هسې خو پاچا انصاف خوښوونكى او د ولس پر غم او درد خبر و، خو مګر له جسماني لحاظه پر يوې پښې ګوډ او پر يوې سترګې ړوند و.
يوه ورځ پاچا د خپل هېواد ټول انځورګران راوغوښتل او ورته يې وويل، چې د ده داسې يو انځور وباسي، چې دغه عيبونه په كې ښكاره نشي.
ټولو انځورګرانو له دې كاره انكار وكړ او ويل يې، چې څنګه د دوو سترګو لرونكى انځور وكاږو په داسې حال كې چې پاچا يوه سترګه لري او څنګه يې په دوو پښو ودروي، په داسې حال كې چې پاچا په يوه پښه ګوډ دى.
په همدې كې يوه انځورګر غږ كړ، چې پاچا صيب زه دې همداسې انځور كاږم.
كله يې چې دا انځور وكاږه دا په خپل ذات كې يو شهكار و او هغه داسې، چې انځور كې پاچا له ښكاري ټوپك سره، چې څه شي ته يې نښه نيولې انځور كړى و او د دې لپاره يې له مجبوريته يوه سترګه، چې هر ښكاري يې بندوي هماغسې پټه رسمه كړې وه او د هماغې ګوډې پښې ځنګون يې ورته په ځمكه لګولى و، چې دا هم د ښكار پرمهال يو اړين كار دى.
دغه راز يې په ډېرې اسانۍ سره د پاچا يو بې عيبه انځور جوړ كړ.
راځي موږ هم دغه راز د نورو بې عيبه انځورونه جوړ كړو، كه څه هم د هغوى عيبونه ډېر زيات وي.!!
راځئ موږ هم هغه مهال، چې د يوه تن تصوير نورو ته ښكاره كوو، د هغه پر عيبونو پرده واچوو!! ځكه يو انسان هم له عيبه پاك نه دى.
په دې اړه نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
((څوك چې په دنيا كې د يوه مسلمان عيبونه پټ كړي، خداى به يې د قيامت په ورځ عيبونه پټ كړي.))