په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.
د امريکا سفير کميرون منټر دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ايکسپرېس نيوز په نوم له يوه ټلوېزيون سره د مرکې پر مهال کړې دي.
منټر زياته کړې، چې که په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانو خبرو اترو په پايله کې کوم برياليتوب مخې ته راغى، نو دا به د افغانستان د حکومت برياليتوب وي.
د ده په باور، په قطر کې خبرې اترې د افغانانو ترمنځ روانې دي، که پاکستان غواړي، چې له حقاني شبکې سره خبرې وکړي، نو په دې لړ کې له پاکستان حکومت سره هم خبرې کېدای شي.
که څه هم تر اوسه په وار وار په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو راپورونه ورکړل شوي دي، خو دا لومړی ځل دى، چې يوه امريکايي جګپوړی چارواکی د قطر په خبرو اترو کې د افغان حکومت د ونډې او برخې په اړه خبره کوي.
دغه راز تراوسه پورې امریکایانو، د خپل دغه سفیر څرګندونې رد او یا تایید کړې نه دي چې آیا دا د دوی د حکومت رسمي نظر هم دی او که نه؟ خو دا سړی په لوړه کچه یو امریکايي دپلومات دی، هغه هم په داسې یوه هېواد كې، چې پوځی او استخباراتي اداره یې له طالبانو څخه په ملاتړ تورنه ده او د هغوی په وجود کې خپل اوږد مهاله اهداف تعقیبوي.
که چېرې په پاکستان کې د امریکا سفیر څرګندونې د امریکا د حکومت رسمي نظر نه په ډاګه کوي، خو لږ ترلږ دا تصویر وړاندې کولای شي چې ګواکې امریکايي چارواکو دې د سولې په پروسه کې د افغان مشرتابه د شریکولو اړتیا حس او دا یې درک کړې وي چې د سولې پروسه د افغانانو له رهبرۍ پرته د افغانانو لپاره سوله نه شي راوستی، ځکه افغانان امریکايي سوله نه غواړي.
که څه هم افغان حکومت د دې بهیر د افغاني کولو غوښتنه کوي، خو ورسره دا هم تاییدوي، چې په قطر کې تراوسه پورې اساسي خبرې اترې نه دي پیل شوي.
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر ډاکټر حکیم عاشور همدا خبره کوي او وايي، د امریکا لخوا ورته ډاډ ورکړل شوى، چې د دې خبرو مشري به ورسپاري.
د عاشور د څرګندونو له مخې د افغان حکومت دریځ روښانه دی او باید د سولې مشري او رهبري د افغانانو په واک وي: د امریکا له خوا مطمن شوي یو، نو موږ انتظار باسو، چې تر څو دا پروسه عملي شي.
د وسله والو طالبانو د سولې د خبرو ترڅنګ د شيكاګو د كنفرانس نېټه هم په رانږدې كېدو ده او تمه د ۲۰۱۲ ميلادي كال په مۍ مياشت كې دا غونډه، جوړ شي، د اوباما اداره غواړي په دې كنفرانس كې د افغانستان په اړه خپل پلان اعلان كړي.
له امريكا څخه خپرېدونكي اخبار (دى نيشنل ژورنال) په افغانستان كې د ناټو د امريكايي قوماندان جان الن له خولې ليكلي، چې 2014 به په افغانستان كې د امريكا د پوځي شتون پاى نه وي، بلكې امريكا غواړي، چې تر 2014 كال وروسته هم په افغانستان كې فعال سياسي او پوځي حضور ولري او سر له اوسه د دغه حضور د څرنګوالي لپاره پلان تياروي.
په پاكستان كې د امريكا د سفير دغه څرګندونو هم ښايي له همدې سرچینه اخیستي وي، ځكه د دغه کنفرانس د جوړېدو چارې د اوباما د ادارې په لاس كې دي.
خو ډېرى شنونكي دې كنفرانس ته خوشبينه نه دي، دوى وايي په دې او دې ته ورته كنفرانسونو كې د طالبانو نه حضور د دې لامل شوى، چې په کنفرانسونو كې شوې او يا كېدونكې فیصلې او غوښتنې یو اړخېزې وي.
بلخوا بيا دا پوښتنه راولاړېږي، چې په شیکاګو کنفرانس کې چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د پیل نېټه پكې اعلانېږي، آیا دا په دې مانا ده، چې امریکې د پردې تر شا طالبان دې ته راضي کړي چې له افغان مشرانو سره د خبرو مېز ته كېني؟ آیا طالبانو، چې په وار وار يې له افغان حکومت سره د سولې په اړه د خبرو اترو پروسه رد كړې او دا حکومت يې د بهرنیانو په تېره بیا د امریکا ګوډاګی بللي، په خپلو تېرو ټولو خبرو او ویناوو د بطلان کرښه راکاږي او دغو خبرو ته به غاړه کېږدي. دا لاڅرګنده نه ده او باید صبر وکړو او انتظار وباسو، چې وخت كومه وینا رښتیا کوي.
سردارولي څرك