د څرك شاعري ، ساده، روانه اود مينې كليواله ژبه يې كارولې.
ځينې شعرونه يې داسې دي چې لوستل يې يو څه ستونزمن به وي، خو دا شعرونه هغه سندرې دي چې سردار ترنم كړي او همغسې يې ليكلي، پدې هيله چې د هغه د خولې سندرې نورې هم خوږې او رنګينې شي، د اوږد ژوند دعا ورته كوم
سيد عبدالله نظامي _ اسعد اباد
07.02.2009
- سردارولي څرک
د څرك د شاعرۍ څرك
ما چې د ښاغلي څرك شاعرۍ اورېده او بيا مې د هغه شعري ټولګه ولوسته نو راته جوته شوه چې شعر يې له خاپوړو وتى او پخېدو ته يې هم ځان رسولى دى.د شاعر له شاعرۍ جوتېږي چې الهام يې له لرې پښتونخوا د مينې تږي او وصال ليوني شاعر ارواښاد مصري خان خاطر څخه اخيستى دى، ځكه خو تر ډېره د هغه پر پل هم روان بريښي.شاعر په خپلو شعرونو كې د زړه له بېخه خپل درد په ساده، روانه او ولسي ژبه كې رانغښتى دى او تر پايه له خپل مين څخه د وصال او مينې تمه كوي او خپل مين...
07.02.2009
- سردارولي څرک
ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړچې بې له تا ماله ارام راځيما چې ترخپلې وسې د څرك د شاعرۍ د لوستو پر بنسټ د ده د شاعرۍ د جاج اخيستو هڅه وکړه، نو دى مې د پښتو دوديز هنري شعر د يوځوان پنځکر او د عيني انځورونو په بڼه د کوزې او برې پښتونخوا دواړو له ګړدويزو ژبو (لهجو) څخه ديوې ګډې جوړې نسبتا خوږې، روانې محاوره ډولې ژبې پرمټ د خپلو نه هېريدونکو ژوند پېښو (مينې، بري، ماتې...) په ريښتيني توګه انځورونه يې د لويو شعري ځانګړنو په توګه ومنل. ...