زور دې لاړ اوبه اوبه شه
اور دې پورې په کاله شه
اړ دې موږ غوندې واړه شه
چې مو زړه درباندې ښه شه
بوشه! جوړه زامن دېې مړه شه
پيلوټ دې ومره چې سپين غر بمباروينه
××××××××
لكه ماشوم هسې ژړېږي
بغير له تا كله صبرېږي
زړه مې په تاباندې ښه کېږي
مينه په تلو راتلو زياتېږي
کله راځه کله به زه درځم مينه
××××××××××
زړه مې نرى نرى خوږيږي
جوړې په ما باندې څه كېږي
بدن مې رپي زړه درزيږي
سترګې مې تا ځنې شرمېږي
داسې په برندو راته مه ګوره مينه
**********
طاقت مې نه د باندې نه په كور شي
پورې په ټول بدن مې اور شي
د يار غمونه په ما زور شي
چې مازيګر شي حال مې نور شي
جامې مې اور شي اندامونه مې سيزينه
*************
يه د بدرۍ سكنۍ خورې
شونډې دې سرې سترګې دې تورې
په ما دې كړلې لمبې پورې
داسې په برندو راته ګورې
لکه په تا مين چې ما اخيستى وينه
03.05.2010
- سردارولي څرک
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د ټلويزيون په پرده ليدلې او اورېدلې وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګا...
23.05.2010
- سردارولي څرک
يادياد؛ د ځوان او هڅاند شاعر ښاغلي سردارولي څرک، د شعرونو دويمه ټولګه ده، چې په ۱۳۸۸ لمريز کال د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په زرو ټوکو کې چاپ شوې ده. شاعر خپله دغه ټولګه مينې ته په دغو ټکو کې ډالۍ کړې ده: (( مينې ته! چې زه يې سړو کې شمار کړم: چې مين شو لېونی شوسردار اوس اېله سړی شو))پر دغې ټولګې استاد محمد اصف صميم، سيدشاه سعود او د څرک ګڼ شمېر همزولو شاعرانو سرېزې او خپل يادښتونه ليکلي دي. چې د هر يوه په ترڅ کې د څرک د شاعرۍ پر ځانګړنو خبرې شوې دي....