له مشرانو نه راپاتې دا متل دى
چې د چا په ږيره خس وي هغه غل دى

ځينو زړو كې  ګل د مينې نه ټوكېږي
ځينو ځينو جزيرو كې تل كنګل دى

زه خو ښه درباندې پوه يمه رقيبه!
چې سبو كې واښه كړې، نو دا دې چل دى

د مجنون او د فرهاد حوصله غواړي
بلا سخت دى، بلا ګران د عشق مزل دى

لږ شراب د شونډو وركړه جنتي شې
موده وشوله سردار وهلى جل دى