د څرك د شاعرۍ څرك

ما چې د ښاغلي څرك شاعرۍ اورېده او بيا مې د هغه شعري ټولګه ولوسته نو راته جوته شوه چې شعر يې له خاپوړو وتى او پخېدو ته يې هم ځان رسولى دى.
د شاعر له شاعرۍ جوتېږي چې الهام يې له لرې پښتونخوا د مينې تږي او وصال ليوني شاعر ارواښاد مصري خان خاطر څخه اخيستى دى، ځكه خو تر ډېره د هغه پر پل هم روان بريښي.
شاعر په خپلو شعرونو كې د زړه له بېخه خپل درد په ساده، روانه او ولسي ژبه كې رانغښتى دى او تر پايه له خپل مين څخه د وصال او مينې تمه كوي او خپل مين ته په ثبوت رسوي چې:
د شاهانو وركړه لال و جواهر دي
د ادب د خاوندانو د زړه وينې

په ځوانۍ او قلم يې بركت
شفيع الله تاند
د ۱۳۸۷لمريز كال د تلې ۲۴مه_ جلال اباد