پر دې لګښت:
د يوه عالم سړه د ژوند کيسه ده: د ده ژوند په يوې خپرنيزه اداره کې تېر شوى و، ډېره ساده زندګي يې تېروله، له دغه کم معاش څخه به يې هم يو څو انې بچت کولې. د ده يوازې يوه لور وه، د هغې واده يې وکړ او په واده کې يې هيڅ لګښت ونشو. کله يې چې خپله لور رخصتوله، خپل زوم او لور ته يې د بانک يو چک ورکړ، دا چک د لس زره روپو و، هغه ورته وويل: دا زما د ژوند ټول بچت دى چې بانک کې مې جمعه کړى، دا پيسې مې ستاسې په واده کې هم مصرفولاى شوې، خو ما ته يې دغه لاره غوره ښکاره شوه، تاسې دا وساتې او د خپل ژوند په پرمختګ کې يې ولګوئ.
لور او زوم يې فکر وکړ او باالاخره يې تصميم ونيوه چې په دې پيسو به يو کاروبار پيل کړي. کاروبار يې پيل کړ، په لومړيو کې يې ډېر زيار وکېښ، دوى په کلک هوډ دغه کار پرمخ وړلو، بلاخره داسې حالت راغى چې د دوى کاروبار په ښه کېدو شو، همدا لس زره روپۍ وې چې په څو کالو کې پرې ښه کاروبار جوړ شو، اوس دوى په عزت او خوشاله زندګي تېروي.
واده د يوه انسان په ژوند کې ډېره مهمه پېښه ده، دا د بدمستۍ، بې حده حوشالۍ او بې ځايه لګښتونو ورځ نه ده. بلکې دا په مسؤليتونو د پوهېدو ورځ ده، په دې ورځ يوه ښځه او سړى ځانونه د نکاح په تار تړي، په دې ورځ بايد يو انسان په ساده ډول د نکاح مراسم ترسره کړي، خو که څوک غواړي په دې ورځ لګښتونه وکړي، نو دغه کار چې بېلګه يې مخکې موږ راوړله ښه لاره ده.
که دا کار په موږ کې رواج ومومي، نو واده به د کورنيو د ابادۍ يوه وسيله وګرځي.
زموږ دغه کروړونه روپۍ چې هر کال په يو څو ورځو خوښيو او مستيو کې لګول کېږي، د ولسونو او کورنيو د پرمختګ وسيله به وګرځي.
ايا دا مسلمان دى؟
يو سړى تر هغى مسلمان دى چې په کوم امتحان کې نه وي ګير شوى، کله چې په يوه امتحان کې ګير شي، سم مسلمان څخه نامسلمان جوړيږي، د دې خبرې د ثبوت لپاره تاسې کولاى شئ هر مسلمان امتحان کړى.
يو تن پخپل کور کې ساده زندګي تېروي، ښکاره يو ښه مسلمان دى، خو کله يې چې د لور د واده ورځ راورسي، ناڅاپه ترې بل سړى جوړ شي. له دې وروسته يې په کور کې هر هغه څه کېږي چې د يوه شتمن په کور کې تر سره کېږي.
دى په ټولو هغو بې ځايه رواجونو چې جاهل خلک يې د خپلو لورګانو د رخصتولو پر مهال ترسره کوي خوښېږي.خو د خداى پرښتې به ليکې چې له يوه کورڅخه د اسلام جنازه پورته شوه.
يو تن خلکو ته د ليدو پرمهال سم ښکاري، دا د دين او اخلاقو خبرې کوي، خو کله يې که په يوې واقعې کې زړه ټپي شي، نو بيا ترې هغه انسان جوړ شي چې په بدۍ مشهور دى، د دنيا په راجستر کې به د دغه راز خلکو نوم د مسلمانانو په کتار کې ليکل شوى وي، خو د خداى په نزد دغه راز انسانانو اسلام، د کينې او بې انصافۍ په هديره کې خخ کړى دى.
که يو تن د اسلام د خدمت لپاره لاسونه بډ وهي او يوه ټولنه يې جوړه کړي، کله چې يې دا ټولنه يو څه مشهور شي، پيسې په لاس ورشي، خلک ورڅخه راتاو شي، نو بيا همدغه انسان د بل انسان څېره غوره کړي، اوس د ده مسلماني په يوې نمايشي مسلمانۍ بدله شي. د ده خاکساري په کبر او غرور بدله شي، د دين د چوپړ جذبه يې د مقام لاسته راوړو په هغې بدله شي.
په حقيقت کې دا داسې انسان دى چې د اسلام پر لاره روان دى، خو په يوه ځاى کې دى نه پوهېږي چې شيطان په غېږ کې نيولى.
اسلامي نکاح
نکاح د سړي او ښځې ترمنځ يو تړون دى، دا تړون سپېڅلى هم دى او ازاد هم، د نکاح پر مهال چې کله سړى ښځې ته کوم مهر ورکوي، هغه په حقيقت کې معلومې پيسې دي، چې د مهر په نوم يې سړى ښځې ته ورکوي او وعده کوي چې د ښځې ټول شرعي اړتياوې به پوره او ټول مسؤليتونه به سرته رسوي. په شريعت کې د مهر اندازه بايد دومره اوسي چې يو انسان يې ادا کړى شي.
د مهر د ادا کولو مسؤليت ځکه پر سړي اچول کېږي چې سړى ځواکمن دى او دى کولاى شي چې دغه مسؤليت په سمه توګه سرته ورسوي.
حضرت انس بن مالک رض څخه روايت دى چې نبي کريم ص فرمايلي: کله چې يوه انسان نکاح وکړه، هغه د نيم ايمان خاوند شو او د پاتې نيم ايمان د لاسته راوړو په خاطر هغه بايد له الله ج څخه و وېرېږي.
د دې حديث شريف په رڼا کې موږ ويلى شو چې د دې زمانې مسلمانانو په نکاح کولو سره د نيم ايمان خاوندان دي، خو د پاتې ايمان لپاره يې هيڅ هڅه نه ده کړې، له غير شرعي طريقو څخه کار اخلي او له الله څخه نه يرېږي.
د دغو غير شرعي طريقو څخه يوه هم د بېځايه لګښتونو هغه ده چې نن سبا يې خلک په ودنو کې تر سره کوي، دغو ناسمو رواجونو په شته وخت کې ډېرى کورنۍ په يوه ټولنيز عذاب اخته کړي دي.
بې ځايه لګښتونه:
د نکاح د ارکانو او شرطونو په اړه د فقه علماء يوازې لفظي اختلافات لري، تر ټولو منل شوى نظر دا دى چې نکاح د دواړو غاړو( ښځې او سړي) ترمنځ ايجاب او قبل دى. په دې شرط چې د دې خبرې اعلان له مخکې څخه شوى وى( خلک پرې خبر وي) او دغه راز سړي بايد ښځې ته اړين مهر ورکړى وي.
له دې څخه معلومېږي چې په اسلام کې نکاح څومره ساده او اسانه ده.
خو په شته وخت کې د مسلمانانو په ودنو کې داسې ناوړه رواجونه داخل شوي دي چې له امله يې دا روا کار پر ناروا بدل شوى.يو دا چې واده د کورنۍ د عزت او وقار مسئله ګرځېدلې چې له امله يې د نکاح ساده محفل په مصنوعي خوښيو او بې ځايه نمايشونو بدل شوى، د دغه بې ځايه نمايش له امله خلک له پيسو څخه خلاصېږي، ځمکه پلوري، اويا هم په سود پور اخلي، د يوې ورځې د خوښۍ لپاره ځان د ټول عمر له خوښۍ څخه خلاصوي.
دا ټول شيان غير اسلامي دي، په حقيقت کې خو بايد د نکاح مراسم تر اخري حد پورې ساده او بې لګښته وي، دا بايد داسې وي لکه د لمانځه وخت چې را ورسي او سړى لاړ شي په جومات کې لمونځ ادا کړي. نکاح او واده بايد د يوې فريضې په توګه وکړو، نه د کورنۍ د شان شوکت او عزت د ښکاره کولو لپاره.
له حضرت بي بي عايشې څخه روايت دى چې نبي کريم ص فرمايلي: بې له شکه غوره نکاح هغه ده چې په هغې کې لګښت کم شوى وي او ساده وي.
نبي کريم ص ته د يو شمېر مصلحتونو له امله د ډېرو نکاح ګانو اجازه وه، او له يوولسو(١١) مېرمنو سره يې نکاح کړې چې د رحلت پر مهال يې نهه ورسره وې، له دوى څخه د يوې په نکاح کې هم نبي کريم ص نمايشي محفل نه و نيولى.
د بېلګې په توګه د نبي کريم ص يوه مېرمن سوده بنت زمعه وه، د حضرت خديجې رض له وفات څخه وروسته يې له دې سره نکاح وکړه، سوده يوه کونډه مېرمن وه، د نبي کريم ص له لوري خوله بنت حکم د نکاح پيغام ور وړى و، هغې ورته وويل چې که مې د پلار خوښه وي، زه څه ستونزه نه لرم. بيا خوله بنت حکم د هغې له پلار سره وغږېده، هغه دا رشته قبوله کړه، له هغې وروسته نبي کريم ص د سوده بنت زمعه کور ته ورغى او په ساده توګه يې نکاح ورسره وکړه.
د صحابه کرامو طريقه هم همدغه وه، په دوى کې که به څوک شتمن هم وو، هغوى هم د واده يا نکاح پر مهال بېځايه لګښتونه نه کول. د بېلګې په توګه حضرت عبدالرحمن بن عوف يو له شتمنو اصحابو کرامو څخه و. ده په مدينه منوره کې له يوې مېرمنې سره نکاح وکړه.
امام احمد د حضرت انس له خولې نقل کوي چې د حضرت عبدالرحمن بن عوف رض نکاح په مدينه منوره کې له يوې داسې شتمنې مېرمنې سره وشوه چې ډېر شته يې لرل، هغه ورته د خپلې نيمې شتمنۍ وړانديز وکړ، خو حضرت عبدالرحمن بن عوف رض يې مال وانخيست، هغه په مدينه منوره کې سوداګري پيل کړه تر دې چې خپله يو شتمن سړى شو.
حضرت عبدالرحمن بن عوف رض يوه ورځ د نبي کريم ص مجلس ته راغى د ده په جامو د خوشبو اثر و، رسول الله ص په يماني ژبه ورته وويل: مَهْيَم( څه خبره ده؟) هغه ځواب ورکړ: يا رسول الله تزوجت امراة( اى د الله رسوله! ما له يوې ښځې سره واده وکړ)
له دې څخه معولېږي چې حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه پخپل واده کې هيڅ ډول نمايشي محفل نه و جوړ کړى، تر دې چې نبي کريم ص او نور اصحاب کرام يې هم نه و خبر کړي، په ساده توګه يې د ايجاب او قبول په ذريعه نکاح وکړه او هغه ټاکلى مهر يې ادا کړ او وديز ژوند يې پيل کړ.
جهېز:
د جهېز رواج چې نن په مسلمانانو کې دى، دا رواج په هنداونو کې هم شته چې د تلک په نامه يادېږي. پخوا به د جهېز موخه دا وه چې د جنۍ سرپرست به د هغې د کور لپاره اړين توکي برابرول، مګر اوس يې د پېرنې او پلورنې بڼه غوره کړې.او پوره بدلون پکې راغلى، د بېلګې په توګه: کوچونه، ډنر سيټ، د پخلنځي سامان، تلوېزون، موټر سايکل، يخچال، موټر او ... تر دې چې پر دې هم بسنه نه کوي او د هلک کورنۍ د جنۍ له کورنۍ څخه نورې تمې هم کوي، چې د هغې له پوره کولو پرته واده د جنۍ لپاره د بربادۍ په مانا دى.
د دغه درنو رواجونو پايله دا شوه چې واده اوس يوه داسې مسئله وګرځېده چې يوازې د يو څو خوشبختو په نصيب کې وي، بې شمېره کورنۍ د دې وس نه لري چې د خپلو لورګانو ودونه وکړي، تر دې چې له همدې امله يو شمېر انجونې اړ کېږي چې ځان وژنه وکړي، او يا په نورو ناوړه لارو لاړې شي چې د هغې د ويلو لپاره په قلم کې توان نشته.
يادونه:
پورته ياد رواج په هندوستان او پاکستان کې دى، د دوى برعکس رواجې په افغانستان کې دى( دلته په افغانستان کې د هلک کورنۍ د جنۍ کورنۍ ته پيسې او نور شيان ورکوي)
د جهېز دغه بڼه يوازې ټولنيزه بدي نه ده، بلکې دا يو ناروا او حرام کار دى، دا يو داسې کار دى چې له امله يې د سړي لمونځ او روژه هم د خداى په دربار کې نه قبلېږي.
لکه څنګه مې چې وويل، ډېرى وخت د جنۍ له کورنۍ څخه د جهېز غوښتنه کېږي، په دې اړه مې له علماو څخه پوښتنه وکړه هغوى دا رشوت وباله او د حرامو فتوه يې پرې ورکړه.
نور بيا