خلكو له هرمز پاچا څخه وپوښتل: ((تا د خپل پلار په وزيرانو كې څه ګناه ليدلې وه، چې هغوى دې بنديان كړل؟))
هرمز ورته وويل:
((ما يې ګناه معلومه نشواى كړى، خو ما وليدل، چې د هغوى په زړو كې له ما ډېره زياته وېره وه او زما پر وعدې يې پوره باور نه كاوه... زه هم و وېرېدم، چې د ځان له وېرې ما ته زيان وانړوي... په همدې خاطر مې د پوهانو پر وينا عمل وكړ، چې ويلي يې دي: د كوم انسان اغېزه او دبدبه، چې د خلكو پر زړونو خوره شي، خلك د هغه د له منځه وړلو په لټه كې كېږي.
شيخ شعدي رح ځكه له دغو خلكو څخه د ځان ساتنې لپاره د احتاط امر كوي او دا دليل راوړي، چې مار له چوپان څخه خطر احساسوي، نو ځكه هغه چيچي او دغه راز كله، چې پيشو د ځان  خلاصونې لاره ونه ويني، نو هغه پر پړانګ هم بريد كوي.