سمير له خپل كلي څخه ښار ته د زده كړو لپاره راغلى و او د ښار په كالج كې يې پر زده كړو پنځه كاله تېر شول.
 په دغو پنځو كالو كې دى د خپلې ټولګۍ والې غزالې په مينې هم اخته شو- اوس هغه نه غوښتل، چې شېبه هم له غزالې پرته تېر كړي او د غزالې په زړه كې هم له ده سره مينه پيدا شوې وه.
يو ورځ غزالې خپل مور او پلار ته وويل، چې غواړي له سمير سره واده وكړي، خو هغوى يې په دې خبره په قهر شول او د دې كار اجازه يې ورنه كړه.
كله چې دې دا خبره له سمير سره شريكه كړه، نو هغه ترې ورسره د تښتېدو غوښتنه وكړه، دې هم ومنله او نن شپه يې پلان درلود، چې ورسره چرته وتښتي.
دواړو خپل خپل اړين توكي برابرول، سمير هم په كوټه كې د خپلو توكو په برابرولو اخته و، چې زنګ ورته راغى، ده چې كله د مبايل تڼۍ كېكاږله او غوږ ته يې ونيوه، پلار يې ورته په دردناك اواز كې ويل: ((خور دې له كوم چا سره تښتېدلې، زويه ته زر راشه، د كورنۍ عزت په خطر  كې دى.))