د لمر سوځونکو وړانګو په ټولو خولې راماتې کړې وې، په ځینو خو به له ډاره خولې راتلې خو ګرمۍ یې پرده ورکړې وه، خاموشه خاموشي وه زه د نجیب ترڅنګ چې په عمر کې تر ما لوی ؤ د یوه لوی کمره تر شا پر خپل ټوپک ور پرېوتم او د کلي د سړک پر لوري مې نښه نیولې وه.

څو ساعته مخکې ثنا ګل ته چې زمونږ د ټولي مشر او قوماندان ؤ دا احوال رسیدلی ؤ چې د خارجیانو قطار را روان دی نو په بیړه یې پنځه کسیزه ډله برابره کړې وه چې دی خپله هم پکښې ؤ او زمونږ سره یو ځای چې دری تنه ؤ په کمین کې پراته ؤ چې ناڅاپه د فرید جګ اواز دا خاموشي ماته کړه:

-          هغه دي، راورسیدل له لیرې یې ټانګونه ښکاري

پدې کې ثنا ګل په امرانه لهجه شروع وکړه:

-          ((هلکانو! زمونږه دا جګړه یواځې د خدای د رضا لپاره ده، ګوری چې هیڅ ونه ویریږی مخامخ پرې ډزې وکړی او نښه درنه خطا نشي او که چیرې کوم یو زمونږ له ډلې ووژل شي نو هغه به د شهادت لوړې درجې ته ځان رسولی وي .. له ټینګې ارادې سره وجنګیږی))

بیا یې فرید ته مخه کړه:

-          هلکه د ماین سیمونه خو بدې سم تړلي وي؟

-          هو قوماندان صاحب!

فرید دا وروستۍ خبره په لړزیدلي اواز وکړه داسې ښکاریدو لکه ویریدلی چې وي او په راتګ یې پښیمانه وي خو چا یې پروانه ونکړه، ځکه هر سړي مرګ په خپلو سترګو لیدو، زه چې دې نورو ته فکر وړی وم او لږ څه ځان راته ویریدلی هم ښکاریدو د ټانګو غرهار مې تر غوږو شو خپل ټوپک مې نور هم ټینګ کړ، کیڼه سترګه می پټه کړه او خپلې نښې ته متوجه شوم.

په څو شیبو کې قطار زمونږ د هدف ځای ته راورسید او د رسیدو سره یې سم درز شو، فرید د ماین سیمونه شارت کړل او د چاودنې سره سم یې د الله اکبر په نارو ډزې شروع کړې، زه د چاودنې غږ سخت وویرولم د ځان له ویرې ما هم ډزې شروع کړې.

مقابل لوری د ټانګو تر شا شول او انداخت یې پیل کړ، پدې کې د نجیب ورته پام شوی ؤ چې خارجیان دوې ډلې شول، یوې یې زمونږ سره ګولۍ تبادله کولې او بله ډله یې د پښتې شاته منډې کړې، په ډزو کې ثناګل ووژل شو د هغه په وژل کیدو نورو خپله روحیه له لاسه ورکړه او تیښته یې غوره وګڼله، ټولو د غونډۍ خواته منډې کړې چې د غونډۍ له سره د خارجیانو دوهمې ډلې ډزې را باندې شروع کړې، زمونږه څلور تنه نور یې هم را ووژل په منډو منډو کې نجیب را باندې غږ وکړ (( هلکه! ټوپک دې پر ځمکه وغورځوه او لاسونه پورته ونیسه)) دا خبره یې لا پوره نه وه کړې چې پر کیڼه اوږه ولګید او وغورځیدو ما هم مخکې له دې چې په ګولۍ ولګیږم د نجیب خبره مې ومنله، خارجیان راورسیدل زه یې پړ مخې وغورځولم او تلاشي یې کړم د تلاشی نه پس یې سترګې راوتړلې او لاسو ته یې ولچک راواچول، له څنګلې یې ونیولم او خپلو ټانګو ته یې پورته کړم.

سترګې مې پتې وې هیڅ مې هم نشوای لیدلی فقط پدې پوهیدم چې د ټانګ په منځ کې پروت یم او ټانګ هم مزل کوي، څو ساعته همداسې پروت وم چې ټانګونه ودریدل، یوه کس یې له څنګلې ونیولم او ورسره یې کړم یو څو قدمه همداسې پتې سترګې روان وم چې چا مې سترګې را خلاصې کړې، توره شپه وه خو تیزو چراغو مې سترګې وبریښولې، په بیړه مې بیرته پټې کړلې، ورو ورو مې راخلاصې کړې شاوخوا مې چې وکتل د خارجیانو په نظامې کمپ کې وم هلته زما څخه لږ لیرې دوو تنو په تذکره کې یو ټپي له ټانګ څخه را وایستلو چې کله ټپې کس ته ښه ځیر شوم کتل مې چې نجیب ؤ د ډیرو وینو له بهیدو بې هوښه شوی ؤ، زه چې ډیر ویریدلی وم د هغه په لیدو مې لږ زړه ډاډه شو.

زه هغه کس چې له څنګلې نیولی وم یوی تورې خونې ته بوتلم او دروازه یې را پسې کلپ کړه تر سهاره هملته وم، سهار یې بیا له هغه ځایه را وایستلم سترګې یې را وتړلې او په چورلکه کې یې کښینولم، نیم ساعت غوندې مو په چورلکه کې مزل وکړ د هغه نه پس بیا کوم چا ورسره روان کړم او په یوه ودانۍ یې ورننه ایستم، تر یوه ځایه خو ټوله انګریزي وه چې اوریدله مې خو یو ناڅاپه مې پښتو تر غوږو شوه غوږونه می ښه ورته څک کړل چې کوم چا ویل:((دادی یو بل ملګری مو هم زیات شو))

پدې کې یې سترګې را خلاصې کړې او ولچک یې هم رانه لیرې کړل، شاوخوا مې سترګې وغړولې چې ډیری خلک مې خپل افغانان او په تیره بیا پښتانه ولیدل چې نوي د سهار له لمانځه خلاص شوي ؤ او هر یو خپلې قفسچې ته روان ؤ زه یې هم یوې قفسچې ته کړم خو پدې نه پوهیدم چې چیرته یم او دا کوم ځای دې د خپل د څنګ د قفسچې له څښتن نه مې پوښتنه وکړه، هغه په ځواب کې راته وویل چې((دا د بګرام بنديخانه ده)) له هغې پس پوه شوم چې په بګرام کې بندي یم.

زما ددې بل څنګ قفسچه څلور ورځې خالي وه په پنځمه ورځ مې چې کتل نجیب یې پداسې حال کې چې یو لاس یې په غاړه کې پروت ؤ دې قفسچې ته راوستلو، د هغه په ژوندي لیدو ډیر زیات خوشاله شوم، له روغبړ وروسته مې د هغه د ټپ پوښتنه وکړه ویل یې ((ښه دی))، دا ورځ مو همداسې په کیسو سره تیره کړه سبا ته یې دوه تنه راغلل زه او نجیب یې ورسره یوې بلې کوټې ته بوتلو، په هغه کوټه کې یو میز او دوه څوکۍ چې یوه یې د میز یوه کې او بله یې په بله خوا کې یو بل ته مخامخ ایښې وې، زه یې په یوه څوکۍ کښینولم لاسو ته یې ولچک راواچول او نجیب یې رانه بوتلو بلې کوټې ته، دا یې د تحقیق کوټه وه، څو شیبې ناست وم چې دروازه راخلاصه شوه، یو غټ سورپوستی چې نظامي کالي یې په ځان کې ؤ را ننوتلو او مخامخ د میز شاته په څوکۍ کیناستلو پداسې حال کې چې زما سترګو ته یې کتل ویې ویل:

-          حال ډې سنګه ډې؟ (حال دې څنګه دې)

ما ورته حیران حیران وکتل او خوله مې وازه پاتې شوه چې دې سورپوستي خارجي ته ګوره او پښتو ته، ده به نو چیرې زده کړې وې، بیا یې لږ په جګ اواز وویل:

-          مه پوهټنه وکړه چې حال ډې سنګه دې؟ ( ما پوښتنه وکړه چې حال دې څنګه دی)

پداسې حال کې چې زه حیرانی اخیستی وم وویل:

-          ښه یم

څو نورې پوښتنې یې هم ددې په اړه وکړې چې ولې مې ټوپک اخیستی؟، ولې جګړه کوم او د یو څو تنو نورو پوښتنه یې هم رانه وکړه، تر کومه ځایه چې راته معلوم ؤ د کومو کسانو پوښتنه یې چې وکړه هغه هم د دوی په ضد جنګیدل چې ما یې له پیژندلو انکار وکړ.

وروسته له پوښتنو رانه ووتلو او ماته یې ویل چې همدلته اوسم، له لږ ځنډ وروسته یې نجیب هم همدې ځای ته راوستلو او زما تر څنګ یې کښینولو او همغه سورپوستی بیا راغی او په پوښتنو یې پیل وکړ، ویل یې دې پوښتنو ته دواړه ځواب راکړی.

لومړنۍ پوښتنه یې دا وه چې ولې مو تروریزم ته مخه کړې ده، نجیب چې سترګې ښکته اچولې وې له دې پوښتنې سره د هغه خارجي سترګو ته وکتل او پوښتنه یې ترې وکړه:

-          دا تروریزم څه ته وایې؟ یو ځل یې راته تعریف کړه

دا خبره یې داسې په زور او قهر وکړه، خارجي په غصه ځواب ورکړ: ((دلته زه له تاسې پوښتنې کوم، نه تاسي له ما څخه)) نجیب بیا زیاته کړه (( زما ځواب راکړه چې زه دې سم ځواب درکړم))

خارجي یې سترګو ته وکتل او وویل:

-          له ما څخه امتحان اخلې؟

-          نه امتحان نه اخلم بس د تروریزم په معنی نه پوهیږم

-          ښه نو(تروریزم د هغو کسانو طریقه ده چې انسان وژنه، تهدید او د وحشت را منځ ته کول د خپل سیاسي هدف د لاسته راوړلو لپاره مباح ګڼي...

نجیب سم دواره د هغه خبرې پرې کړې او شروع یې وکړه:

-          نو داسې چې ده د سیاسي هدف د لاسته راوړلو لپاره تا ډیر کسان وژلی که ما؟، تهدید او وحشت تا را منځ ته کړی که ما؟، زما په حمله کې څو تنه مري او تاسی په یوه حمله کې څومره وژنۍ؟، د تاسی په یوه بم کې په لسګونه تنه مري او زما په یوه انتحاري کې له لسو تنو نه زیاتیږي، مونږ به پدې ټوله جګړه کې سلو زیات ندي وژلۍ خو تاسی یواځې په عراق کې په زرګونو تنه ووژل او همداسې په زرګونو نور په افغانستان کې، نو ددې هر څه په نظر کې نیولو سره تروریست ته یې او که زه؟ ... د تروریزم په ضد جګړه کوم...