې هم درته ويلي وو چې په ښوونكي كې دا قابليت نشته.پلار يې چې كله د ده نتايج وليدل نو غاښونه يې وچيچل ا

23.02.2008 سردارولي څرک

د تبلو غږ راډيو وياند ته د خپلې محبوبې ليك:

  السلام عليكم !ړومبى خاص خاص خبرې:ستاسې له لوري مې ليك تر لاسه كړ چې ته د واده لپاره ډېر ناكراره يې. د ليك ليدو سره مې مور وپتيله چې له سعودي عربستان نه راته  د سرو زرو ګاڼې او له هندوستانه راته كالي را وغواړي، خو پلار مې چې لا  له وړاندې ور سره چندان ښه نه دى ضد كوي چې هرڅه به د خپل كلي په بازار(خوشګنبد) كې پېري.تفصيلي خبرې له يوې خندا نه وروسته.ګرانه راتلونكيه خاونده! ما چې ستا له لوري په ليك كې د واده دومره خوشالي وليده، نور ارمان مې وكړ چې كاش څو كا

29.08.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more