ياد
ياد؛ د ځوان او هڅاند شاعر ښاغلي سردارولي څرک، د شعرونو دويمه ټولګه ده، چې په ۱۳۸۸ لمريز کال د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په زرو ټوکو کې چاپ شوې ده.
شاعر خپله دغه ټولګه مينې ته په دغو ټکو کې ډالۍ کړې ده: (( مينې ته! چې زه يې سړو کې شمار کړم:
چې مين شو لېونی شو
سردار اوس اېله سړی شو))
پر دغې ټولګې استاد محمد اصف صميم، سيدشاه سعود او د څرک ګڼ شمېر همزولو شاعرانو سرېزې او خپل يادښتونه ليکلي دي. چې د هر يوه په ترڅ کې د څرک د شاعرۍ پر ځانګړنو خبرې شوې دي.
د څرک شاعري ساده سنتي تغزلي شاعري ده. ژبه يې روانه او کوم تکلف په کې نه ترسترګو کېږي. د څرک په شعر کې تر هر څه وړاندې د هغه موسيقي د ډېرې توجه وړ ده. څرک که په اوږدو بحرونو کې شاعري کړې او که په لنډو کې په دواړو کې يې موسيقيت څپې وهي او ښايي همدا علت وي، چې يو شمېر هنرمندان د ده شعرونه سندرې کوي.
د څرک په شعر کې يوه بله ځانګړنه د وينا طبيعي والی او ولسي رنګ او خوند دی. دی تر ډېره هڅه کوي، چې د خپل شعر مضمون د ټولنې او ولس له منځه واخلي او په هماغه شډله خو خوږه ژبه يې سندريزه کړي.
په دغه ټولګه کې د څرک ګڼ شمېر غزلونه، څلورېزې، ازاد نظمونه او بيتونه خوندي شوي دي. خو يو څه ته چې بايد نغوته وکړم، هغه دا ده، چې په دغه ټولګه کې د څلورېزو په نامه راغلي ويناوې د څلورېزو په وزن او تون کې نه بلکې د غزلو په تون کې دي.
موږ ښاغلي څرک ته د دغې ټولګې د چاب له کبله مبارکي ورکوو او د شعر مينه د هغه لوستلو ته رابولو.
ياد