... سردار د خيبري سبك له پيروۍ د يوه ريالست شاعر او رومانتيكې شاعرۍ په چوكاټ كې د شعر پر نورو ښيګټو سربيره دشعر رواني دده په ښه مهارت دلالت كوي . راځې چې د پورته پريكړو بيلګې دده شعر په لاندې بيتونو كې وګورو :
يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوري
ښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګوري
يوه ورځ به د منصور غوندې په دار شم
يوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري
زيرك فهيم
۱۳۸۷ليندۍ۱۰مه
د لمر او طلوع تلويزون دفتر_ جلال اباد
07.02.2009
- سردارولي څرک
د څرك شعر
زما په اند د څرك ژوند په ښار كې تېر شوى، خو په شعر كې د كلي ستاينه كوي. بل د څرك د شعر ژبه ده چې د پېښورۍ لهجې تاثير پكې شته چې دې تاثير د ده شعر رنګين كړى دى.د څرك د لنډ څپيزې غزلې چې چست او اهنګينې دي، د ده په شاعرۍ كې د شمار وړ دي، بل كمال د دې غزلو دا دى چې د موسيقۍ سره هم غاړه غړۍ كېدلاى شي.څرك د يو ژمن شاعر په توګه په شعر كې د كلماتو په اوډنه پوهېږي، دى خپل خيال او پيغام دواړه لكه څنګه يې چې غواړي په شعر كې يې لوستونكو يا اورېدونكو ته وړاندې كوي، د...
12.04.2010
- سردارولي څرک
د نن دې له بركته ډكې ناستې كې زه منظور شيخ ستاسې كور به يم، خپل پروګرام د قران كريم په تلاوت پيلوو، د نړيوال اسلامي ښوونځي زده كړي فاروق نائيك ته بلنه وركوم چې د قران كريم د څو اياتونه په تلاوت دغه ناسته پيل كړي:((فاروق نائيك د ډاكټر ذاكر نايك زوى دى))
.............. د الانفطار سورة تلاوت.............
ژباړه:
((كله چې اسمان وچوي، او كله چې ستوري خواره واره شي.او كله چې سمندرونه وشلېږي. او كله چې قبرونه پرانستل شي. هغه وخت به...