سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
ياد
ياد ................ صديق الله بدر
يادياد؛ د ځوان او هڅاند شاعر ښاغلي سردارولي څرک، د شعرونو دويمه ټولګه ده، چې په ۱۳۸۸ لمريز کال د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په زرو ټوکو کې چاپ شوې ده. شاعر خپله دغه ټولګه مينې ته په دغو ټکو کې ډالۍ کړې ده: (( مينې ته! چې زه يې سړو کې شمار کړم: چې مين شو لېونی شوسردار اوس اېله سړی شو))پر دغې ټولګې استاد محمد اصف صميم، سيدشاه سعود او د څرک ګڼ شمېر همزولو شاعرانو سرېزې او خپل يادښتونه ليکلي دي. چې د هر يوه په ترڅ کې د څرک د شاعرۍ پر ځانګړنو خبرې شوې دي.
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د ټلويزيون په پرده ليدلې او اورېدلې وي چې وايي : ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى. دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګا
يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوري
... سردار د خيبري سبك له پيروۍ د يوه ريالست شاعر او رومانتيكې شاعرۍ په چوكاټ كې د شعر پر نورو ښيګټو سربيره دشعر رواني دده په ښه مهارت دلالت كوي . راځې چې د پورته پريكړو بيلګې دده شعر په لاندې بيتونو كې وګورو :يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوريښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګورييوه ورځ به د منصور غوندې په دار شميوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري زيرك فهيم۱۳۸۷ليندۍ۱۰مهد لمر او طلوع تلوي
د څرك شعر
د څرك شعر زما په اند د څرك ژوند په ښار كې تېر شوى، خو په شعر كې د كلي ستاينه كوي. بل د څرك د شعر ژبه ده چې د پېښورۍ لهجې تاثير پكې شته چې دې تاثير د ده شعر رنګين كړى دى.د څرك د لنډ څپيزې غزلې چې چست او اهنګينې دي، د ده په شاعرۍ كې د شمار وړ دي، بل كمال د دې غزلو دا دى چې د موسيقۍ سره هم غاړه غړۍ كېدلاى شي.څرك د يو ژمن شاعر په توګه په شعر كې د كلماتو په اوډنه پوهېږي، دى خپل خيال او پيغام دواړه لكه څنګه يې چې غواړي په شعر كې يې لوستونكو يا اورېدونكو ته وړاندې كوي، د
ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړ
ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړچې بې له تا ماله ارام راځيما چې ترخپلې وسې د څرك د شاعرۍ د لوستو پر بنسټ د ده د شاعرۍ د جاج اخيستو هڅه وکړه، نو دى مې د پښتو دوديز هنري شعر د يوځوان پنځکر او د عيني انځورونو په بڼه د کوزې او برې پښتونخوا دواړو له ګړدويزو ژبو (لهجو) څخه ديوې ګډې جوړې نسبتا خوږې، روانې محاوره ډولې ژبې پرمټ د خپلو نه هېريدونکو ژوند پېښو (مينې، بري، ماتې...) په ريښتيني توګه انځورونه يې د لويو شعري ځانګړنو په توګه ومنل.
د څرك شاعري
د څرك شاعري ، ساده، روانه اود مينې كليواله ژبه يې كارولې.ځينې شعرونه يې داسې دي چې لوستل يې يو څه ستونزمن به وي، خو دا شعرونه هغه سندرې دي چې سردار ترنم كړي او همغسې يې ليكلي، پدې هيله چې د هغه د خولې سندرې نورې هم خوږې او رنګينې شي، د اوږد ژوند دعا ورته كوم سيد عبدالله نظامي _ اسعد اباد
د څرك د شاعرۍ څرك
د څرك د شاعرۍ څرك ما چې د ښاغلي څرك شاعرۍ اورېده او بيا مې د هغه شعري ټولګه ولوسته نو راته جوته شوه چې شعر يې له خاپوړو وتى او پخېدو ته يې هم ځان رسولى دى.د شاعر له شاعرۍ جوتېږي چې الهام يې له لرې پښتونخوا د مينې تږي او وصال ليوني شاعر ارواښاد مصري خان خاطر څخه اخيستى دى، ځكه خو تر ډېره د هغه پر پل هم روان بريښي.شاعر په خپلو شعرونو كې د زړه له بېخه خپل درد په ساده، روانه او ولسي ژبه كې رانغښتى دى او تر پايه له خپل مين څخه د وصال او مينې تمه كوي او خپل مين
څرك يو ارمانجن شاعر
څرك يو ارمانجن شاعر دىاو زما هم همدغه ارمان دى چې د كوم لپاره چې دى شعر ليكي. زه مې د زړه خبره كوم، ځكه د څرك شعر زما زړه ته رسي او كه نوره يې هم ښكاره ووايم، څرك زما د خيالاتو ترجمان دى.زه لاسونه لپه كوم او وايم چې هغه وخت دې د څرك خپل ارمان ته ورسېږي چې پينځه ټولګې شاعري يې كړې وي. په درنښتا. بختيار ساحلزما شاعرانه دېره، مومند خپرندويه ټولنه،
دسريزې پر ځاى
تېره اونۍ چې جلال اباد ته تللی وم، نو ګران ورور سردار ولي څرک پرته له دې چې له مانه و پوښتي، وويل چې ما خپله ټوله شاعري راټوله کړې ده. د چاپ اراده يې لرم او ته به پرې ليکنه کوې. سبا ته چې مې بريښنا ليک پرانيست، نو د څرک ډيزان شوی کتاب مې په کې وموند. په چرت کې لاړم، له ځانه سره مې وويل چې ته په کوم جرئت د شعر په کتاب ليکل کوې. په شعر ليکل خو د شعر پوهانو کار دی نه د شاعرانو. په نه زړه مې د کمپيوټر په پاڼه کتاب پرانيست او د سردار ولي څرک د شعر ونو په لوستلو مې پيل وک
ښاغلى څرک د (( ياد)) په هېنداره کې
ډېر ځله دا پوښتنه را ولاړېږي چې ښه شاعري کومه ده؟ د چا شعر ته ښه شعر ويلى شو او د کومو ارزښتونو له مخې يې ښه شعر بولو؟ تر اوسه په دې جوهر پسې ډېر سوداګر ګرځي، ډېر مينه وال د شعر په ملغلرو کې د خپل ذوق رنګ لټوي او لا هم دې پوښتنې ته ځواب نه دى موندل شوى. ځېنې وايي هر هغه شعر چې زړه ته لار ومومي ښه شعر دى، ځېنې وايي چې شعر روان او د خلکو په ژبه وي دا يې د بلاغت کمال دى، ځېنې وايي چې شعر بايد شاعرانه تفنن او هنريت ولري، که خلک پرې نه پوهېږي دا په شاعر پور
د څرك شاعرانه سرداري
شاعرانه سرداري د ګران څرك شاعرانه سرداري مې وكته. شاعرانه سرداري مې ځكه وبلله، چې د پښتو شاعرۍ د سيند هر كاڼى من دى او هيڅ پښتون د خپلې غړګي شړومبې تروې نه ګڼي او بيا چې پښتون سړى شاعر هم شي، نو راشه كه يې ګورې!څرك سردار هم دى، د ننګرهار هم دى او فنكار هم دى او هغه هم د هغه ننګرهار چې زموږ كوم ننګرهاري شاعر يې د شعرو هنر پر سيمه د بل يا نورو هنري بلوسه نه يواځې مني نه، لا چې د دې هنرپنځې خاورې شاعرانه وست(متاع) او ښكلا ته