سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
ژپاړې(لنډې كيسې، ناولونه او... .)
له هغه وډار شه، چې له تا ډارېږي ------- څرك
خلكو له هرمز پاچا څخه وپوښتل: ((تا د خپل پلار په وزيرانو كې څه ګناه ليدلې وه، چې هغوى دې بنديان كړل؟))هرمز ورته وويل:((ما يې ګناه معلومه نشواى كړى، خو ما وليدل، چې د هغوى په زړو كې له ما ډېره زياته وېره وه او زما پر وعدې يې پوره باور نه كاوه... زه هم و وېرېدم، چې د ځان له وېرې ما ته زيان وانړوي... په همدې خاطر مې د پوهانو پر وينا عمل وكړ، چې ويلي يې دي: د كوم انسان اغېزه او دبدبه، چې د خلكو پر زړونو خوره شي، خلك د هغه د له منځه وړلو په لټه كې كېږي.شيخ شعدي رح ځكه له دغو خلكو
مور -------------- څرك
د ديسمبر په يوه ماسپښين څنګه، چې ښوونځى رخصت شو، په اسمان كې د ورېځو لړۍ خورې شوې، ما فكر وكړ، چې ځه له بارن مخكې مخكې به ځان كور ته ورسوم، نيمايي لاره مې لا نه وه وهلې، چې باران پيل شو او هغه همداسې تېز، چې په يوه شېبه كې يې لوند خيشت كړم، له يخنۍ رپېدم، كله چې كور ته ورسېدم ور مې ټك ټك كړ ورور مې راته دروازه پرانيسته، كله يې، چې زه لوند خيشت وليدم نو راته يې وويل: صيبه! نه پوهېدې، چې باران كېږي، لږ انتظار دې نشو ويستاى؟خور مې را غږ كړ: ((وروره! د باران د ودرېدو لپاره به دې لږ انتظار ك
خپل ګرېوان -------------- څرك
سمير له خپل كلي څخه ښار ته د زده كړو لپاره راغلى و او د ښار په كالج كې يې پر زده كړو پنځه كاله تېر شول. په دغو پنځو كالو كې دى د خپلې ټولګۍ والې غزالې په مينې هم اخته شو- اوس هغه نه غوښتل، چې شېبه هم له غزالې پرته تېر كړي او د غزالې په زړه كې هم له ده سره مينه پيدا شوې وه.يو ورځ غزالې خپل مور او پلار ته وويل، چې غواړي له سمير سره واده وكړي، خو هغوى يې په دې خبره په قهر شول او د دې كار اجازه يې ورنه كړه.كله چې دې دا خبره له سمير سره شريكه كړه، نو هغه ترې ورسره د تښتېدو غ
بې عيبه تصوير----------- څرك
هسې خو پاچا انصاف خوښوونكى او د ولس پر غم او درد خبر و، خو مګر له جسماني لحاظه پر يوې پښې ګوډ او پر يوې سترګې ړوند و.يوه ورځ پاچا د خپل هېواد ټول انځورګران راوغوښتل او ورته يې وويل، چې د ده داسې يو انځور وباسي، چې دغه عيبونه په كې ښكاره نشي.ټولو انځورګرانو له دې كاره انكار وكړ او ويل يې، چې څنګه د دوو سترګو لرونكى انځور وكاږو په داسې حال كې چې پاچا يوه سترګه لري او څنګه يې په دوو پښو ودروي، په داسې حال كې چې پاچا په يوه پښه ګوډ دى.په همدې كې يوه انځورګر غږ كړ، چې پاچا صيب زه
وديز بريالى ژوند (تېر پسې) _____ څرک
پر دې لګښت: د يوه عالم سړه د ژوند کيسه ده: د ده ژوند په يوې خپرنيزه اداره کې تېر شوى و، ډېره ساده زندګي يې تېروله، له دغه کم معاش څخه به يې هم يو څو انې بچت کولې. د ده يوازې يوه لور وه، د هغې واده يې وکړ او په واده کې يې هيڅ لګښت ونشو. کله يې چې خپله لور رخصتوله، خپل زوم او لور ته يې د بانک يو چک ورکړ، دا چک د لس زره روپو و، هغه ورته وويل: دا زما د ژوند ټول بچت دى چې بانک کې مې جمعه کړى، دا پيسې مې ستاسې په واده کې هم مصرفولاى شوې، خو ما ته يې دغه لاره غوره ښکاره ش
باد د جنت له لوري راغى _______ ژباړن: څرک
ليکواله: ريحانه رحمان ژباړن: سردارولي څرک دا زما د ترور زى د ژوند کيسه ده، د هغه نوم افسر و، ډېر نېک او عابد سړى و، هر څوک يې په ليدو خوښېدل، خداى ده ته نه يوازې ښکلې څېره بلکې ښکلې اخلاق او خوږه ژبه هم ورکړې وه. د ده څلور ورونه او پينځه خويندې وې، ټولو دونه کړي و او خپل خپل کورونه يې لرل، افسر په دې ټولو کې مېلمه پال انسان و. ده څلور لورګانې او يو زوى و، ټول پر زده کړو بوخت وو، يو څه اندازه ازاد خيال هم وو، که
وديز بريالى ژوند --------- ژباړن: څرک
ليکوال: مولانا وحيدالدين خان ژباړن: سردارولي څرک نصيحت بنجيمن فرينکلن يو امريکايي عالم و چې په ١٧٠٦ کال کې پيدا او په ١٧٩٠ کال کې ومړ_ د هغه يوه وينا ده: له نکاح وړاندې خپلې سترګې ښې پرانستې وساته، خو تر نکاح وروسته خپلې سترګې پټې کړه. يعنې له نکاح وړاندې د خپلې مېرمنې په اړه پوره معلومات تر لا
ناروغه جنۍ -------- ژباړن: سردارولي څرک
ناروغ جنۍ ((د کوچنيانو لپاره په زړه پورې کيسه)) په يوه هېواد کې يو سوداګر اوسېده، د هغه درې زامن وو، ورځې شپې تېرېدې د هغه زامن هم په غټېدو شوه،تر دې چې له پلار سره به يې دهغه په سوداګريزو کارونو کې مرسته کوله. د دوى په ګاونډ کې يو ډېر شتمن سړى اوسېده، ده يوه ډېره ښکلې لور درلود، دا نه يوازې ښکلې وه، بلکى د خو اخلاقو
د شهزادګۍ ناول ١٣ مه برخه --------- څرک
موږ ته د دنيا ټولې اسانتياوې برابرې وې، خو! د حرم سراى باغونه ډېر لوى او پراخه وو، ګرد چاپيره ترې سپين دېوال راچاپيره و، چې ځاى ځاى يې برجونه لرل او ډېرې دروازې يې لرلې. چې څو يې د ښار خوا ته وې، مركزي دروازه هم ښار خواته وه، چې پكې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو. په ټاكلي وخت به موږ دغه باغ ته تللو، كه به موږ كې چا د سمندر چكر غوښتو، نو هغه كولاى شواى چې په وړه كښتۍ كې د سمندر سيل وكړي.
جهاد او ترهګري ---------------- څرک
مسلمان او ترهګري ايا ترهګري د مسلمانانو كار دى؟ ((د پوښتنو او ځوابونو برخه)) ډاكټر محمد نايك: مخكې تر دې چې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيل كړو مخكې تر مخكې تاسې ته يو څو اصول او قواعد وايم چې بايد د پوښتنو پر مهال يې مراعت كړئ
جهاد او ترهګري --------------- څرک
پاتې برخه: ايا اسلام د تورې په زور خور شوى دى؟ اسلام د امن او سولې داعي دى او مانا يې هم سوله او امن ده، دا د سلامتۍ دين دى، اسلام د سلام له كليمې څخه اخيستل شوى دى چې مانا يې سلامتي ده، چې له اولې ورځې څخه يې بنسټ پال ټولې نړۍ ته د امن او سلامتۍ پيغام وركوي او مسلمانانو ته په سختۍ د دې كا
جهاد او ترهګري
((په اسلام كې د بدۍ يا ناسمې موخې د پوره كېدا په خاطر د جهاد كولو خيال يا تصور هم ندى شوى، بلكې د علم د ترلاسه كولوو لپاره جهاد كول، د دين او د الله او د هغه د رسول د خوښيو او رضا د تر لاسه كولو لپاره جهاد كېږي، اسلامي جهاد يوازې د انسان د ذاتي اصلاح او د انسانيت د بري په خاطر كېږي، خو له بده مرغه، يو شمېر غير مسلم وګړي او مسلمانان د جهاد مانا يوازې جنګ كوي چې دا پر ځاى نده. )) ډاكټر ذاكر نائيك
اسلام انسانيت لپاره رحمت دى، نه کړاو --- سردارولي څرک
شيخ منظور: مننه نايك صيب! موږ ستاسې جادوګر تقرير اورېده، چې په حقيقي او منطقي دلايلو ولاړ و او د اسلامي دعوت په ضد د دښمنانو خوله ماتونكى ځواب مو وايه _ اوس د دې ناستې دويمه برخه( پوښتنې او ځوابونه)) پيليږي، هغه ښاغلي چې پوښتنې كول غواړي، د مايك مخې ته دې په ليكه كې ودرېږي_ دويمه خبره دا چې د ډاكټر صيب ذاكر نايك غوښتنه ده چې دوستان بايد د موضوع اړوند پوښتنې وكړي، خو غير مسلم ورونه او خويندې له موضوع بهر هم پوښتن
اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه كړاو
د نن دې له بركته ډكې ناستې كې زه منظور شيخ ستاسې كور به يم، خپل پروګرام د قران كريم په تلاوت پيلوو، د نړيوال اسلامي ښوونځي زده كړي فاروق نائيك ته بلنه وركوم چې د قران كريم د څو اياتونه په تلاوت دغه ناسته پيل كړي:((فاروق نائيك د ډاكټر ذاكر نايك زوى دى)) .............. د الانفطار سورة تلاوت............. ژباړه: ((كله چې اسمان وچوي، او كله چې ستوري خواره واره شي.او كله چې سمندرونه وشلېږي. او كله چې قبرونه پرانستل شي. هغه وخت به
اخر چرته لاړه شم...؟ څرك
اخر چرته لاړه شم...؟ نجمه يوازې زما ټولګيواله نه ،بلكې يوه ښه ملګرې هم وه، هغه د يوې متوسطې كورنۍ د سترګو تور وه، له رنګه يو څه غنمرنګه، خو سترګې پرې خوږېدې، ډېر بااخلاقه وه، لنډه دا چې دې كې هغه ځانګړنې وې ،چې ورسره دوستي وشي.دوى څلور خويندې او درې وروڼه وو، يو وخت دې كورنۍ په ښه ډاډ سره خپل ژوند تېراوه، نجمه له كوچنيوالې څخه خپلې عمه (پلار خور)پاللې وه، دغه مېرمن چې نوم يې عايشه و، بې اولاده وه، نو ځكه يې نجمه په ډېر ناز او نزاكت لويه كړې
مور يوه نايابه ډالۍ ده.... څرك
مور يوه نايابه ډالۍ ده وايي چې مور د خداى(ج) له لوري يوه نايابه ډالۍ ده، د دې مينه لكه د سمندر د څپو په شان ده، د مور په مهربانۍ او مينې ټول غمونه لرې كېږي، دا هم ويل كېږي چې د مور له شتون پرته كور ګورستان وي، دا ټولې د پوهانو ويناوې دي، مګر دا هم يو تريخ حقيقت دى چې خلك د همدې رحمت عزت ډېر لږ كوي، كله چې پرې بوډاتوب راشي نو بيا د اولاد لپاره يو دروند پېټى شي.زه تاسې ته د خپلې نيا كيسه كوم، چا چې په ځوانۍ كې د خپلو اولادونو لپاره كونډتون كړى و
چې زندګي بې وفا شي! ځرك
چې زندګي بې وفا شي! د فرح پلار رضا اكا شتمن نه و، مګر په يوې خوشحاله كورنۍ كې يې واده كړى و، د خسرګنۍ په لارښوونه يې نوكري پرېښوه او يو كاروبار يې پيل كړ، چې سړى په كاروبار كې زحمت وباسې نو ثمر به يې خامخا ويني، ده هم ښه خواري كوله چې له همدې امله به يې ورځ په ورځ كاروبار ښه كېده چې رضا اكا هم پرې خوشحاله و، د فرح په پيدا كېدو يې پلار ډېر خوښ شو، ځكه پدې ورځو كې يې ډېره ګټه كوله، ده به خپله لور خوش نصيبه بلله، ډېره پر پلار ګرانه
هغه حياناكه وه.... څرك
هغه حياناکه وهاوس هېڅ ډول نښه نه وه پاتې، زه هم د پخوا په څېر نه وم، د خپل منزل نښه مې هم هېره کړې وه، کله جذبو پارولى وم، کله ځوانۍ او کله هم خپل مقدر، اوس د زندګى پر دې لار تلو، تلو کې خداى خبر چرته نه چرته رسېدلې يم.زه ايله د شپاړسو کالو وم چې د ښايست خبرې مې هره خواته کېدې، ما پر خپلې ښکلا ناز کاوه او د کورنۍ هېڅ يوه جنۍ مې خپله سياله نه ګڼله، زما په خيالونو کې يو ښکلى شان شهزاده و، چې له ماسره به واده وکړي او خپل شيش محل ته به مې يوسي، مګر زما
د شهزادګۍ ناول دولسمه برخه... څرك
يوه ورځ همداسې موږ پخپل لاس جوړ شوي شيان د اغلې سلطانې خدمت ته واستول، يو ساعت وروسته غلام دا شيان بېرته راوړل او ويې ويل چې د سلطان مور د دې کار په ليدو ډېره خوښه شوه، او د غلام په لاس يې يو څه ډالۍ هم راستولې وې، چې پکې د جامو ترڅنګ ډول ډول ګاڼې شاملې وې. زما برخه کې د ياقوتو امېل او بازو بند ترڅنګ هغه ښکلې جامې چې ما په ډېر دقت او هنر سره په زر تارو ګنډلې وې، ورسېدې، د دغه ډاليو په ليدو موږ ډېرې خوښې شو، چې بيان يې زما په وس کې ندى، او تر اغوستو يې په رښتيا هم
د وروستي ديدن ناول وروستۍ برخه... څرك
ريسې له واده وروسته په اميرخان باندې زور راوړى و، چې كلى پريدي او په كراچۍ كې ژوند غوره كړي، پدې وخت كې ريسه او اميرخان څو ځله كراچۍ ته تللي و او څانګه يې پرانيستې وه چې اوس يې غوښتل دا څانګه د خپل كاروبار مركز وګرځوي.ريسې هم كرنيزې زمكې لرلې چې له خاوند څخه ورته په ميراث پاتې وې او خپلې يې هم وې چې په اسانۍ سره يې پلورلاى شوې، مګر د اميرخان لپاره دا كار دومره اسان نه و، نو دى اړ و چې اړونده خلكو ته يو څه رشوت وركړي.دوى دواړو په كلي كې خپلې تولې ځمكې او ج
د وروستي ديدن ناول اومه برخه... څرك
په ډيفينس كالونۍ كې يې د زوى د كور لټون كې څو مياشتې تېرې كړې، مګر تر اوسه يې څه په لاس نه و ورغلي، دې دوران كې څو ځله د رمضان مستري خوا ته هم ورغلى و، خو رمضان سره هم څه خبر نه و._ ما ډېر كوښښ وكړو، د هغه له څو زړو ملګرو نه مې هم پوښتنه وكړه، خو هيچاته هم د هغه پته نه وه معلومه، زه ډېر افسوس كوم چې له تاسره مې څه مرسته ونشواى كړاى... ! مګر زه به خپل كوښښ جاري ساتم ښايي كومه ورځ يې پته ولګي._ كله، كله خو زه داسې فكر كوم چې زما پاتې عمر به د كراچۍ د سړكونو په خاور چاڼولو كې تېر ش
د وروستي ديدن ناول شپږمه برخه... څرك
وروسته د صفيې ياد هم په چتكتيا سره د ماضي په تيارو كې په وركېدو شو، ژوند ورته نوې غوښتې مخې، مخې ته كولې، له مړيو سره خو څوك نشي مړه كېداى، دوى لپاره خو يوازې د بښنې دعا كېږي، صفيه تللې وه او اوس ريسې ورته اړتيا لرله او پدې خبره اوس ريسه هم پوهېده چې اميرخان يې اوس اړتيا ده.دواړو يو د بل د زړه په خبرو ښه پوهېدل، د كومو اظهار چې په مختلفو ډولونو كېده، د دوى ترمنځ تكلف كم او دوستي زياتېدله، بلاخره يو ورځ اميرخان ريسې ته ښكاره د خپل زړه خبره وكړه او ده باور درلود چې ريسه به يې خبره بده ونه م
د وروستي ديدن ناول پينځمه برخه... څرك
دى کلي ته نږدې ورغى او درېدو، تر ډېره يې د خپل کلي تماشه کوله، د کلي د لوې لارې پر سر د پيپل ونه اوس هم لا هماغسې غلې ولاړه وه، چې سيوري ته به يې مسافر او د دې کلي اوسېدونکي دمه کېدل. له ونې څخه د بې شمېره مرغانو اوازنه پورته کېدل، ده ګومان کاوه لکه دا مرغان يې چې دوستان وي او د ده هرکلى کوي، د هوا څپو به چې کله د ده بدن ښکلاوه، نو لکه د مرهم به پرې لګېدې، له خوښۍ نه يې ښه په تېزه، تېزه ساه واخيسته، تا به ويل چې ټوله هوا خپلې سينې ته ننباسي.کله چې دى کلي ته ننوتو، هلته د ژوندانه ټولې نښې وې،
د وروستي ديدن ناول څلورمه برخه... څرك
مظفرخان به هره مياشت يو ليک خپل زوى ته د کلي په ادرس استاوه، خو ده ته کله هم د خط ځواب په لاس ورنه رغى، ده به ډېرى وخت دا سوچ کاوه چې خداى خبر هغه خط يې تر زوى ور ورسېد که نه؟په ملتان زندان کې د مظفرخان دا دويم کال پيلېدونکى و، خو تر اوسه يې هيڅوک ليدو ته رانغلل.د ده له غمونو تلاوالا زړه به تل خپل زوى او تر هغه زيات لمسى ياداوه، کوم يې چې تر اوسه ليدلى هم نه و، تر اوسه يې کوم تصوير هم نه و ليدلى، نه پوهېده چې چاته تللى؟ د چا نښې به پکې وي، دا يو داسې تند احساس او د تنهايى
د ورستي ديدن ناول3برخه
همداسې وشو، د بلقيس روغتيا چې لا له وړاندې سمه نه وه، نوره هم پسې خرابه شوه، تر دې چې د كټ او د پوزي يې كړه.تر يو څه مودې پورې خو يې د كلي حكيم درملنه كوله، خو چې د بلقيس صحت ښه نه شو، نو اميرخان هغه د ښار يو غټ ډاكټر ته يوړه، هغه يې يو شمېر ټېسټونه وكړه چې د ټېستونو د پايلې نه وروسته ډاكټر اميرخان ته وويل چې دوى په راتګ كې ډېر ځنډ كړى: ((د دې د ځيګر سرطان دى چې كابو وخت يې كېږي، دا له يو څو مياشتو سوا ژوندۍ نه پاتې كېږي.))د ډاكټر خبرو اميرخان ته سخت زيان ورساوه، پلار يې په زندان كې پ