ليکواله: ريحانه رحمان
ژباړن: سردارولي څرک
دا زما د ترور زى د ژوند کيسه ده، د هغه نوم افسر و، ډېر نېک او عابد سړى و، هر څوک يې په ليدو خوښېدل، خداى ده ته نه يوازې ښکلې څېره بلکې ښکلې اخلاق او خوږه ژبه هم ورکړې وه.
د ده څلور ورونه او پينځه خويندې وې، ټولو دونه کړي و او خپل خپل کورونه يې لرل، افسر په دې ټولو کې مېلمه پال انسان و.
ده څلور لورګانې او يو زوى و، ټول پر زده کړو بوخت وو، يو څه اندازه ازاد خيال هم وو، که څه هم د افسر د دوى دا ازاد خيالي نه وه خوښه او تل به يې ورته نصيحت کاوه چې څنګه وګرځي او څه ډول جامې واغوندې، په تېره لورګانو ته به يې تل نصيحت کاوه چې داسې جامې واغوندي چې د اسلامي اوصولو سره برابرې وي، خو د دې زمانې اولادونه چرته د مور و پلار خبرې مني، دوى خو هغه کوي څه يې چې زړه وغواړي.
افسر يو نرم زړى انسان و، يوازې نصيحت به يې ورته کاوه، له زور زياتي څخه يې کار نه اخيسته، هيڅ ډول شخړه يې نه خوښېده، هو، ا لبته ويل به يې چې کله يې اولادونه اسلامي جامې واغوندي نو د شکرانې لمونځ به ادا کړي او يوه مېښه به حلاله او پر غريبو به يې و ويشي.
د دې زمانې اولادونه له زمانې سره سم تګ خوښوي، او د خپلې خوښې په ژوند خوشاله کېږي. دوى د مشرانو خبرو اونصيحتونو ته هډو ارزښت نه ورکوي، دوى فکر کوي چې دا مشران ګنې لېوني دي او هسې چټيات وايي. همدا کيسه زما د ترور (خاله) له زوى افسر سره هم وشوه.
خير وايي چې الله د هر چا اوري، هغه د افسر هم وارېده، خو اوس چې کله موږ د هغه خبرې يادو، نو ژړا راشي، هغه ارمان يې چې په ژوندانه پوره نه شو، هغه يې مړينې نه وروسته سر ته ورسېد.
افسر په يوې کمپنۍ کې په ښه رتبه کار کاوه، د دې ترڅنګ يې له تصوير اخيستنې سره هم مينه وه، تل به يې د خپلو خپلوانو په ودنو کې د تصوير اخيستونکي په توګه د هغوى تصويرونه اخيستل.
دغه راز افسر هيله لرله چې حج ته لاړ شي، هر کال به يې په همدې خاطر داخله کوله، خو خداى ته منظوره نه وه.
ده د حج لپاره پوره تيارى کړى و، تر دې چې د حج د سفر ټول اړين توکي اخيستي وو، ده ويل چې څنګه ويزه تر لاسه کړي نو سمدستي به په دغه ستر سفر روان شي، خو ښايي د الله ج خوښه به نه وه.
دى به تل له همدې امله پرېشانه و، ويل به يې چې نه پوهېږي، څه خبره ده، يا په دې کې د خداى کوم مصلحت دى چې دا سره له دومره لېوالتيا او مينې بيا هم نشي تلاى،(( کېداى شي زما په لېوالتيا او مينه کې هغه زور نه وي کوم چې الله تعالى غواړي.))
دى به نو هلته څه ډول تللى واى، ده ته خو مرګ همدلته په انتظار و.
دوى څلورو وروڼو به هر کال يو ځاى د يوه ورور په کور کې حلاله کوله او ټولو به هلته اختر لمانځه. دا ځل يې د مشر ورور قمر نمبر و، کله چې افسر خبر شو، ډېر خفه شو، مور ته يې ويل: ((مورې! زه غواړم چې دا ځل قرباني زما په کور کې وشي او ټول ورونه، خويندې او د دوى اولادونه زما په کور کې سره راجمع شي، نه پوهېږم څنګه دغه هيله مې په زړه کې راپيدا شوه، خو قمر ورور ته يې څنګه ياده کړم، هغه مشر دى هسې نه خفه شي.))
کله يې چې مور وليدل چې زوى يې خفه دى، نو ورته يې وويل: ((زويه! ته ښايي له دې امله خفه يې چې و دې نه شواى کړاى چې حج ته لاړ شې، ځه هغه ته زما نوم واخله او ورته و وايه چې مور وايي، دا ځل دې قرباني د قمر په کور کې نه بلکې د افسر په کور کې وشي، ځکه چې هغه ونه شواى کړى حج ته لاړ شي.
افسر ډېر خوښ شو، د مور لاسونه يې ښکل کړل او ورته يې وويل: مننه مور جانې، راتلونکى کال به که خداى کول ټول په ګډه د قمر ورور کره لاړ شو.
افسر د مور په خبرو دومره خوښ شو، چې څېرې يې له خوښۍ ځلا کوله، پاڅېد هماغلته يې د شکرانې لمونځ ادا کړ او په خوښۍ خوښۍ د خپل ورور کور ته روان شو. مازيګر ناوخته د خپل ورور کلي ته ورسېد، دى لا کوڅې ته نه وو ننوتى چې يو سايکل چلوونکى يې له موټر سره ټکر شو، ده سمدستي بريک ونيوه او له موټره راښکته شو، سايکل چلوونکي ته يې وويل، وروره! لږ په احتياط سره سايکل چلوه، خوږ شوى خو نه يې، تا دومره غټ موټر ونه ليده، که ما بريک نه واى نيولى خداى خبر چې څه به پېښ شوي و.
سايکل چلونکي بخښنه وغوښته او ورته يې وويل: وروره! زما غلطي وه، ما يو څه بيړه درلوده، همدا يې وويل او سايکل يې پورته کړ او روان شو، افسر هم بېرته خپل موټر ته پورته شو، ده لا موټر نه و چالان کړى چې ناڅاپه يو موټرسايکل چلوونکى راغى او پر ده يې ډزې وکړې، يوه مرمۍ د ده پر ملا ولګېده،دى يې پر ايشټرينګ ور وغورځاوه، او موټر سايکل چلوونکى په هماغه چټکتيا چې راغلى و وتښتېد.
د ده وراره او خورين، چې له ده څخه يې يو څه وړاندې مېښې او سنډاګان کورته روان کړي وو، د ډزو اورېدو، ژر څېرمه دېوال ته پټ شول، او له هغه ځايه يې ليدل چې څوک او پر چا ډزې کوي، خو دا چې تياره خوره شوې وه هغه تن يې سم ونه شواى ليداى.
له لږ ځنډ وروسته دا دواړه ځوانان له هغه ځايه راپورته شول او د هغه موټر لوري ته يې منډه واخيسته چې پرې ډزې شوې وې، کله چې نږدې ور ورسېدل ګوري چې په اشترېنګ پروته سړى د دوى تره او ګران ماما (افسر) دى، دوى چې د افسر بدن په وينو لت پت وليد، خورين يې ( کوثر) منډه کړه او خپل مشر ماما (قمر) يې راخبر کړ، او ورته يې وويل: ژر راشه چې افسر ماما مې چا ويشتى دى.
کروندو ته څېرمه د افسر ورونه ولاړ و، هغوى د دې خبر په اورېدو حيران شول او په منډه منډه يې خوا ته ورغلل، سم له لاسه يې پورته کړ او نږدې روغتون ته يې ورسولو. هلته ډاکټرانو د ده له درملنې څخه انکار وکړ او ورته ويل چې وروره! دا د پوليسو کېس دى، دا سمدستي کوم لوى روغتون ته يوسئ.
د افسر مشر ورور ډاکټر څخه هيله وکړه چې خير دى د خداى په خاطر له موږ سره مرسته وکړئ، د ځنډ له امله مې ورور مري، نه ګورئ د هغه وينه روانه ده، خو ډاکټر انکار وکړ او ورته يې وويل: موږ اړ يو، دا يو کوچنى روغتون دى، وخت مه ضايع کوى، دا ژر لوى روغتون ته يوسئ.
افسر دا مهال په هوش کې و، هغه په غلي غږ کلمه ويله، اخر يې ورونه اړ شول او دى يې لوى روغتون ته يوړلو، هلته ډاکټرانو ژر له دوى سره طبي مرستې پيل کړې او ورته يې وويل چې مرمۍ د افسر ګورده ټپي کړې بايد عمليات يې کړو.
ډاکټرانو دوى ټولو ته له کوټې څخه د وتو امر وکړ او خپله يې د عمليات لپاره تابيا پيل کړه، په دې وخت کې افسر هماغسې کلمه تکراروله او ويل ې چې زه اوس کعبې شريفې ته ورسېدم، ځکه اوس حج ته زما د تګ وخت راورسېد او په همدې سره يې ساه ورکړه.
د ده ورونه حيران ولاړ وو، نه پوهېدل چې دا څه او ولې وشول، دوى سم له لاسه د کورنيو غړو ته خبر ورکړ، هغه څوک چې زموږ کوربه و، هغه اوس خپله مېلمه شو، اوس هغه له دې فاني نړۍ څخه کډه کوله.
د دې خبر په اورېدو پر موږ ټول قيامت راغى، د افسر څېره زموږ سترګو سترګو ته کېده، دغه غم پر ټولو دروند و خو پر کورنۍ يې بلا دروند و، چې وړل يې ورته خورا ستونزمن و، چرته چې د اختر لپاره تياري نيول کېده، هلته اوس د ماتم سريندې غږېدې، په حر حال دا خبر لکه د ځنګل اور ټولو خپلوانو ته ورسېد. او له هر لوري خلک ډلې ډلې راروان شول.
په سبا يې افسر په هماغه احرام کې چې ده د حج لپاره له پخوا څخه اخيستى و خاورو ته وسپارل شو. اوس د اختر خوشالي چرته وه، اوس خو هر لوري ته وير او ماتم و، په کور کې دسترخوانونه خواره و، مېښې او سنډاګان حلالېدل او غوښه به يې پر غريبو خلکو پخه او يا خامه ويشل کېده، هره ورځ به د قرانکريم ختمونه کېدل. د قرانکريم په دې ختمونو کې به يې د کورنۍ ټولو ښځو برخه اخيسته، دوى به ځانونه سر نه تر پښو پورې په اسلامي جامه کې پټول، د دې په ليدلو به د افسر د کورنۍ غړو(ښځې ، لورګانو او ...) هم هماغسې جامې په تن کړې او د قرانکريم په ختم کې به يې ګډون وکړ.
د دوى دغه بدلون ټولو ليده او د هرچا خوښ شول، هغه چا به چې تل لوپټه په غاړه کې اچولې وه، اوس يې ځان داسې پټ کړى و چې بې له مخه يې هېڅ ځاى نه ښکارېده.
ما فکر کاوه، چې افسر د خپلې کورنۍ لپاره همداسې جامه خوښوله، خو د هغه چا اورېده، ځينو خو به لا ويل چې موږ خو څه خدمتګارې نه يو چې داسې جامه واغوندو.
نن نه پوهېږم په دوى کې دغه بدلون څه ډول راغى؟، نن څنګه دوى د دې پرځاى چې نيمه بربنډې جامې واغوندې سمې اسلامي جامې يې اغوستي؟ ښايي دوى غوښتل چې پر دې کار يې د افسر روح ته ثواب ورسېږي.
دا خبره پر ځاى ده چې کله پر انسان څه مصيبت راشي نو الله ته ډېر نږدېوالى پيدا کړي، نن دې ښځو د قرانکريم په ختمونو کې د اسلامي جامو په مانا پوهې شوې، هغه ښځو چې ويل به يې ستر او پرده څه مانا لري، د انسان نيت بايد پاک وي، اوس همغو ويل چې نه، زموږ جامې بايد داسې وي چې د خلکو سترګې د دې جامو په ليدلو له حيا ښکته شي، ځکه که موږ نيمه بربنډې جامې واغوندو، نو خلک خامخا موږ ته ګوري او په زړونو کې ناوړه خيالات پيدا کېږي چې له امله يې موږ هم ګناهګارې کېږو او هغوى هم.
اوس دوى پوه شول چې افسر رښتيا ويل چې په اسلامي جامه کې د ښځې عزت او احترام نغښتى دى. بې له شکه د خپلې خوښې جامې واغونده، خو داسې جامې نه چې د خلکو سترګې درته پاتې شي.
لکه څنګه چې د کور ساتنه په دېوالونو سره کېږي، داسې د ښځې ساتنه په مناسبو جامو او پردې سره کېږي.
د اختر درېمه ورځ د ده درېمه وه، په دې ورځ ټولو ښځو پوره جامې اغوستې وې، دا د دوى د کورنۍ تر ټولو پرمختلې(ماډرن) ښځې وې، کله چې د کلي خلکو دوى په دې جامه کې وليدې، نو حيرانې شوې، دا د دوى لپاره تر ټولو ستره زده کړه وه چې د ژوندانه رنګينيو دوى له مرګه ناخبره کړې وې ، لکه څنګه چې د افسر ژوند د نورو لپاره د لارې مشعل و اوس يې مړينه هم د نورو لپاره د لارې مشعل وګرځېد. هغه کار چې ده په ژوندانه په نصيحت سره ونه شواى کړى اوس يې له مړينې وروسته تر سره شو.
دغه راز ښايي الله تعالى نه غوښتل چې دې حج ته لاړ شي، ځکه الله جل جلاله دغه راز نېک انسانان ځانته ور بلي.
کله کله الله تعالى د خپل نېک بنده غوښتنه پوره کوي، لکه څنګه يې چې د افسر پوره کړه، دا ځل قرباني د ده په کور کې تر سره شوه په اختر کې نه يوازې د ده وروونه او خويندې د ده کور ته راغلل بلکې بلا نور خلک هم ور کره راجمع شول.
له دې پېښه وروسته د ده د ښځې او لورګانو سر بېره د ده خويندې، خورزې، ورېرې او د ورونو ښځې چا بې پردې نه دي ونه ليدلې.
پاى