حاجي

يوه سړي پنځه وخته لمونځ په جمعې سره کاوه، خلک يې له تقوى او پرهېزګارۍ نه اغېزمن شوي و. يوه ورځ يوه سړي بل ته ويل دغه سړى هره ورځ جمع ته راځي او هيڅ لمنځ نه قضا کوي، ډېر متقي او پرهېزګار دى.

لمونځ کونکي ژر مخ ور واړوه او ورته يې وويل: ((وروره! حاجي هم يم))

 

کورنۍ دنده:

يوه پلار له خپل زوى څخه وپوښتل چې د شپې څو بجې ويده شوې؟

_ د شپې تر دوه بجو پورې مې کورنۍ دنده تر سره کوله.

_ مګر د شپې په يولسو خو برېښنا تللې وه؟

_ زوى په وېرېدلي لهجې وويل: ((زه پخپلې کورنۍ دندې کې دومره بوخت وم چې د برېښنا په تګ او راتګ پوه نه شوم))

 

کانديد:

د انتخاباتو پرمهال يوه کانديد د يوه ښار خلکو ته د هغه ښار په چوک کې د وينا پرمهال وويل: زه ډېر خوښ يم چې ستاسې له ښار ( حيدر اباد) څخه ليدنه کوم.

خلکو چغې کړې او ورته يې وويل: دا حيدر اباد نه بلکې فيصل اباد دى.

کانديد وويل: زه پوهېږم چې دا فيصل اباد دى، خو ما غوښتل پوه شم تاسې خو به ويده نه ياست.

 

مسافر:

په اسمان کې سپوږمۍ ځلېده، يوه کم عقل له يوه لاروي څخه وپوښتل چې دا په اسمان کې څه شى ځلېږي؟

هغه لاروي يې په ځواب کې وويل: ورور! زه مسافر يم له بل چا څخه وپوښته.

 

کليوال سړى:

په اورګاډي کې سپور کليوال سړي له څنګ ملګري څخه وپوښتل:  وروره! دا نصوار مې چرته تو کړم؟

سړي فکر وکړ او ورته يې وويل: د هغه بل سړي په جېب کې.

_ که هغه پوه شي، نو بيا... ؟

_ دغه سړي په قهر جن انداز ورته وويل: ما چې کله ستا په جېب کې تو کول ته راباندې پوه شوې... ؟

 

غل:

يوه ورځ غل او د هغه شاګرد يوه کور ته د غلا لپاره تللي و، ناڅاپه د استاد پښه د کور خاوند له کټ سره ولګېده، د کور خاوند وپوښتل څوک يې؟

غل ژر د پيشو اواز وويست (مياو)

يو څو شېبې وروسته د شاګرد پښه د کور خاوند له کټ سره ولګېده، هغه بيا وپوښتل څوک يې؟

شاګرد ته چې د پيشو اواز نه ورته ويې ويل: ((دويمه پيشو))

 

ريس او نوکر:

يوه ورځ يو ريس له خپل نوکر سره چرته په موټر کې روان وو، ناڅاپه موټر ودرېد، ريس له خپل نوکر څه پوښتنه وکړه چې څه وشو؟

_ موټر نور مخکې نشي تللى.

_ ولې نشي تللى؟

هغه ځواب ورکړ: پطرول خلاص شوي.

ريس يې ورته وويل: چې مخکې نشي تللى نور بېرته په شا لاړ شه.

 

زده کونکى:

په يوه ټولګي کې يې چنډخه بېهوشه کوله، خو د بېهوشۍ دوا نه پيدا کېده، يو زده کوونکى پورته شو او ويې ويل:

((ښاغليه! زما جرابې وربوى کړى خپله به بېهوشه شي.))

ښوونکي ځواب ورکړ: ((موږ يې وژنو نه، موږ يېې بېهوشه کوو.))

 

ښوونکى:

ښوونکي له زده کوونکي څخه وپوښتل: ووايه! لمر ډېر ارزښت لري که سپوږمۍ؟

زده کوونکي ځواب ورکړ: ښاغليه! سپوږمۍ ډېر ارزښت لري.

_ هغه څنګه؟

_ ښاغليه! سپوږمۍ له شپې راخېژي او د شپې تياره رڼا کوي او موږ ته لاره ښايي، خو لمر د ورځې لخوا راخېژي او ورځې هسې هم رڼا وي.

 

يوه روپۍ:

يو کوچنى ماشوم ژړيده، پلار يې ورڅخه د ژړا علت وپوښته چې ولې ژاړې؟ هغه په ځواب کې ورته وويل: يوه روپۍ راکړه بيا به يې درته ووايم.

پلار يې ژر روپۍ ورکړه او ورته يې وويل: ښه اوس يې راته ووايه؟

_ هلک غلى شو او ځواب يې ورکړ:(( د همدې روپۍ لپاره مې ژړل))