د ديسمبر په يوه ماسپښين څنګه، چې ښوونځى رخصت شو، په اسمان كې د ورېځو لړۍ خورې شوې، ما فكر وكړ، چې ځه له بارن مخكې مخكې به ځان كور ته ورسوم، نيمايي لاره مې لا نه وه وهلې، چې باران پيل شو او هغه همداسې تېز، چې په يوه شېبه كې يې لوند خيشت كړم، له يخنۍ رپېدم، كله چې كور ته ورسېدم ور مې ټك ټك كړ ورور مې راته دروازه پرانيسته، كله يې، چې زه لوند خيشت وليدم نو راته يې وويل: صيبه! نه پوهېدې، چې باران كېږي، لږ انتظار دې نشو ويستاى؟
خور مې را غږ كړ: ((وروره! د باران د ودرېدو لپاره به دې لږ انتظار كړى و!!))
پلار مې ويل: (( زويه! په باران كې ځان لمدول دې ډېر خوښېږي؟ چې هوا در ورسېږي او ناروغ شې، نو خپله به پوه شې.))
په دې كې مې مور راغله مخ پاك(روى پاك) يې په لاس كې و، زما مخ او سر يې وچ كړ او ويې ويل: دې كمبخت باران لږ صبر نشواى كولاى، چې زما نازولى زوى كور ته رارسېدلى واى بيا به ورېدو.))
د دې خبرې په اورېدو مې له لېمو څخه د اوبو څو څاڅكي توى شول، خو دا د باران اوبه نه وې.