ته څنګه لاړې،څنګ دې فکروکړ
چې بې له تا ماله ارام راځي
ما چې ترخپلې وسې د څرك د شاعرۍ د لوستو پر بنسټ د ده د شاعرۍ د جاج اخيستو هڅه وکړه، نو دى مې د پښتو دوديز هنري شعر د يوځوان پنځکر او د عيني انځورونو په بڼه د کوزې او برې پښتونخوا دواړو له ګړدويزو ژبو (لهجو) څخه ديوې ګډې جوړې نسبتا خوږې، روانې محاوره ډولې ژبې پرمټ د خپلو نه هېريدونکو ژوند پېښو (مينې، بري، ماتې...) په ريښتيني توګه انځورونه يې د لويو شعري ځانګړنو په توګه ومنل.
ارشادرغاند
07.02.2009
- سردارولي څرک
د څرك شاعري ، ساده، روانه اود مينې كليواله ژبه يې كارولې.ځينې شعرونه يې داسې دي چې لوستل يې يو څه ستونزمن به وي، خو دا شعرونه هغه سندرې دي چې سردار ترنم كړي او همغسې يې ليكلي، پدې هيله چې د هغه د خولې سندرې نورې هم خوږې او رنګينې شي، د اوږد ژوند دعا ورته كوم
سيد عبدالله نظامي _ اسعد اباد...
07.02.2009
- سردارولي څرک
د څرك شعر
زما په اند د څرك ژوند په ښار كې تېر شوى، خو په شعر كې د كلي ستاينه كوي. بل د څرك د شعر ژبه ده چې د پېښورۍ لهجې تاثير پكې شته چې دې تاثير د ده شعر رنګين كړى دى.د څرك د لنډ څپيزې غزلې چې چست او اهنګينې دي، د ده په شاعرۍ كې د شمار وړ دي، بل كمال د دې غزلو دا دى چې د موسيقۍ سره هم غاړه غړۍ كېدلاى شي.څرك د يو ژمن شاعر په توګه په شعر كې د كلماتو په اوډنه پوهېږي، دى خپل خيال او پيغام دواړه لكه څنګه يې چې غواړي په شعر كې يې لوستونكو يا اورېدونكو ته وړاندې كوي، د...