د نن دې له بركته ډكې ناستې كې زه منظور شيخ ستاسې كور به يم، خپل پروګرام د  قران كريم په تلاوت پيلوو، د نړيوال اسلامي ښوونځي زده كړي فاروق نائيك ته بلنه وركوم چې د قران كريم د څو اياتونه په تلاوت دغه ناسته پيل كړي:((فاروق نائيك د ډاكټر ذاكر نايك زوى دى))

.............. د الانفطار سورة تلاوت.............

ژباړه:

((كله چې اسمان وچوي، او كله چې ستوري خواره واره شي.او كله چې سمندرونه وشلېږي. او كله چې قبرونه پرانستل شي. هغه وخت به هرڅوك پرخپلو ړومبنيو او وروستنيو عملونو وپوهېږي.

اى انسانه! څه شي ته  د خپل هغه مهربانه خداى له لوري په غولونه كې واچولې، چې هغه ته پيدا كړى يې، ستا اندامونه يې برابر كړي دي، ته يې په انډول جوړ كړى يې. او په هره بڼه يې چې خوښه شوه ته يې نښلولى جوړ كړې؟

هيڅكله نه، بلكې(اصلي خبره دا ده چې) تاسې جزا او سزا دروغ ګڼى، په داسې حال كې چې پر تاسې باندې څارونكي ټاكلي دي.

داسې عزتمند ليكونكي، چې ستاسې په هر عمل پوهېږي، شك نشته چې ښه خلك به په مزو چړچو كې وي، او شك نشته دى چې بدكاران به په دوزخ كې اوسېږي، د جزا په ورځ به هغوى هلته ورننوځي، او له هغه (دوزخ) نه هيڅكله پټېداى نشي.

او ته څه پوهېږې چې هغه د جزا ورځ څه ده؟

هو: ته څه خبر يې چې هغه د جزا ورځ څه ده؟ دا هغه ورځ ده چې كله هېڅ چا كې هيچا ته د هيڅ شي كولو وس نه وي.

د هغې ورځې پرېكړه په ټوله مانا يوازې د الله په واك كې ده.))

 

مننه فاروق نائيك صيب!

اوس د ډاكټر ذاكر نايك آغلې لور ذكره نايك ته بلنه وركو چې ستاسې په حضور كې نبوي حديث وړاندې كړي، محترمه، ذكره نائيك!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

زما نوم ذكره نائيك دى، زه به تاسې ته  د نبي كريم (ص) د مبارك حديث ژباړه وړاندې كړم:

ژباړه:

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) نه روايت دى چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: هر څوك چې د شرك په حالت كې مړ شي، نو دوزخ ته به داخل شي، ما پوښتنه وكړه چې كه څوك له خداى ج سره شريك پيدا نه كړي نو، ويل يې چې جنت ته به داخل شي.))

دا په دې مانا چې كه څوك له الله پرته بل چاته عبادت كوي او مړ شي نو هغه تن به دوزخ ته داخل شي او هغه څوك چې د يو الله عبادت كوي او له نړۍ سترګې پټې كړي نو جنت يې ځاى دى.

شيخ منظور:

اوس ستاسې په حضور كې د اسلامي ترانې د وړاندې كولو لپاره د ډاكټر صيب ذاكر نايك لور رشده نائيك ته بلنه وركو، آغلې رشده نايك!

رشده نايك:

 السلام عليكم ...........

دستورنا القران و دين الاسلام

اركانه الجليله دايم الفضيله

و ايشهادتان قائمة الايمان

والصوم الصلاة والحج والزكات

..................

.................

..................

....................

 

شيخ منظور:

او اوس د پرانستې وينا لپاره شاه حسين قادري صيب ته بلنه وركو:

شاه حسين قادري:

نحمده و نصلي على رسوله الكريم اما بعد!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

قدرمنو حاضرينو! نن د ۲۰۰۶كال د مى شلمه  ده چې د شنبې له ورځې سره سمون خوري، د نن ورځې د دغې سترې ناستې وينا وال ډاكټر ذاكر نائيك، د غونډې پرمخ وړونكي منظور شيخ او ناستې ته د حيدر اباد او نورو سيمو څخه راغليو خويند او ورنو لومړى مې سلامونه او نيكي هيلې ومنئ.

دا يو نه زوالېدونكى حقيقت دى چې اسلام يو ستر او نړيوال مذهب دى چې بنسټ يې په امن او سلامتۍ، انسان پالنې، همدردۍ، غمشريكۍ، خير خواهۍ، سكون او ډاډ ايښودل شوى.

د اسلام ټول تاريخ د دې خبرې ګواه دى چې ((اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه زحمت))، كوم چې د دې سترې ناستې د بحث موضوع ده، په همدې موضوع د خبرو لپاره د نړۍ ستر اسلام پوه او د دې ناستې وينا وال ډاكټر ذاكر نائيك ته يو ځل بيا ښه په جوش او خروش ښه راغلاست كوو.

الله ج ته د دعا لاسونه لپه كوو چې دغه ناسته يوه ګټوره ناسته ثابته شي او له لارې يې د اسلام پر وړاندې ټولې پروپاګندې بې بنسټه وګرځېږي.

مننه

الله دې تاسې ته خير او بركت دركړي

شيخ منظور:

درنو اغليو او ښاغليو! دا يو تريخ حقيقت دى چې په تېرو پېړيو كې چې دعوت زموږ لپاره يو اړين كار و، موږ يې د ارزښت قدر ونه وكړ، نو پايله يې دا ده زموږ پر وړاندې ده، مګر دا چې د الله تعالى  پروړاندې دا دين يو غوره دين دى او په قران شريف كې خپله فرماي:((ان الدين عندالله الاسلام)) بې له شكه د الله پر وړاندې غوره دين اسلام دى

سورة آل عمران،نولسم ايات يوه برخه

نو ځكه  دغه راز خلك راپيدا كوي چې د اسلام چوپړ وكړي، داسې يو ځوان له نن څخه نږدې پينځلس كاله وړاندې چې تازه له طبه فارغ شوى و او د يوه تكړه روغتياپال خوبونه يې ليدل، د مور و پلار يې هم ورته تمه وه چې زوى به يې يو تكړه ډاكټر شي، مګر د الله بل څه خوښه وه، د شيخ احمد ديدات د بمبي دورې د دغه ځوان ژوند بدل كړ او دغه ځوان اوس ستاسې پر وړاندې دى، ډاكټر ذاكر نايك يادوم.

د ده په ذهن كې الله تعالى يو نقلاب راوست، جسماني درملنه يې پرېښوه او پر ځاى يې روحاني درملنې ته ترجېح وركړه، د دين چوپړ او خدمت يې پيل كړ، له ډاكټرۍ سره يې مخه ښه وكړه او د دعوت ډګر ته را ووتو، نوې، نوې تجربې يې وكړې او اسلامي دعوت يې په ګټورو لارو پر مخ يوړو، د دې لپاره يې د نورو مذهبونو مطالعه وكړه او ځان يې په كې ورساوه، خو دا دده شكسته نفسي ده چې اوس هم ځان د اسلام او نورو دينونو يو زده كړى بولي.

د ده دلچسپۍ او د اسلام اوسني حالت ډېر كار ته وهڅاوه، د اسلام د اصلي څېرې وړاندې كولو لپاره يې د نړۍ دوره وكړه، دغه راز يې زموږ په هېواد (هندوستان) كې هم په لويو لويو ښارونو كې ناستې جوړې كړې چې پكې د ډهلي، حيدار اباد، بنګلور ناستې د يادولو وړ دي.

ده د دعوت د هڅو ښه والي لپاره له اطلاعاتي سرچينو څخه هم كار واخيست، له ټولو وړاندې خو په آر ايف پي كې د جوړ شويو تقريرونو كيسټې په نړيوالو چاينلونو باندې خپرې شوې، د ده تقريرونه په بې شمېره هېوادونو كې ليدل شوي او اورېدل شوي دي، مګر ده پر دې هم بسنه ونه كړه او زړه كې يې يوه هيله وه چې د قران او سنتو په رڼا كې يو سم تلويزوني چاينل جوړ كړې.

الحمدلله د ده دغه هيله خداى جل جلاله پوره كړه او اوس د سولې تلوېزون (پيس ټي وي) په نامه يو تلويزون د ده تر سرپرستۍ لاندې خپرونې كوي.

زه د خپلو خبرو لمن راټولوم او له ډاكټر ذاكر نائيك صيب څخه هيله كوم چې ستا سې پر وړاندې د (اسلام انسانيت لپاره رحمت دى نه زحمت) تر عنوان لاندې تقرير وړاندې كړي، ډاكټر ذاكر نايك!

 

د ډاكټر ذاكر نائيك

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله و على آله و اصحابه اجمعين، اما بعد!

اعوذ بالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

((وقل جا الحق و زهق الباطل ان الباطل كان زهوقا))

بني اسرائيل سورة، يو اتيايم ايات

((رب اشرح لي صدرى() و يسر لى امرى() واحلل عقدةً من لسانى() يفقهو قولى() ))

سورة طه، ۲۵- ۲۸ ايات

زما مشرانو!

زما ګرانو ورونو او خويندو!

زه تاسې ټولو ته په اسلامى طريقې سره ښه راغلاست كوم، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!!

پرتاسې دې د الله رحمت او بركت وي

زه ډېر خوښ يم چې نږدې شپږ كاله وروسته يو ځل بيا په حيدر اباد كې تقرير كوم، لكه څنګه چې تاسې پوهېږى، زه ډېرى وخت تقرير په انګرېزۍ ژبه كوم، ځكه ما زده كړه هم په انګرېزۍ ژبه كړې، خو دا چې د غونډې جوړونكي اصرار كوي چې په اردو تقرير وكړم، نو زه خپل تقرير په ماته ګوډه اردو او يا هندي ژبه پيلوم، خو له وړاندې له تاسې بخښنه غواړم كه كومه ژبنۍ سهوه رانه كېږي، نو هغې ته د پاملرنې پر ځاى د خبرو پيغام ته پاملرنه وكړئ.

د نن ورځې د تقرير موضوع: ((اسلام انسانيت لپاره رحمت دى نه زحمت))

د اسلام كليمه له ((سلم)) يا ((سلام)) څخه اخيستل شوې چې مانا يې سلامتي او امن دى، اسلام له ((سِلم)) څخه هم اخيستل شوى چې مانا يې ځان د خداى رضا ته سپارل دي.

د اسلام لنډ تعريف:

((سلامتي يا امن لاسته راوړل، ځان د خداى رضا ته سپارل.))

اسلام يو داسې مذهب دى چې انسان د انسان روحاني او جسماني اړتياوې پوره كوي.

د اسلام ترټولو مهم كتاب قران كريم دى، دا قران كريم د الله وروستى كتاب دى كوم چې پر اخري پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوى دى.

پدې قران شريف كې د انسانيت د مسايلو حل پروت دى، دا د نړۍ ترټولو غوره كتاب دى.

  • دا د انسانيت لپاره يو پيغام دى
  • د رحمت او حكمت سرچينه  ده
  • د غافلينو لپاره يو تنبيه ده
  • بې لارو لپاره يو لارښود دى
  • شك كوونكو لپاره يو ډاډ دى
  • اندېښمنو خلكو ته رحمت دى
  • مايوسو ته اميد دى

دا د الله وروستى پيغام((قران كريم)) د ټول انسانيت د مسايلو حل دى _ الله تعالى د سورة رعد په ۳۸ ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((په هر دور كې مو يو كتاب نازل كړى))

الله تعالى څو كتابونه نازل كړي دي، مګر قران مجيد د الله وروستى كتاب دى چې پر حضرت محمد(ص) نازل شوى دى.

څومره كتابونه، څومره وحى چې له قرانه وړاندې راغلي دي، هغه يوازې د يوه قوم لپاره وې، او پيغام يې هم د يوې مودې پورې ځانګړى و، خو دا چې قران كريم د الله وروستى كتاب دى او وروستۍ وحى ده، نو ځكه دا يوازې د مسلمانانو او يا عربانو لپاره ندى نازل شوى، بلكې قران كريم د ټول انسانيت لپاره دى او الله تعالى د سورة ابراهيم په لومړي ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((موږ دا كتاب پر محمد نازل كړى، ترڅو هغه انسانيت له تيارو څخه روښنايى ته راوباسي))

الله تعالى د سورة ابراهيم په ۵۲ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((دا د انسانيت لپاره يو پيغام دى، له لارې يې دوى خبروي چې الله يو دى او دا د پوهو كسانو لپاره لارښوونه ده. ))

الله تعالى د سورة بقره په ۱۸۵يم ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: (( رمضان هغه مياشت ده چې قران كريم پكې نازل شوى، دا فرقان دى او د ټول انسانيت لپاره لارښوونه ده))

الله تعالى د سورة الزمر په ۴۱ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((پر محمد مو قران نازل كړ، ترڅو ټول انسانيت ته لارښوونه وكړي.))

يوازې مسلمانانو او عربانو ته نه، بلكې ټول انسانيت ته، دا قران كريم د ټول انسانيت د مسايلو حلونكى دى_

الله تعالى د سورة فاطر په ۲۴ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((داسې قوم نشته چې موږ ورته يو خبر رسونكى نه وي ورلېږلى.))

الله تعالى د سورة الرعد په ۷ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه: ((هرقوم ته مو لارښود او خبر رسوونكى استولى دى.))

د مشكواة المصابيح د دريم جلد په ۵۷۳۷حديث كې حضرت محمد(ص) فرمايلي دي:

(( الله پر دې زمكه يو لك او څلرويشت زره پيغمبران راليږلي دي.))

مګر څومره پيغمبران هم چې له حضرت محمد(ص) وړاندې راستول شوي دي، هغه يوازې د خپل قوم لپاره وو، او د دوى ټول پيغام د يوه ځانګړي وخت لپاره و.

خو دا چې حضرت محمد (ص) د الله تعالى وروستى پيغمبر دى، هغه يوازې د مسلمانانو، يا عربانو لپاره ندى رالېږل شوى.

الله تعالى د سورة انبيا په ۱۰۷ايات كې فرمايي:

ژباړه: ((او موږ ته! (محمد ص) د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه استولى يې))

الله تعالى د سورة سبا په ۲۸ ايات كې فرمايي:

ژباړه: ((موږ محمدصلى الله عليه وسلم ټولنې نړۍ ته د پيغمبر په توګه استولى ترڅو خلك سمې لارې ته راوبولي او له بدو كارونو يې وژغوري.))

دا چې حضرت محمد(ص) وروستى پيغمبر دى، نو پدې خاطر يوازې د عربو او مسلمانانو لپاره ندى رالېږل شوى، بلكې د ټول انسانيت لارښود دى.

اوس چې موږ نړيوالې رسنۍ ګورو يا لولو، نو كه هغه:

نړيوال اخبارونه، مجلې، راډيوګانې، سټلايټ تلويزونونه وي، نو په ټولو كې ګور چې ويل كېږي: ((اسلام انسانيت لپاره زحمت دى))

نړيوالې رسنۍ دا وايي چې اسلام د انسانيت لپاره يوه مسئله ده، دا نړيوالې رسنۍ دا پيغام وړاندې كوي:

  • اسلام د انسانيت لپاره زحمت دى
  • اسلام د انسانيت لپاره يوه مسئله ده

او موږ ګورو چې پدې رسنيو كې ډېرې پروپاګنډې كېږي او د اسلام په اړه غلط نظريات خپروي.

يوه ليكنه چې د ۱۹۷۹ كال د اپريل په ۱۶مه ټايمز مجلې خپره كړې وه، په هغې كې ليكل شوي وو:

((په ۱۵۰ كالو كې يعنې له ۱۸۰۰څخه تر ۱۹۵۰ كالو ترمنځ د اسلام پر ضد له اتو زرو څخه ډېر كتابونه ليكل شوي))

د دې مطلب دا شو چې په ورځ كې د اسلام پر ضد له يوه كتابه ډير ليكل شوي دي، له دې وروسته دغه شمېره نوره هم زياته شوې ده، په تېره د ۲۰۰۱ سبتمبر نه وروسته دغه شمېره څو چنده زياته شوې ده.

هره ورځ د اسلام او حضرت محمد(ص) پر خلاف څو كتابونه ليكل كېږي، رسنۍ د اسلام د بدنامولو لپاره بېلابېلې حربې استعمالوي، اكثره وخت دغه رسنۍ د ټولنې ساده وګړي رامخې ته كوي او دوى د مسلمانانو د بېلګې په توګه وړاندې كوي_

د اسلام د بدنامولو لومړۍ طريقه يې دا ده چې هغه څوك چې تش په نامه مسلمانان دي او پخپل ژوند پر اسلام عمل نه كوي، رسنۍ دوى ځلوي او وايي چې دا يو عام مسلمان دى، اكثره مسلمانان دغه ډول وي_

په هر مذهب كې دغه راز خلك شته، په اسلام كې هم شته چې پخپل ژوند كې د اسلام اصول نه پلي كوي، ميډيا دا خلك خپل ټارګېټ ټاكي او ځلوي يې چې:

((اكثره مسلمانان دغه راز وي!))

كه يو نوى موټر ماركېټ ته راوړل كېږي، د بېلګې په توګه مرسيډيز(500XEL ) يعنې يو نوى ماډل مرسيډيز بازار ته راځي او ته پوهېږې چې دا موټر څومره ښه دى او ايشټيرينګ ته يې يو داسې كس كېني چې په موټر چلولو نه پوهېږي، دا شخص دغه موټر له كوم څيز سره وهي_ نو ته څوك پړ ګڼې؟

مرسيډيز موټر كه هغه شخص؟

ته ته خامخا موټر چلونكى ملامتوې!!

كه ته پوهېږې چې موټر ښه دى، نوبايد ځان د هغه موټر له ځانګړنوڅخه خبر كړې او تحقيق وكړې چې:

ګېر يې څه ډول دى؟

چټكتيا يې څومره ده؟

د ژغورنې اسانتياوې يې څه دي؟

او............

نو پدې ډول كه ته د اسلام په اړه غواړې تحقيق وكړې نو مسلمانانو ته مه ګوره، ته په اسلامي كتابونو باندې تحقيق وكړه!

د اسلام بنسټيز كتاب قران كريم دى_

د اسلام دويم بنسټيز كتاب د نبي كريم(ص) احاديث مبارك دي_

كه ته غواړې د اسلام په اړه معلومات تر لاسه كړې نو:

  1. قران كريم ولوله_
  2. صحيح احاديث مطالعه كړه_

له دې مطالعې وروسته به پوه شې چې اسلام څه ډول دين دى؟

كه ته موټر ازمايې، نو ايشترينګ ته يې يو تجربه كار موټر چلونكى كېنوه، څوك چې پدې مسلك ښه پوهېږي.

كه ته يو سم مسلمان ليدل غواړې، نو ترټولو غوره بېلګه يې حضرت محمد(ص) مبارك دى_

دا د رسنيو د اسلام بدنامولو يوه طريقه ده.

بله طريقه چې رسنۍ يې استعمالوي، هغه د قران كريم ځينې اياتونه د بېلګې په توګه وړاندې كوي او پرته له دې چې په شاليد يې ځان پوه كړي، يوازې د همغه ايات كټ مټ مانا كوي او له شاليده يې تېرېږي_

ترټولو مشهور ايات چې د اسلام د بدنامولو لپاره يې د بېلګې په توګه وړاندې كوي هغه دا دى چې((چرته چې هم كافران وينى نو ويې وژنئ))

او اكثره د اسلام پرضد كتاب ليكونكو، پر اسلام نيوكه كونكو پدغه ايات حواله وركړې_

او..... پدغه هېواد هندوستان كې د اسلام پر خلاف ليكونكى چې (ارون اشورى) نوميږي ، تاسې ښايي د هغه په اړه څه اورېدلي وي، هغه هم پخپل كتاب كې(World Of Fatwas) كې ليكلي او د سورة توبه پينځم ايات يې د بېلګې په توګه وړاندې كړى او ويلي يې دي چې الله تعالى په قران كريم كې فرمايلي دي: ((چرته چې هم تاسې كافران(غير مسلم، هندو) ګورى نو وه يې وژنئ))

د قوسونو په منځ كې ليكنې باندې تاسې لږ غور وكړئ!

كله چې موږ قران كريم پرانيزو او ياد شوى ايات لولو، نو رښتيا هم پكي ليكل شوي:

((چرته هم كافران وينى وه يې وژنئ))

خو دا د شاليد يا پس منظر پرته دى، د شاليد د پوهېدو لپاره بايد موږ سورة توبه(۹) له اول ايات څخه ولولو_

په لومړي، دويم، دريم، څلورم او پينځم ايات كې الله جل جلاله فرمايلي دي:

ژباړه: ((د بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پېغمبر له خوا هغه مشركانو ته چې له هغو سره تاسې تړون كړى وو.

نو تاسې په هېواد كې څلور مياشتې نور وګرځئ  او په دې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست او دا چې الله د حق د منكرانو رسوا كوونكى دى.

د الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ د ټولو خلكو لپاره عمومي اطلاع ده چې الله او هم د هغه پېغمبر له مشركانو نه بېزار دى، اوس كه تاسې توبه وباسى، نو همدا ستاسې لپاره ښه ده او كه مخ واړوى، نو ښه وپوهېږئ  چې تاسې د الله بېوسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د سخت غذاب زيرى واوروه.))

دا د مسلمانانو او د مكې د مشركينو ترمنځ د سولې يو تړون و چې مشركينو مات كړ_

الله تعالى د سورة توبه په پنځم ايات كې د مكې مشركينوته فرمايلي دي چې كه په څلورو مياشتو كې ځان اصلاح نه كړئ، نو له تاسې سره د جنګ اعلان دى!!....... ځكه چې دغه مشركينو د سولې تړون مات كړى و او وروسته چې كله جنګ پيلېږي، نو د جنګ پرمهال خداى جل جلاله فرمايي چې تاسې هرچرته مشركين ګورى نو وه يې وژنئ.

دا د جنګ پر ډګر خداى ج مسلمانانو ته وايي_

دا عامه خبره ده چې هيڅ يو سرلښكر هم د جنګ پرمهال خپلو سپاهيانو ته نه وايي چې و وېرېږئ، وتښتئ، يعنې كله چې هم دښمنانان وينئ نو وتښتئ_

هر سالار د جنګ پر ميدان د خپلو سپاهيانو د همت لوړاوي په خاطر ورته وايي چې كله دښمنان وينى، نو مه ويرېږئ!!........ له هغو سره وجنګېږئ او وه يې وژنئ_

د دې په شاليد كې الله تعالى مسلمانانوته فرمايلي دي چې كله هم دښمن(كافران) د جنګ پر ميدان وينئ مه ويرېږئ...! هغوى و وژنئ_

د بېلګې په توګه كه امريكا او ويت نام پخپلو كې جنګېږي او د امريكايي لوري څخه د جګړې مشر په ډګر كې خپلو عسكرو ته امر وكړي چې چرته هم ويتناميان وينئ، نو هغوى و وژنئ، كه زه اوس په ننني تاريخ و وايم چې امريكايي سالار يا ولس مشر وايي: ((هر چرته چې ويتناميان وينى ويې وژنئ)) زه هغه قصاب معرفي كوم، نو دا خو سمه نده، دغه امر د جنګ په ميدان كې شوى نه اوس.

زه له ارون اشوري څخه پوښتم چې ايا كله هم كوم مسلمان ستا د وژلو هڅه كړې؟

كله هم تاسې دغه خبر لوستى؟

كه دا رښتيا واى، نو ايا ارون اشورى به په هندوستان كې ژوندى پاتې واى؟

له دې ثابتېږي چې د قران كريم  په هيڅ ځاى كې هم ندي ليكل شوي، الله كله هم نه وايي چې چرته هم كافر وينى و يې وژنئ_ دا امر يوازې د جنګ پر ډګر شوى چې كله له تاسې سره جګړه كوي، نو تاسې مه وېرېږئ او د هغوى مقابله وكړئ _

او ارون اشوري پخپل كتاب كې د سورة توبه له پينځم ايات څخه راساً اووم ايات ته ټوپ وهي، په دې خو هر سړى پوهيږي چې په شپږم ايات كې د دې مسئلې حل پروت دى _ پدې كې د ارون اشوري د خبرې ځواب پروت دى، په شپږم ايات كې الله تعالى فرمايلي دي:

ژباړه: ((او كه له مشركانو نه كوم څوك تاسې ته پنا راوړي(ترڅو چې د الله كلام واوري)، نو هغه ته پناه وركړه تر دې چې د الله كلام واوري، بيا يې خوندي ځاى ته ورسوه، دا د دې لپاره چې دوى علم نه لري يا ناپوه دي.))

ايا نن به كوم تر ټولو زړه سواند سالار خپلو عسكرو ته امر وكړي چې كه دښمن له تاسې سره سوله غواړي هغوى پرېږدئ؟؟؟

مګر الله فرمايي: نه يوازې چې پرې يې ږدئ بلكې صحيح سلامت يې يو امن ځاى ته ورسوئ _

څومره اياتونه چې هم تاسې په قران كريم كې ګورى چې په هغې كې ليكل شوي وي: ((د جنګ پر ډګر كافران ووژنئ، نو له هغې وروسته به سمدستي په ورپسې ايات كې راغلي وي چې ((سوله غوره ده)) _

د نړيوالو رسنيو د اسلام بدنامولو دا دويمه طريقه او حربه ده _

درېمه طريقه دا ده چې رسنۍ هغه څه خپروي چې هغه په اسلام كې هډو شته دى نه او كله كله رسنۍ وايي: ((اسلام د انسانيت لپاره زحمت دى))

او ډېر ځله رسنۍ اسلامي تعليمات په داسې انداز كې وړاندې كوي، كه څه هم هغه تعليمات اسلام كې شته خو رسنۍ يې داسې وړاندې كوي چې لكه د  انسانيت لپاره چې يوه مسئله يا كړاو وي_

خو  كله چې موږ پدې تعليماتو ځان پوه كړو نو راته پته لګېږي چې دا د  انسانيت لپاره زحمت نه بلكې رحمت دى........ دا خپله يوه مسئله نه بلكې د انساني مسائلو حل دى _

رسنۍ وايي: ((مسلمانان بنسټ پال دي))

اوس دلته وګورئ د بنسټ پالنې مانا څه ده؟

بنسټ پال هغه خلك دي چې په بنسټيزو خبرو باندې عمل كوي _

كه فرض كړه د رياضي، ساينس  يا نورو شيانو په بنسټيزو خبرو كې مهارت تر لاسه نه كړې نو د هغې برخې سم ماهر نشې جوړېداى _

موږ هر بنسټ پال په يوه تله كې نشو تللاى

موږ يې بايد د بنسټ پالنې د ډګر په اړه تحقيق يا څېړنه وكړو _

بنسټ پال غل د ټولنې لپاره د زهرو په توګه دى، خو بنسټ پال ډاكټر د ټولنې د ميسحا حيثيت لري، چې د ټولنې د زرګونو كسانو ژوند ژغوري، دا ښه انسان او ښه بنسټ پال دى _

نو ځكه په كوم بنسټ پال له ټاپې لګولو وړاندې بايد تحقيق وشي چې هغه په كوم ډګر كې بنسټ پال دى _

زه يو بنسټ پال مسلمان يم او فخر كوم چې يو بنسټ پال مسلمان يم او خوښ يم چې د اسلام په بنسټيزو تعليماتو پوهېږم او پرې د عمل هڅه كوم _

پدې هم پوهېږم چې په اسلام كې هيڅ داسې شى نشته چې د انسانيت پر خلاف وي، كه تاسې په سمه توګه تحقيق وكړى، هيڅ يو ايات به پيدا نكړى چې د انسانيت پر خلاف وي _

نا مسلمانه خلك ځيني تعليمات د انسانيت خلاف بولي، خو هغوى يې له شاليده خبر ندي، د دغه حكم لامل نه پېژني، اسلام د انسانيت پر ضد درس چاته نه وركوي، پدې شرط چې په سمه توګه يې خلكو ته ورسو او شاليد او له لامل نه يې هم خبر كړو، بيا به په هغه صورت كې يو انسان........، يو انسان د اسلامي تعليماتو په اړه و نه وايي چې پلانى حكم يا تعليم د انسانيت پر خلاف دى _ دا زما چيلنج دى دا زما دعوه ده!!

تر كومې چې د بنسټ پالنې مفهوم يا مانا ده، نو د اكسفورډ ډيكشنرۍ له مخې يې مانا داسې ده:

((هر هغه شخص چې د يوه مذهب پر بنسټيزو احكامو په سختۍ سره عمل كوي بنسټ پال دى))

ما مخكې هم څو ځله ويلي دي چې د ډيكشنرۍ په نوي چاپ كې د دې لغت په نوې مانا كې د ((اسلام))  كليمه زياته شوې ده:

((هر هغه شخص چې د يوه مذهب پر بنسټيزو احكامو په سختۍ سره عمل كوي، په تېره په اسلامي عقايدو، بنسټ پال بلل كېږي))

د اسلام لفظ په دې نوې ډيكشنرۍ كې قصداً زيات شوى _

كله چې هم د بنسټ پال لفظ واورې، نو فوراً دې ذهن ته راځي چې.... مسلمان.....! يعنې مسلمان بنسټ پال دى _

زه يې وايم او په ښكاره يې وايم: ((زه بنسټ پال يم))

زه بنسټ پال يم ځكه:

زه بې حده همدرد يم

زه بې حده محبت  كوم

زه بې حده ايماندار يم

زه بې حده سوله خوښونكى يم

ايا څوك ماته دا ويلاى شي چې بې حده ايمانداري غلطه خبره ده؟

دا په قرآنكريم كې راغلي چې، مسلمان بايد د نيمايي ايمان خاوند نه بلكې د پوره ايمان خاوندان وي _

په قران كريم كې راغلي چې بايد د پوره ايمان خاوندان وه اوسو، نو ځكه زه وايم چې زه بنسټ پال يم، مګر د هغو بنسټونو پالنه كوم چې انسان سمې لارې ته رابولي _

د انسانيت لپاره رحمت وي نه زحمت!

اكثره وخت موږ ګورو چې مسلمان وايي:

زه بنسټ پال نه يم!

زه سخت دريزى نه يم!

دى ډارېږي _ زه خو وايم راځى دا وېره نوره پرېږدو، موږ به ترڅو يرېږو؟ زه تل وايم چې زه بنسټ پال يم، زه سخت دريزه يم او چې ترڅو ته بنسټ پال او سخت دريزه نشې ته صحيح مسلمان نشې كېداى _

كه د دنيا ټول مسلمانان بنسټ پال او سخت دريزه شي، نو انشاء الله په دنيا كې به امن او سوله وي!

رسنۍ وايي :

مسلمان ترهګر دى _

زه وايم چې بايد هر مسلمان ترهګر و اوسي _

د ترهګر مانا څه ده؟ ترهګر...... مانا.. كه كوم سړى د بل په زړه كې دهشتت پيدا كړي نو هغه شخص ترهګر دى، د بېلګې په توګه كه يو غل پوليس ګوري او په زړه كې يې دهشت پيدا كېږي، نو دغه غل لپاره پوليس ترهګر دى _

نو پدې خاطر كله چې هر يو غل مسلمان ګوري بايد په زړه كې يې دهشت پيدا شي، كله چې يو شخص زاني(زنا كونكى) مسلمان ګوري بايد په زړه كې يې دهشت پيدا شي، كله چې هم كوم غلط انسان مسلمان ګوري، نو بايد چې په زړه كې يې دهشت پيدا شي، د همدې دليلونو پر بنسټ بايد هر مسلمان ترهګر شي_

د سورة انفال په ۶۰ايات كې الله جل جلالله فرمايلي دي:

ژباړه: ((هغه څوك چې د ټولنې پر ضد دي، هغه خلك چې د انسانيت پرضد دي په زړونو كې يې دهشت پيدا كړه.))

موږ اكثره وخت ګورو چې د يوه كار لپاره دوه لقبونه وركول كېږي، يوه شخص ته د يوه كار لپاره دوه لقبونه _

د بېلګې په توګه: د هندوستان له ازادۍ وړاندې، پيرنګيانو دلته حكومت كاوه، بې شمېره هندوستانيان د دې هېواد د ازادۍ لپاره جنګېدل، چې پيرنګي حكومت به ((ترهګر))بلل _

 خو موږ هندوستانيانو په پر هېواد مينان بلل _

هماغه يو شخص. .... هماغه يو كار........... خو دوه لقبونه...!

كه موږ د پيرنګي حكومت له نظريې سره موافق و اوسو او منو چې دوى پر هندوستان د حكومت كولو حق لري، نو بايد د ازادۍ لپاره جنګېدونكيو ته ترهګر و وايو، خو كه له هندوستاني نظريې سره موافق يو، او منو چې پيرنګيان دلته د سوداګرۍ لپاره راغلي و، د حكومت كولو حق نه لري، نو بايد و وايو چې دوى د ازادۍ د لارې سپاهيان دي، نه ترهګر _

نو پدې خاطر مخكې تر دې چې چاته لقب وركړو يا پرې كومه ټاپه ولګوو، بايد تحقيق او څېړنه وكړو چې دا شخص د كومې موخې لپاره هڅې كوي يا جنګېږي؟

د حيدارباد په مطبوعاتي كنفرانس كې ژورنالستانو له مانه پوښتنه كوله چې مسلمانان ولې تل ترهګر دي؟

نو ما ورته وويل پيرنګي حكومت شپېته اويا كاله دمخه بهګت سنګه ته تروريست وايه؟

هغه ځواب راكړ هو ويل يې ورته _

ته يې منې؟

هغه و وې: نه... زه يې نه منم!!

نو ما ورنه پوښتنه وكړه:

((په هغه وخت كې چې كله پيرنګي حكومت بهګت سنګه ته ترهګر وايه، ته يې خبره ناسمه بولې، خو اوس چې مسلمانان ترهګر بولي ته يې خبره منې؟

نو هغه ژورنالست په خندا شو _

ما ورته وويل: ځكه چې ته د هندوستان په اړه معلومات لرې، خو له اسلامه او مسلمانه ناخبر يې _ته پدې هم نه پوهېږې چې غربي رسنۍ ولې مسلمانانو ته ترهګر وايي؟ ځكه  ته يې له شاليده ناخبره يې، ښايي دا ډول بېلګې دې ډېرې د نړۍ په تاريخ كې لوستې وي _

د بېلګې په توګه: په نولسمه پېړۍ كې امريكايي انقلا ب وشو، هغه مهال پيرنګيانو پر امريكا حكومت كاوه، بې شمېره امريكايان د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جنګېدل او پيرنګي حكومت به ترهګر بلل، په هغه وخت كې پيرنګيانو ته جارج واشنګټن تر ټولو لوى ترهګر و، خو څه موده ورسته همدغه ترهګر د واك پر ګدۍ كېني!

اوس ته فكر وكړه، نمبرون ترهګر د متحده ايالاتو ولس مشر جوړېږي، او دا د وروسته ټولو مشرانو لپاره يوه بېلګه وه، وروستيو يې  د جورج بش په شمول ټولو پر پلونو قدمونه ايښي دي.

داسې ډېرې بېلګې شته دى......... او پيرنګي حكومت چې وړاندې چاته ترهګر وايه اوس يې نږدې دوست دى، پيرنګى حكومت له ترهګرانو سره دوستي كوي، داسې څو بېلګې تاسې ليدلاى شئ _ موږ پوهېږو چې مخكې سور پوستو په جنوبي افريقا حكومت كاوه، دې ته به يې د سرو حكومت وايه، د هغه وخت حكومت نيلسن منډېلا ونيوه او تر پينځه ويشتو كالو يې بندي كړ او ويل به يې چې د جنوبي امريكا لومړى نمبر ترهګر دى، خو كله چې دا سيمه ازادي ترلاسه كوي، نو سمدستي منډېلا خوشې كېږي او د جنوبي افريقې مشري وركوي او څو كاله وروسته همدې ترهګر ته د سولې نړيواله جايزه وركوي _

داسې نه چې دا سړى اول ترهګر و او وروسته سم سړى شو، ښه كارونه يې وكړل او دوى ورته د سولې جايزه وركړه، ده ته چې مخكې د كوم كار په كولو ترهګر ويل كېده، وروسته د همدغه كار له امله ورته د سولې نړيواله جايزه وركړل شوه.

دا ټول د رسنيو لوبه ده _

رسنۍ شپې نه سبا،  له غل نه ښه ښاغلى سړى او ښه سړى بد سړى كولاى شي، د كومې رسنۍ والا چې په واك كې وي، هماغسې لقبونه وركول كېږي، نو تاسې چې كله كوم لقب اورى، سمدستي يې مه منئ، څېړنه وكړئ!

چې دا شخص د څه لپاره مبارزه كوي؟

يا دا انسان د څه لپاره جنګېږي؟

نو زما ټولو انسانانو ته، ټولو غير مسلمانو ته وړانديز دى چې تاسې په پټو سترګو پرته له دې چې ځان په حقيقت پوه كړى هرڅه مه منئ _

د سورة حجرات په شپږم ايات كې الله ج فرمايي:

ژباړه: ((اى مؤمنانو! كله چې هم كوم فاسق تاسې ته خبر دروړي، نو په اړه يې څېړنه وكړئ. هسې نه په ناپوهى سره چاته زيان ورسوى او بيا وروسته په خپلو كړنو پښېمانه شى.))

څنګه چې په قران كې راغلي دي، كوم خلك چې د انسانيت پر خلاف دي، د هغوى په زړو كې دهشت پيدا كړئ، كه كوم انسان سم مسلمان ترهګر شي نو له دې دنيا څخه به ((زحمت)) ورك شي... يوازې رحمت به پاتې شي، سوله به پاتې شي _

رسنۍ وايي:

اسلام يو متعصب دين دى _

متعصب يعنې پدې كې د زغم ځواك نشته، د دې دين پيروانو كې زغم نشته، دا متعصب خلك دي _

زه وايم:

اسلام متعصب دى له بدو كارونو، بې ايمانۍ، نسل پرستۍ او بې وفايى سره _

په نننۍ ټولنه كې چې كومې غربي رسنۍ دي، غربي ټولنه يا غربي كولتور چې دوى يې سم بولي او موږ يې ناسم، موږ د دغه شي سره تعصب كوو، كوم شيان چې د هغوى په نزد ښه دي، هغه موږ خپلې ټولنې لپاره ناسم بولو _

د بېلګې په توګه اسلام متعصب دى، يا تعصب كوي...

له نشه ييزو شيانو سره

شرابو سره

جرمونو سره

زنا، لواطت، بې حيايى سره

دغه شيان چې غربي نړۍ يې د انسانيت لپاره اړين بولي، د بېلګې په توګه: شراب څښل،فحاشي، زنا كول چې غربي نړۍ يې ښه كار بولي او ....... موږ له دغه شيانو سره تعصب لرو، اسلام ټولنيزې بدګڼې نشي زغملاى _

كه هر انسان دغه ډول متعصب شي، نو انشاء الله، انشاء الله پدې ټولنه كې به امن و امان وي _

رسنۍ دا وايي چې اسلام د انسانيت لپاره يوه مسئله ده، حال دا چې د انساني مسائلو حل دى، اكثر موږ ګورو چې مذهبونه په ټوليز ډول د ښو خبرو ښودنه كوي، خو اسلام  سر بېره پردې چې د ښو خبرو ښودنه كوي، داسې لارې چارې در ښايي چې په تولنه كې يې بايد پلي كړې:

د بېلګې په توګه:

هر مذهب وايي چې غلا كول غلط دي_

خو اسلام سربېره پر دې چې وايي غلا غلط كار دى، داسې لاره هم درښايي چې څنګه له ټولنې غلا ختمولاى شى؟

په اسلام كې د زكات په نوم يو  سيستم دى، هر شتمن تن چې له پينځه اتيا ګرامو څخه زيات سره زره ولري، پرې فرض ده چې د هر قمري كال د پايته رسېدو سره سم (2.5%)دوه اشاريه پينځه سلنه  زكات وركړي، كه د نړۍ هر شتمن سړى دغه سيستم پلى كړي، نو په دنيا كې به غريبي وركه شي، هيڅ يو انسان به له لوګې نه مري، له دې وروسته اسلام ښوونه كوي _

الله تعالى د سورة مائده په ۳۸ايات كې فرمايي:

ژباړه: ((غل كه ښځه وي كه نارينه، د دواړو لاسونه پرې كړئ...))

نامسلمان وګړي وايي: په يوشتمه پېړۍ كې لاس پرېكونه، اسلام يو بې رحمه، بې درده مذهب دى، خلك فكر كوي چې په سعودي عرب كې چرته چې دا قانون نافذ دى(( د غله بايد لاس پرې شي)) هلته به د هر دويم سړي لاس پرې وي _

زه څو ځله سعودي عرب ته تللى يم، ما خپل ژوند كې د يوه سړي هم پرې شوى لاس ندى ليدلى، ښايي د ځينو خلكو لاس له غلا وروسته پرې شوى وي، مګر دومره عام ندى لكه دوى چې فكر كوي چې د هر دويم سړي به لاس پرې وي _

دا قانون دومره سخت دى چې غل له غلا وړاندې زر ورارې فكر كولوباندې اړ كېږئ، چې له همدې امله لاس پرېكونې ته اړتيا نه پېښېږي، په محكمو كې خلك رشوت وركوي او خوشې كېږي، خو په اسلامي نظام كې چې كله يو چا باندې غلا ثابته شوه لاس يې پرې كېږي، هغه كه غريب وي كه شتمن، دواړو ته يو ډول سزا ده _

موږ پوهېږو چې امريكا د نړۍ ترټولو پرمختللى هېواد دى، خو تاسې به نه پوهېږى چې تر ټولو دلته غلا ډېره ده، كه تاسې د هغو هېوادونو لړليك چې غلا پكې كېږي وګورى، نو امريكا يې په سر كې ده_

زه دا وايم، كه موږ په امريكا كې اسلامي قانون پلى كړو، چې هر شتمن سړى د خپل مال ټاكلى زكات وركړي، له دې وروسته كه هر سړى په امريكا كې غلا كوي لاس دې يې پرې شي ، نو ايا په امريكا كې به د غلا دغه مسئله زياته شي او كه پايته به ورسېږي؟

ښكاره خبره ده چې پايته به ورسېږي!!

تاسې د دنيا په هر يو هېواد كې هغه كه امريكا وي، كه كاناډا، هندوستان، سعودي يا ....  اسلامي قانون پلى كړئ، سمدستي به يې پايله ترلاسه كړى _

اسلام سربېره پردې چې د ښو خبرو ښوونه كوي، لارې چارې هم درښايي چې څنګه دغه ښه كارونه په ټولنې كې عام كړى او پلي يې كړى _

زه يوه بله بېلګه درته وړاندې كوم:

په اكثره مذهبونو كې ويل شوي چې د ښځو زورول ښه ندي، ښځو سره په زوره زنا مه كوى، په ويدو كه هم دا خبره شوې، په بايبل كې هم، خو په اسلام كې سربېره پردې چې ويل شوي ښځې مه زوروى، په زوره زنا ورسره مه كوئ، دا ښوونه هم شوې ده چې په ټولنه كې څه ډول چاپيريال جوړ كړى چې څوك د ښځې زورولو او ورسره زنا كولو ته اړ نه شي _

په زور زنا خو څه چې .... بيا به يې زوروي هم نه_

په اسلام كې حجاب شته، ډيرى خلك ښځو ته د پردې كولو خبره كوي، خو خداى جل جلاله په قران كريم كې لومړى سړيو ته د پردې كولو امركړى:

د سورة نور په ۳۰ ايات كې الله پاك فرمايي:

ژباړه: (( و وايه مومنانو سړيو ته! چې خپلې سترګې ټيټي وساتي))

كله چې هم كوم سړى ښځه ګوري او زړه كې يې ناوړه خيالونه پيدا كېږي، نو په قران شريف كې راغلي چې سمدستي دې خپلې سترګې ټيټې كړي _

له دې وروسته الله تعالى ښځو ته د پردې كولو امركړى:

د سورة نور په ۳۱ايات كې فرمايي:

((او اى پېغمبره! مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې تر كنترول لاندې وساتي. او د خپلو شرمځيونو ساتنه دې وكړي، او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي پرته له هغې چې خپله ښكاره شي او پر خپلو سينو دې د خپلو پلونو پيڅكې خورې كړي. هغوى دې خپله ځان جوړونه او سينګار يوازې د دغو كسانو په وړاندې ښكاره كړي: مېړونه، پلرونه، د مېړو پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن(بنزيان) وروڼه، ورېرونه، خوريونه، د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو پټو خبرو سره اشنا نه وي، او دوى دې پر ځمكه په زوره پښو وهلو سره په داسې شان سره تګ نه كوي چې د هغوى د پټ كړي سينګار خلكو ته پته ولګېږي.

 اى مؤمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي برى در په برخه شي.))

يوازې د محرمو كسانو په مخكې اجازه ده ، خاوند، پلار او ...،  په اسلام كې چې كله موږ قران كريم، صحيح احاديث او ... لولو نو د پردې شپږ ټكي دي:

تر ټولو مخكې ټكى ستر دى، د سړي لپاره له زنګونو څخه تر نامه غوټۍ پورې، د ښځو ټول بدن بايد پټ وي، يوازې مخ او لاسونه تر بنده پورې، پاتې پينځه ټكي د ښځې او سړي لپاره يو شان دي.

دويم: جامې بايد دومره نازكه نه وي چې بدن ترې ښكاره شي.

دريم: جامې بايد دومره تنګې نه وي، چې د انسان د بدن غړي پكې ښكاره شي(د بدن لوړې ژورې يې معلومې شي)

څلورم: جامې بايد دومره ځلېدونكې او شوخې نه وي چې له امله يې مخالف جنس اغېزمن شي.

پينځم: دا چې ښځه بايد د نر او نر د ښځې جامې وانغوندي.

الله تعالى د سورة احزاب په نهه پنځوسم ايات كې فرمايي:

ژباړه: ((اى پيغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووايه چې كله هم بهر ته ځي، نو حجاب دې وكړي، ترڅو يې خلك تر پېژندلو وروسته ونه زوروي. ))

حجاب ولې كېږي، قران كريم ليكي: ((ترڅو يې له امله خلك وپېژني او په عذاب يې نه كړي. ))

د بېلګې په توګه دوه غبرګونې خويندې ډېرې ښكلې وي، د دواړو ښكلا يو شان ده، كه دواړه د حيدر اباد په سړك روانې وي، له دوى څخه يوې حجاب كړى وي، ټول بدن يې پټ وي، يوازې مخ او لاسونه يې ښكاري، دويمې خور غربي لباس اغوستى وي او دلته په يوه كونج كې يو لوفر هلك ولاړ وي، نو زه پوښتنه كوم، چې له دې دواړو څخه به څوك زوروي؟

هغه خور چې اسلامي جامه يې اغوستې؟

كه هغه خور چې غربي جامه يې اغوستې ده؟

خامخا به هغه لوفر هلك د غربي جامو والا زوروي.

په قران كريم كې الله تعالى فرمايي: حجاب وكړئ چې خلك مو و پېژني او په عذاب مو نه كړي.

له دې وروسته اسلامي شريعت وايي: كه كوم څوك د كومې ښځې سره په زوره زنا وكړي، نو هغه سړي ته د مرګ سزا ده _

نامسلمانه خلك به وايي د مرګ سزا؟

په يوشتمه پېړۍ كې؟

څومره بې درده دين دى دا اسلام _

څومره بې رحمه مذهب دى _

خو كله چې زه دغه پوښتنه له نامسلمانو خلكو څخه كوم او له زرګونو نامسلمانو خلكو مې كړى هم ده، د بېلګې په توګه: چې خداى دې نه كړي، كه يو څوك ستا له مور سره په زور زنا وكړي او هغه زاني زه ستا په مخكې ودروم او تاته د پرېكړې واك دركړم، ته په څه سزا وركړې؟

سل په سلو كې نامسلمانه خلكو ويل چې هغه شخص ته بايد د مرګ سزا وركړل شي، ځينو به ويل چې په ډېرې سختۍ به يې ووژني.

كله چې يو څوك ستا له مور سره په زوره زنا وكړي، نوته وايې چې هغه ته بايد د مرګ سزا وركړل شي، خو كه د بل چا له مور سره دغه پېښه كېږي، نو ته وايې چې د مرګ سزا وركول غلط كار دى _

اخر دا دوه مخي د څه لپاره؟

امريكا... چې ورته تر ټولو تعليم يافته هېواد ويل كېږي، پدې هېواد كې ترټولو زياته زنا كېږي ( په زور زنا) او په هغو هېوادونو چې پكې په ښځو جنسي تيري كېږي امريكا په لومړي كتار كې ځاى لري.

په ۱۹۹۱ كال كې د ايف بي آى د ريپوټ له مخې په ۱۹۹۰كال كې هره ورځ په امريكا كې ۱۷۵۶جنسي تېري كېدل(په زوره زنا)، په ۱۹۹۶كال كې د امريكې د انصاف د څانګې د ريپوټ له مخې هره ورځ ۲۷۱۳ جنسي تېري كېدل، چې پدې حساب په شپږو كالو كې دغه شمېره په امريكا كې نږدې دوه چندو لوړه شوه_

د دغې ريپوټ له مخې په هرو دوه دېروشو دقيقو كې يو جنسي تېرى كېده، زموږ دلته دوه ساعته وشوه، خو هلته په امريكا كې به له دوه سوو څخه د زياتو مېرمنو او انجونو عزت پايمال شوى وي _

زه له تاسې څخه پوښتم، كه موږ په امريكا كې اسلامي شريعت پلى كړو، او د هر سړى وروسته تر دې چې د ښځو په ليدو يې زړه ته غلط خيالات  راشي سترګې ښكته كړي، ښځې هم اسلامي جامه واغوندي او له دې وروسته كه څوك په كومې ښځې جنسي تېرى كوي او له كبله يې ورته د مرګ سزا وركړل شي، نو ايا په امريكا كې به جنسي تيري زيات كه كم شي؟

ښكاره خبره ده چې كم به شي!

دا عملي قانون دى، ته كه چرته هم اسلامي شريعت پلى كړې، هغه كه امريكا وي، كاناډا، هندوستان او كه سعودي، ته به يې سمدستي پايله و وينې.

سمدستي به په هغه هېواد كې رحمت راشي.

او څو كاله وړاندې چې دلته د ايل كى ايډواني په نامه د كورنيو چارو وزير و هغه ويلي و چې پدې هېواد كې دې په زوره زنا كونكو ته د مرګ سزا وركړل شي چې زه ورته د دې خبرې له امله مباركي وايم، نورې خبرې يې زه نه منم، خو دا خبره يې خامخا منم، ځكه كله چې هغه د كورنيو چارو وزير و، هغه امر وكړ چې په هندوستان كې جنسي تيري كونكيو ته بايد د مرګ سزا وركړل شي، كېداى شي راتلونكى وزير و وايي چې ښځې بايد اسلامي لباس واغوندي، او انشاء الله دا كېداى شي _

څه چې سم او پر ځاى دي بايد موږ هغه ومنو_

اوس رسنۍ وايي چې اسلام مېرمنو ته خپل حق نه وركوي _

كله چې غربي رسنۍ ګورو، نو موږ ته پته لګي  چې ښځو ته ازادي وركول، په اصل كې د دوي د استعمال لپاره يوه لاره پرانيستل دي، چې له لارې يې له ښځو ناوړه ګټه اخيستل كېږي.

دغه د ښځو د ازادۍ شعار، دوى لوړه مرتبه وركول، چې غربيان يې تل زمزمه كوي په حقيقت كې دا د دوى په حيا، ابرو لوبې كول دي، دوى نه عزت او حيا اخيستل دي.

تاسې چې د سينماپه پرده، دغه كومې ښكلې او رنګينې منظرې ګورى، په غربي كلتور كې دا ښځو ته ازادي وركول يا د دوى درناوى دى، خو دا سمه نده دا خو كه حقيقت راباندې وايى، د ښځو بې لارې كول دي، د پردې تر شا د دوى په حيا او ناموس لوبي دي، غربيان د ازادۍ په نامه ښځې د زلت او رسوايى كندې ته ټېل وهي، دوى فحاشۍ او زنا ته دعوتوي.

موږ پوهيږو چې د ښځو د ازادۍ په نامه غربي نړۍ څه څه كوي، تاسې يې ګورى چې په اعلانونو او اشتهاراتو كې تل له ښځو كار اخيستل كېږي، تر دې چې كوم شيان ښځې نه كاروي هم په كې دوى شته،  د بېلګې په توګه: 

د موټر سايكل په اعلان  كې،  په ټوله نړۍ كې به څومره ښځې موټر سايكل چلوي؟...... خو بيا هم د موټرسايكل په اعلان كې له ښځو كار اخيستل شوى _

ما ته يو چا د (بي ايم ډبليو) موټر د اعلان په اړه كيسه كوله، بي ايم ډبليو د ځوانانو د خوښې موټر دى، ښكلى ډيزاين لري، ډېر چټك دى، د دې د يوه مشهور اعلان په اړه يې راته ويل چې په اعلان كې يوه ښكلې جنۍ چې په تن يې ډېرې كمې جامې وي راشي او وايي: هغه تاو كړه او بيا يې وګوره!........څه شى؟ ..... جنۍ كه موټر؟

په غربي كولتور كې ميندو، خويندو او لورګانو څخه د اعلاناتو لپاره كار اخيستل كېږي، موږ دا خبره ناسمه  بولو، موږ نه غواړو چې زموږ ميندې، خويندې او لورګانې دې د بازار ښكلا شي، غربي نړۍ د ښځو د ازادۍ په نامه ښځې پلوري.

موږ دا هم ګورو چې رسنۍ څومره اسلام بدنامه وي، هومره اسلام خورېږي، نن سبا په امريكا، اروپا او ټوله نړۍ كې په چټكتيا خورېدونكى دين اسلام دى چې پدې نويو مسلمانانو كې دوه  چنده يې ښځې دي، كه اسلام ښځې ذليلولاى، نو ښځو په تېره امريكايي ښځو به ولې اسلام منلو.

د دې لامل دا دى چې دا خويندې، پوهيږي چې اسلام د ښځو ساتونكى دى!

د ښځو لپاره رحمت دى!

د قران شريف د سورة آل عمران په څلور پنځوسم ايات كې الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه:

((دوى پلان  او سازش جوړ كړى،( بني اسرايلو د مسيح پر خلاف پټې دسيسې پيل كړې) په مقابل كې يې الله هم  خپل پټ تدبير پكار واچاوه او الله تر ټولو ښه پلان او تدبير جوړونكى دى.))

څومره چې دوى د  اسلام په مخكې خنډونه پيدا كوي، هومره اسلام په تېزۍ سره خپرېږي، په تېره چې ۲۰۰۱ د سبتمبر د يولسمې را وروسته رسنۍ څومره د اسلام په ضد تبليغات كوي، الحمدلله هماغومره په اسانه او چټكتيا اسلام خپرېږي.

د سبتمر د يولسمې له پيښې وروسته تر لسمې مياشتې ۳۴۰۰۰ امريكايانو ، او د همدې نېټې تر نهمې مياشتې پورې، ۲۲۰۰۰ اروپايانو اسلام منلى دى.

نو ځكه زه وايم: ((اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه زحمت))

رسنۍ وايي چې اسلام د انسانيت لپاره يوه مسئله ده، حال دا چې دا د انسانيت د ټولو مسايلو حل دى.

زه خپل تقرير د الله تعالى د دې فرمان په ويلو پايته رسوم _