د څرك شعر

زما په اند د څرك ژوند په ښار كې تېر شوى، خو په شعر كې د كلي ستاينه كوي. بل د څرك د شعر ژبه ده چې د پېښورۍ لهجې تاثير پكې شته چې دې تاثير د ده شعر رنګين كړى دى.
د څرك د لنډ څپيزې غزلې چې چست او اهنګينې دي، د ده په شاعرۍ كې د شمار وړ دي، بل كمال د دې غزلو دا دى چې د موسيقۍ سره هم غاړه غړۍ كېدلاى شي.څرك د يو ژمن شاعر په توګه په شعر كې د كلماتو په اوډنه پوهېږي، دى خپل خيال او پيغام دواړه لكه څنګه يې چې غواړي په شعر كې يې لوستونكو يا اورېدونكو ته وړاندې كوي، د كلماتو ځلوبل پسې ندى ورك، زما په اند دا يې د شعر يوه بله ځانګړنه او ښېګڼه ده.

پر هنر او قلم يې بركت.
هارون ناصري